کور / تازه خبرونه / د ناټو اکمالاتو ته د تورخم لاره بيرته خلاصه سوه

د ناټو اکمالاتو ته د تورخم لاره بيرته خلاصه سوه

د پاکستان حکومت د ناټو د اکمالاتو لاريو پر تېرېدو هغه لګېدلى بنديز بيرته ليري کړ، چي لس ورځي دمخه يې د تورخم پر لاره ورباندي لګولى وو.
د پاکستان حکومت وروسته تر هغه پر دې لاريو بنديز ولګاوه چي د ناټو څرخکو په قبايلي سيمو کي پر طالبانو د يوې حملې پر مهال درې پاکستاني پوليس ووژل.
پاکستان ويلي وو چي دغه لارۍ يې په سيمه کي د ممکنه امنيتي مشکلاتو د مخنيوي په خاطر درولي دي.
وروسته له هغه چي دغه لاره بنده سوه وسله والو په پښتونخوا، کوټه اوسيوۍ کي د ناټو په لس ګونو اکمالاتي لارۍ وسوځولې.