پوهنمل حاجی محمد نوزادی
دا لیکنه می دسویډن هیواد دمالمو په ښار کی دهغه کنفرانس د پاره لیکلی وه چی دځوانو فرهنګیانو د هڅونی په موخه څو ورځی وړاندی د روان کال د سبتمبر پر ۱۸ نیټه رابلل شوی وو ، دادی اوس یی دټول مینه والو مخ ته ایږدم :
ګرانو فرهنګیانو ! درنو فرهنګپالو ! ښاغلو او اغلو !
زموږ په ګران هیواد کی وروستۍ دری لسیزی د باروتو تر دود لاندی د ژوندنی چاپیریال په هره برخه کی د تورتم سیوری غوړیدلی وو . دغو لوخړو له بل هرچا نه ځوان نسل ډیر زیانمن کړ . د ډیرو ښوونځیو دروازی تړلی وی ، پوهنتونونه چی به کله خلاص هم وه ، داځکه تش پنامه یوه خبره وه چی دغه دعلم او پوهی مرکزونه دخپلو نژدی ټولو کار ازمایلو استادانو څخه بی برخی پاته وه . دا هغه بنسټونه دی چی د فرهنګ وده اود ځوان نسل روزل یوازی دهمدی لاری نه تر سره کیدلای شوه .
پدی نژدی ټوله موده کی د کابل او یو څو د ګوتو په شمیر ښارونو د مرکز نه پرته د نور هیواد ځوان نسل په بشپړه توګه دفرهنګ د بنسټیزو توکو سره اصلا سروکار ندرلود . تصویری ، صوتی اوچاپی رسنیو د اشغال پرمهال د ولایتونو په مرکز کی د پردی فرهنګ د رواج کولو اوغوړیدلو دپاره کارکاوه . دهیواد په پاتو برخو کی دامهال یو ناوړه دود پرمختیا موندله چی اوس یی قلموال دجنګی یا توپکی فرهنګ پنامه یادوی . دا فرهنګ جنګسالارانو دخپلو ناروا ګټو د روا ښودلو دپاره ځانته ګټور باله ، خکه یی نو په خپل ټول توان هغه برجسته کاوه او دخلکو ذهنیتونه یی ورسره عادی کول . دی منفی پدیدی تر اشغال وروسته د تنظیمی ناورین پر اوږو ځان دولایتونو مرکزونه خو لا څه ، ان داچی ځان یی د پایتخت تر ارګه پوری هم ورساوه او غوړیدل یی ددی لاری دتعلیمی نصاب یوه برخه وګرځیده . ددی ناورین د رارسیدوسره سم فرهنګی چاری نژدی یوه لسیزه پداسی خونړیو منګولو کی راګیر شوی چی دسیاسی اړخ نه یی دخپلواکۍ او بلواکۍ ترمیان توپیر له منځه ولاړ او په کلتوری اړخ کی یی هغه په نشته حساب رسنیو هم توپکی فرهنګ غښتلی کاوه او دتعلیمی چارودنصاب دلاری یی ځوان نسل ددغو لومو په بند کی راګیراوه .
د روانی پیړی د لومړی لسیزی دپیل نه دا دود تر یوه ټاکلی بریده په ماتیدو شو . ډیری ښوونځی پرانیستل شوی ، نجونو او هلکانو زده کړی ته مخه کړه ، دپوهنتونو شمیر زیات او ان دهیواد په تاریخ کی د لومړی ځل دپاره د ازاد بازار تر اغیز لاندی خصوصی ښوونځی او پوهنتونونه منځته راغلل .درسنیو ټولو شکلو هم په بیساری توګه پرمختیایی بهیر خپل کړ، مګر پدی پرمختیا کی د تیر تفریط انتقام دافراط په توره واخیستل شو . ددی خبری نه می موخه داده چی که پخوا دقلم او بیان پر دروازه د ټوپک مهر لګیدلی وو ، خو دا ځل د په اصطلاح نوی دموکراسی تر چتر لاندی ځینو رسنیو د دودیزی ټولنی هغه مثبت نورمونه او منل شوی دودونه چی باید په خوندی توګه ساتل شوی او پر بنسټ یی ځوان نسل د مثبتی فرهنګی ودی په لور روزل شوی وای ، هم تر پښو لاندی کړل . لنډه داچی داځل د دموکراسی اړین پرنسیپی نورمونه تر ډیره بریده د انارشۍ په جال کی کښیوتل .
