کور / تازه خبرونه / تازه خبر: ولسمشر کرزى کندهار ته ولاړئ

تازه خبر: ولسمشر کرزى کندهار ته ولاړئ

ولسمشر حامد کرزی - لراوبر  انځوريز ارشيف


 


د افغانستان ولسمشر حامد کرزى نن په يوه ناڅاپي سفر کندهار ته ورسېدئ. د کندهار ولايت ته د نوموړي د سفر موخه څرګنده نه ده، خو له هغه راهيسي چي په کندهار کي د امريکايي ځواکونو له خوا د طالبانو پر ضد د عملياتو آوازې شروع سوي، دا نوموړي ولايت د ولسمشر دريم سفر دئ.


 ولسمشر حامد کرزى پر داسي مهال کندهار ته سفر کوي چي له يوې خوا په دې ولايت کي له دوو اونيو راهيسي د طالبانو پر ضد د اميد په نوم عمليات روان دي او له بلي خوا طالبانو خپلو چاودنو او ترورونو ته زور ورکړى دئ.


د ولسمشر کرزي د سفر نور جزيات به وروسته له لراوبر ويبپاڼي څخه خپاره سي.