کور / تازه خبرونه / کندهار: د رسنيو او معلوماتو مرکز رسماً پرانيستل سو

کندهار: د رسنيو او معلوماتو مرکز رسماً پرانيستل سو

په کندهار ولايت کي د رسنيو او معلوماتو مرکز نن په رسمي توګه د ولايتي چارواکو له خوا پرانيستل سو.
له ولايت مقام څخه لراوبر ته رسېدلې پاڼه وايي چي دغه مرکز نن د کندهار د والي پوهنوال توريالي ويسا او د حکومت د رسنيو د مرکز د مرستيال صديق صديقي له خوا د مراسمو په ترڅ کي پرانيستل سو.
خبر پاڼه وايي د رسنيو مرکز د کندهار د ولايتي بيا رغوني د ټيم په مرسته د اتو ميليونو افغانيو په لګښت جوړ سوئ دئ.
په جنوب لوېديځه حوزه کي د آزادو خبريالانو مشر فضل الرحمان د دغه مرکز پر جوړېدو خوښي څرګنده کړې، او د ياد سوي مرکز جوړېدل يې خبريالانو ته د کره او باوري معلوماتو د ترلاسه کولو دپاره مهم وباله.
په دې مرکز کي د خبريالانو دپاره د کمپيوټر او انټرنيټ اسانتيا هم برابره سوې ده.