پدی توګه دی ډول افراط او تفریط د ځوانوفرهنګیانو څخه لاره ورکه او دداسی ستونزو سره یی لاس او ګریوان کړل چی خلاصون یی ورنه و نه ستړی کیدونکو هلو ځلو ته اړتیا لری . رسنیز انارشیزم دلته د دوو لاملو پربنسټ وده ومونده : لومړی داچی پر ژبه او قلم باندی د اوږدو کلونو لګیدلی مهرونه په یوه دم سره په ډیره بیړه مات شول اورسنیو دزړو عقدو د ماتولو په موخه بیله دی چی حاکم دودیز ذهنیت په پام کی ونیسی ، په اصطلاح فرهنګی خپلسری یی پیل کړه . دویم داچی ددی حالت نه د وطن دښمنانو ګټه پورته او خپلی ګمارل شوی رسنۍ یی منځته راوستلی او دهیواد دملی ګټو پرضد یی په کار واچولی . د مرکزی حاکمیت دستنو دنړدیو په هیله پدی لاره کی ګمارل شوی رسنۍ دومره ژوری ولاړی چی د ملی یووالی دسستولو په موخه یی ومحلی ، ژبنی ، قومی او حتی مذهبی توپیرونو ته لمن ووهل او لا یی هم دچارواکو سره دمخ نیولو توان نشته .
لدی نه پرته ددی بهیر ځینی نوری ستونزی چی ځوان فرهنګیان باید پام ورته واړوی ، په لاندی ډول دیادولو وړ بولم :
۱ – فرهنګی یرغلونه : داهغه یرغل ته ورته یو کار دی چی په اتلسمه او نونسمه پیړیوکی استعماری یرغلګرو پدی نامه چی وروسته پاتو اولسونو ته تمدن راولی او د بربریت نه یی ژغوری ، وسله وال یرغلونه یی ورباندی کول او هیوادونه یی یو په بل پسی کیزه کول . نن مهال فرهنګی یرغلونه د پانګی په مټ دخپلو رانیول شوو په اصطلاح فرهنګیانو دقلم دلاری ترسره کیږی . پدی هیڅ شک نشته چی د ګلوبالیزیشن دبهیر طبعی پرمختګ د اولسونو تر منځ د ګډ کلتور دپاره لاره پرانیزی ، خو هغه شی چی پدی پروسه کی باید په پام کی ونیول شی ، هغه دهر اولس د کلتور دمثبتو توکو وده اوپرمختیا ده ، نه دهغه نفی کول او پرځای یی د پردی فرهنګ وغوړیدلو او پراخیدلو ته ملا تړل . فرهنګی یرغل په افغانستان غوندی هیوادونو کی تر ټولو زیات د صوتی او چاپی رسنیو د لاری ښه تر سره کیږی . دا کار تر ډیره بریده پخپله دهمهغه هیواد دقلموالو په مټ سرته رسوی . دا ګړی په افغانستان کی دایران فرهنګی یرغل ترټولو نورو ډیر اغیزمن تمامیدلای شی ، دا ځکه چی د ژبی نژدیوالی پدی اړه لوی رول لوبوی . ځینی قلموال پدی یرغل کی دخپلی برخی اخیستلو لامل زموږ دملی ژبو وروسته پاته والی او دچاپی اړینو اثارو کمښت بولی . داسی دلایل بیله تشی بهانی بل څه ندی . زموږ خپله دری ژبه تر ضروری کچی وده موندلی او دمولانا جلال الدین بلخی د اثارو پشان ارزښت لرونکی خزانی لری . پښتو ژبه چی دپیړیو په اوږدو کی حاکمانو له یاده ایستلی وه ، دنیکه مرغه پدی وروستیو پنځو شپږو لسیزو کی د یوی اکاډ می په توګه دپښتو ټولنی د تاسیس وروسته ددی ژبی د ادب په اسمان کی داسی ستوری را وځلیدل لکه عبدالحی حبیبی ، عبدالروف بینوا ، ګل باچاالفت ، رښتین ، صدیق روهی ، شکور رشاد او نور ډیر چی دی ژبی ته یی بیساری خدمت کړی او د ویاړ تر کچی یی وده ورکړیده . د پوهاند حبیبی په مټ د ( پټی خزانی ) کتاب موندل د پښتوادب تاریخی ریښی تر هغه څه چی فکر