کور / راپور / د نړۍ هېنداره بشپړه شوه

د نړۍ هېنداره بشپړه شوه

 
(اسيا)، (افريقا)، (استراليا)، (اروپا) او (امريكا) د هغه پنځو كتابونو نومونه دي چې (د نړۍ هېنداره) په سلسله كې خپاره شوي دي. (د نړۍ هېنداره) هغه دايره المعارفګوټى دى چې ښاغلي احسان الله ارينزي يې ليكلو ته ملا تړلې او غوښتل يې چې په پنځو يا شپږو ټوكونو كې يې بشپړ كړي. د دې دايره المعارفګوټي پنځه ټوكونه د اسيا، افريقا، استراليا، اروپا او امريكا د لويو وچو په هكله په پېښور كې د ساپي د پښتو څېړنو د پراختيا د دفتر له خوا د الا ذهر د خپروندويه دفتر په مرسته خپاره شوي دي چې په دې ليكنه كې به خبرې پرې وكړو.
لومړى- اسيا :
دغه كتاب 823 مخونه لري او د اسيا په لويه وچه سربېره 51 اسيايي هېوادونه، د انګليسي الفبې په ترتيب پكې معرفي شوي دي. په دې معرفي كې د هر هېواد پيژندنه داسې شوې ده :
په طبيعي جغرافيه كې د نامه لنډيز ،Data code نړيوال، رسمي، پخواني او سيمه ييز نومونه، جغرافيايي موقعيت، پراخوالى په Km² او ميل مربع، د قلمرو وچه او اوبه، څلور خواوې او له ګاونډيو هېوادونو يا اوبو سره د پولو كيلومتري اوږدوالى، لوى غرونه، جګې څوكې، غټ سيندونه، اقليم او په پاى كې د هر هېواد نورې جغرافيايي ځانګړتياوې. په سياسي جغرافيه كې پايتخت او نفوس يې، د هېواد ټول نفوس، د نفوسو ګڼوالى Density ښاري او كليوال نفوس، د نفوسو سني وېش، د جنسيت تناسب Sex ratio، ، په 1000 زېږېدلو ماشومانو كې د مړينې كلنى اندازه، د نفوسو كلنى ډېرښت، د عمر منځنى اوږدوالى، په 1000 ښځو كې د زېږېدلو ماشومانو شمېر، د هېواد اداري وېش، لوى ښارونه، حكومت (اساسي قانون، جمهور رييس، لومړى وزير، پارلمان او قضائيه قوه)، سياسي ګوندونه او د هغوى اوسني مشران، د سياسي فشار ډلې، نژاد، دين او مذهب، ژبه، ليكدود، د خپلواكۍ روځ، په UN او نورو نړيوالو ټولنو كې غړيتوب او په پاى كې ملي بيرغ.
د هېوادونو د اقتصادي جغرافيې په سر كې لومړى د هر هېواد پر عمومي اقتصادي وضع يو ځغلند نظر اچول شوى دى. له دې تحليلي بحث څخه وروسته دا عناوين تر سترګو كېږي: غير خالص كورنى توليد، د غير خالص كورني توليد كلنۍ وده، د غير خالص كورني توليد سكتوري جوړښت، د سړي سر كلني عايد، د انفلاسيون اندازه، د كار قوت (د شمېر او سكتورونو په حساب)، وزګارتيا بودجه (د عوايدو او لګښتونو په تفكيك)، صنعتي توليدات، د صنعتي توليداتو كلنۍ وده، د برېښنا توليد او منابع يې، كرنه، څاروي، ځنګلونه، توريزم (سياحت)، غټ كانونه، صادرات او واردات (د ټولې بيې، اقلامو او غټو تجارتي شريكانو په تفكيك)، بهرني پورونه، بهرني مرستې، ترانسپورت (د اورګاډو، لويو لارو، لويو او كوچنيو نقليه وسايطو، د تېلو او ګازو د نل ليكو، تجارتي بېړيو او الوتكو په تفكيك)، د پيسو واحد او له امريكايي ډالر سره د هغه انډول، مالي كال، وزني سيستم، مخابرات (د كورنيو او بهرنيو ارتباطاتو په تفكيك)، د راډيويي او ټلويزيوني خپرونو مركزونه او د هر هېواد د ټولنيزې او اقتصادي پرمختيا په هكله ارقام لكه د باسوادانو سلواله، زده كړه، عامه روغتيا، مطبوعات، خپرونې او داسې نور.
