کور / تازه خبرونه / چيلي: د کان کېندونکو د ژغورني عمليات پيلېږي

چيلي: د کان کېندونکو د ژغورني عمليات پيلېږي

د لاتين امريکا د چيلي هيواد وايي د هغو کان کيندونکو د ژغورني عمليات به د چارشنبې په ورځ شروع کړي چي له دوو مياشتو راهيسي تر مځکي لاندي بند پاته دي.
د چيلي حکومت ويلي چي دوى توانېدلي دي چي د يوه ٦٦٥ متره ژور څا په کيندلو سره د کان کيندونکو ځاى ته لاره پيدا کړي، چي د چارشنبې په ورځ به يې د يوه نري اوسپنيز کپسول په ذريعه له کان څخه راوباسي.
د آزادۍ راډيو وايي دغه کسان د اګست د مياشتي له پيل راهيسي د چيلي هيواد د ميسو او طلا په يوه کان کي بند پاته دي، چي شمېر يې لسګونو کسانو ته رسېږي.
د نړۍ په تاريخ کي دا د خپل ډول لومړنۍ پېښه بلل سوې، چي ٦٥ ورځي تر مځکي لاندي په لسګونو بند کسان ژوندي ژغورل کېږي.