کیده ډیری اوږدی وښودی او شهرت یی په نړیواله کچه ورجګ کړ . په ډیروخارجی هیوادو کی هم ددی ژبی د زده کړی دپاره د لوړو زده کړو په موسیسو کی ځانګړی څانګی پرانیستلی شوی چی د دوکتورا تر ډګری پوری یی دیپلومونه ورکول . ددی کار پایله داشوه چی په بهر کی دافغانستان پیژندونکو تر منځ دپښتو ژبی داسی پوهان و روزل شول لکه په روسیه کی استاد دووریانکوف ، لیبیدیف ، ګیراسیموه اوهمدارنګه په یو شمیر نورو هیوادونو کی ورته کسان . دا بریالیتوبونه خو بیله شکه دستاینی وړ دی ، مګر کافی ندی ځکه چی لا ترواسه د پښتو ژبی بیلابیل اړخونه نیمګړی پاته دی او لا ډیرو څیړنو او ودی ته اړتیالری . ددغو نیمګړتیاوو سره سره بیاهم پښتو ژبه دی ته اړتیا نلری چی د پردیو وفرهنګی یرغل ته غاړه کښیږدی . فرهنګی یرغل یی نه یوازی نیمګړتیا ورپوره کولای نشی بلکه دتل دپاره یی د ودی لاره وربندوی ، دا ځکه چی دا ژبه لا تر اوسه ډیره زیان منونکی ده . د ځوانو فرهنګیانو یوه دنده داده چی زموږ ملی ژب پښتو او دری دواړی ددغو یرغلونو په وړاندی خوندی وساتی . ښکاره خبره ده چی پدی لاره کی مقاومت و ټوپک او باروتو ته ډیره اړتیا نلری او یوازی د قلم توره ده چی دا ژغورل او خوندی کول یی له وسه پوره دی .
۲ – دپښتو ژبی معیاری کول : اوس چی پښتو ژبه د یو شمیر وتلو چوپړیانو په مټ دنظم اونثر په دواړو برخو کی نه یوازی دهیواد په کچه مخته ولاړه ، بلکه دانترنیټ تر نړیواله کوره یی ځانته لاره پرانیستی ده ، دا یوه ځند نه منونکی بیړنی اړتیا ده چی باید ومعیاری کولو ته یی پښی لوڅی شی . که داکار ونه شی نوهیځکله به هم د انترنیټ داسانتیاوو څخه بشپړه ګټه پورته نکړی ځکه چی انترنیټ د یوه لوی اولس دپاره یوازی دمعیار په ژبه اسانتیاوی وړاندی کولای شی نه دسیمه ایزو لهجو په ژبه . زما په اند د مخ پر ودی نسل او ځوانو فرهنګیانو په مخکی داتر ټولولویه ستونزه ده چی باید د حل لاره ورته ومومی . داځکه چی :
الف ـ تر اوسه پوری لا ددغه کار د پاره په هیواد کی دمسؤلو بنسټونو لخوا یو منظم پلان اویوه ټاکلی ستراتیژی تر لاس لاندی نیول شوی نده . ب – هغه هڅی چی یو شمیر د اړوندو چارو پوهان یی پدی لاره ترسره کوی ، هغوی داکار د یوبل سره په تړاو کی په منظم ډول پرمخ نه بیایی چی کله ناکله د یو بل سره په ټکر کی هم راځی . ج – تر ټولو خولا بده داده چی زموږ دغو محترمو او درنو پوهانو دپښتو ژبی دمعیار پرسر خبره و ناندریو او ان شخړو ته رسولی او ددی پر ځای چی یو دبل نیمګړتیا ور پوره کړی ، دوی یودبل دهلو ځلو مخه نیسی . زما په اند داکار نه یوازی پښتو تر معیاره نه رسوی بلکه ځوان فرهنګیان له دا ډول معیار نه بیزاره کوی او په پایله کی به یی پښتو د ډیر نورو کلونو دپاره دسیمه ایزو لهجو په بند کی ګیر پاته شی . د همدی لامله اړینه ده چی ځوان فرهنګیان له درنو مشر پوهانو څخه د ژبی دمعیارولو لاری زده کړی ، مګر دلانجو او ناندریو دود ورنه په میراث کی وانخلی چی دا نه د پښتو په ګټه ده او نه هم دفرهنګی چارو .
