د کندهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر مسئولين وايي چي تېره ورځ يې دوه تنه چي پلار او زوى دي د يوه ماين د ښخولو په جرم نيولي . د نوموړو مسئولينو په وينا چي لومړى يو کوچني غوښته چي يوه کړۍ ماين د خاورو او خزلو په يوه ډېران کي ځاى پر ځاى کړي چي د پوليسو له لوري ونيول سو . نوموړي د پوښتنو پر مهال ويلي چي دا کار يې د خپل پلار په امر کړى .
د نوموړو مسئولينو په وينا چي د ياد ماشوم پلار هم د پوليسو له لوري نيول سوى چي اوس تر پوښتنو ګروېږونو لاندي دئ .