د کاناډا د دفاع وزير پيټر مکي افغانستان ته د سفر په ترڅ کي نن د کندهار ولايت ته رسېدلئ دئ.
له نوموړي سره کندهار ته په سفر کي د متقاعدو پوځيانو د استخدام وزير بلک برن او د کاناډا سفير بيل کروسبي هم ملګري وو، چي د کندهار له والي پوهنوال توريالي ويسا او نورو چارواکو سره يې په کندهار کي د طالبانو پر ضد د وروستيو پيل سويو عملياتو او د ښار پر امنيت باندي خبري کړي دي.