د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي د فتر څخه لراوبر ته په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د سپين بولدک په ولسوالۍ کي يو مازدا موټر چي د ٣٠٠٠ کېلو ګرامه امونيم نايټرېټ څخه بار و د تلاښۍ پر مهال نيول سوى . په خبرپاڼه کي همدا ډول يادونه سوې چي په دې موټر کي د يادو توکو تر څنګ اووه سوه عدده د ماينو پټاقۍ ، شپېته کېلو ګرامه باروت او يوه بسته د برېښنا لاين هم موجود ول . په خبرپاڼه کي ويل سوي چي ياد موټر پاکستانى نمبر پلېټ لري او د بلوچستان ايالت څخه را اوښتى چي د امنيتي پوليسو له لوري د موټر چلوونکي سره يو ځاى و نيول سو چي موټر چلوونکى يې اوس مهال تر پوښتنو ګروېږونو لاندي دئ .