د افغانستان د سولي د شورا د رئيس په توګه د جمعيت اسلامي ګوند مشر پوهاند برهان الدين رباني ټاکل سوئ دئ.
د سولي د شورا ٦٨ غړي چي لس ورځي دمخه د ولسمشر کرزي له خوا اعلان سول، نن يې په دوهمه غونډه کي د مشر په توګه استاد رباني ټاکل سوئ دئ.
داسي ګنګوسې وې چي د شورا د مشرتوب پر سر د پروفيسر صبغت الله مجددي او پروفيسر رباني ترمنځ سيالي روانه وه، خو ولسمشر کرزي د رباني د مشرتوب حمايت کاوه.