د طالبانو له خوا يوه خپره سوې اعلاميه چي کاپي يې لراوبر ته هم رسېدلې، وايي دوى امنيت شورا هغه پرېکړه په کلکه محکوموي چي په افغانستان کي يې د آيساف ځواکونو د پاتېدو نېټه د يوه کال دپاره تمديد کړه.
خبر پاڼه وايي د امنيت شورا د امريکا د خوشحالولو دپاره نهه کاله دمخه پر افغانستان د امريکا يرغل ته هم اجازه ورکړه، چي د دوى هغه پرېکړه د ټولو افغانانو د بدبختۍ اصلي علت دئ.