کور / تازه خبرونه / خوست: د څو تنو د وژني په هکله مظاهره سوې ده

خوست: د څو تنو د وژني په هکله مظاهره سوې ده

د خوست چارواکي وايي وروسته له هغه چي امريکايي ځواکونو څو تنه وسله وال په يوه بريد کي ووژل، د سيمي خلګو احتجاجي مظاهره شروع کړې ده.
د خوست چارواکي وايي امريکايي الوتکو وروسته له هغه دغه کسان ووژل چي د دوى پر څرخکو يې ډزي وکړې، او وايي دغه کسان وسله وال طالبان وو.
خو احتجاج کوونکو آزادۍ راډيو ته ويلي چي دغه کسان وسله وال طالبان نه، بلکي دولت پلوه اربکي وو.