۳ – رسنیزه انارشی : دخوښی ځای دی چی په داوږده کلن بند کی دقلم تر خلاصون وروسته اوس په هیواد دننه کی میډیا او هم له هغه نه بهر د افغانی رسنیو ټول شکلونه ورځ تربلی دپراخیدو په لور چټک ګامونه اخلی او قلموالو ته یو په بل پسی نوی او اسانه لاسرسی برابروی . دا کار که دیوی خوا په ځوان نسل کی د فرهنګی احساس رګونه راتخنوی او دپرګنوسره د اړیکو پل ورته جوړوی خو دبل بدمرغه لوری نه یو لړ داسی ټولنیزی ستونزی را زیږوی چی دوخت په تیریدوسره به یی حلول سخت وی . ددی ستونزو لامل دادی چی زموږ په هیواد کی بیله دی چی د ټولنیز ذهنیت طبعی او تدریجی وده په پام کی ونیول شی ، یو دم دفیودالی وروسته پات ټولنی دحاکم ذهنیت په شرایطو کی د پرمختللی اروپایی دموکراسی شعار پورته او دهمدغه شعارسره سم دبیان ازادی رسمی بڼه یی خپله کړه . داچی د یوه پلوه ، نه د رسنیو چلونکو او نه هم قلموالو پدی کار کی اړینه تجربه درلوده او له بلی خوا دیو شمیر قلموالو تنګ نظریو او همدارنګه فرصت طلبو کورنی اوبهرنی کړیو لدی فرصت نه ګټه پورته او خپلسری یی پیل کړه . په جنګ کی د راشکیل هیواد په دننه کی رسنی د قانون تر چتر لاندی قانون تر پښو لاندی کوی او بهر کی یی دقانونی نورمومو نشتوالی دوی ته دافرصت پلاس ورکوی چی نه یوازی قانونی نورمونه ترپښو لاندی کړی بلکه د افغانی ټولنی پر اخلاقی غوره نورمونو باندی هم ناړی تو کړی . پدی توګه دوی برسیره پردی چی هر ډول توپیرونو ته لمن وهی ، د وطن ملی شخصیتونو ، ملی ویاړونو او تاریخی افتخارونوته هم سپکاوی کوی . یو شمیر افغانی سایټونه سر تر پایه پدغه چټل ډنډ کی غوټی وهی او تر اوسه دفشار داسی نورمونه چی ددوی ددغه کار مخنیوی وکړی ، شتون نلری . د رسنیو بله نیمګړتیا داده چی لا تر اوسه پوری دوی د ټاکلو دندو دپاره اختصاصی شوی ندی . ډیر سایټونه او نوری رسنی دنشراتو ځانګړی لار او یوه ټاکلی ستراتیژی نلری او پدی توګه سړی نه پوهیږی چی دڅه ډول موضوعګانو پخاطر کوم سایت پرانیزی او یا کومی بلی رسنی ته مخه کړی . داکار هم د ځوانو فرهنګیانو څخه لاره ورکه کوی او داچی ددغو فرهنګیانو ډیری مسلکی او حرفوی کسان ندی او په نورو دندو لګیا دی ، ځکه نو په دی کار سره یی ډیر وخت هم ضایع کیږی .
د لوړو یادو شوو ستونزو برسیره نوری هم ډیری شته چی داګړی یی شمیرل ددی لنډیز له زغم نه خارجیږی . لنډه دا چی داټول هغه څه دی چی دځوانو فرهنګیانو د ودی لاری یی ورته پیچلی کړی دی او حلول یی ډیری نه ستړی کیدونکی هلی ځلی ورنه غواړی چی باید په موخه یی لیڅی راونغاړی .زما په اند که ځوانی رسنی خپلی دندی دملی ګټو په پام کی نیولو سره سمبالی او قلموالان دهمدغو ګټو پربنسټ قلم وچلوی ، د ځوانو فرهنګیانو د اړین پرمختګ دپاره لا امیدونه ناهیلی شوی ندی .
ـ ددوی دبریالیتوب په هیله !