کور / تازه خبرونه / ملالۍ جويا د پژواک آژانس خبر رد کړ

ملالۍ جويا د پژواک آژانس خبر رد کړ

په ولسي جرګه کي د فراه ولايت معطله غړې ملالۍ جويا وايي دا کاناډا ته پناه اخيستلو دپاره نه، بلکي د يوه لس ورځني سفر دپاره تللې ده.
د آغلي جويا له ويبپاڼي څخه لراوبر ته رسېدلې خبر پاڼه وايي چي ملالۍ جويا کاناډا ته د مک ګيل پوهنتون په بلنه هلته تللې ده.
خبر پاڼه وايي دوى د پژواک آژانس هغه خبر ردوي، چي د ولسي جرګې د دوهم مرستيال امان الله پيمان له خولې په کاناډا کي د ملالۍ جويا په ګډون د ولسي جرګې د پنځو ښځينه غړيو د پناه اخيستو په باب ورکړى وو.
آغلي جويا ويلي چي هيڅ وخت يې له کوم بهرني هيواد څخه د پناه غوښتنه نه ده کړې او ژمنه يې کړې چي د جنګسالارانو پر ضد به له خپل ولس سره تل تر تله ولاړه وي.
بايد وويل سي چي په ولسي جرګه کي د ملالۍ جويا ګډون ځکه معطل سوئ، چي هغې په يوه مرکه کي جرګې ته د غوجلي خطاب وکړ او د جرګې غړيو دا لقب خپلو ځانونو ته سپکاوى وباله.