له دې وروسته د هر هېواد د نړيوالو لانجو ذكر راغلى او بيا د مخدره موادو په كرنه، پروسس، تجارت او ترانزيت كې د دغه هېواد په ونډه باندې خبرې شوي دي. دلته دا خبره د يادولو وړ ده چې ښايي ځينې هېوادونه له خپلو ګاونډيانو يا ليرې هېوادونو سره د ملكيتونو، سمندري حدودو او پولو د ټاكلو په سر لانجه ولري او ځينې نور بيا دا ستونزې و نه لري او يا د مخدره موادو په كاروبار ورګډ وي او يا نه وي.
په پاى كې د هر هېواد د تاريخ برخه رارسېږأي. د كتاب مولف د كتاب په سريزه كې ليكلي دي چې نه غواړي د هر هېواد ډېر لرغونى تاريخ را وسپړي، بلكې غواړي چې د هېوادونو معاصر تاريخ او روانې پېښې را واخلي او بس.
هغه هېوادونه چې د نړۍ د هېندارې په دغه لومړني ټوك كې پيژندل شوي دي دا دى: اذربايجان، اردن، ارمنستان، ازبكستان، اسرائيل، افغانستان، امارات (عربي متحده)، اندونيزيا، ايران، بحرين، برما، بروناى، بنګله دېش، بوتان، پاكستان، تاجكستان، تايلند، تركمنستان، تايوان، چين، جاپان، سريلانكا، سنګاپور، سوريه، عراق، عربستان (سعودي)، عمان، فليپين، فلسطين، قبرس، قرغزستان، قزاقستان، قطر، كوريا (شمالي)، كوريا (جنوبي)، كمبوديا، كويټ، ګرجستان، لاوس، لبنان، ماليزيا، مالديپ، منګوليا (مغلستان)، نيپال، ويتنام، هانكانګ (د چين د يوې برخې په توګه)، هندوستان او يمن.
ښاغلي ليكوال د دغه كتاب د تاليف له پاره له 92 اخځونو څخه كار اخستى چې ټول د كتاب د اصلي متن په پاى كې په ترتيب سره راغلي دي. په دې اخځونو كې د كابل پوهنتون د محصلينو مونوګرافونه، د ايران او نورو هېوادونو چاپ كتابونه او د انترنت معلومات د يادولو وړ دي. د (اسيا) د كتاب د لومړي چاپ په پاى كې يو نومليك يا يو كمكى قاموس راغلى چې د كتاب 80 مخونه يې نيولي دي. په دې نومليك كې له هغه لوستونكو سره د مرستې له پاره چې ښايي د ځينو كلماتو د مانا په برخه كې ستونزې ولري د نژدې 200 اصلاحاتو (لكه ټاپو، ټاپووزمه، سمندر، طول البلد، عرض البلد او نور) پيژندګلوي راغلې ده.
ناويلې دې نه وي پاتې، دا كتاب چې د لومړي ځل له پاره په كال 2000 (1379 هـ ش) كې چاپ شوي و، په كال 2003 (1382 هـ ش) كې د دويم ځل له پاره بيا خپور شو. د كتاب په دويم ځل خپرېدنګ كې يو بل وړوكى قاموس هم پكې زيات شوى دى چې د نړيوالو ټولنو د پيژند ګلوۍ په هكله په زړه پورې معلومات لري. په دې قاموس كې ډېرې نړيوالې او سيمه ييزه ټولنې راغلي دي لكه UN او د هغه ټولې ځانګړې څانګې، د عربو اتحاديه، د اسيا پاسفيك د اقتصادي مرستو ډله، د لاتينې امريكې د يووالي ټولنه، د اروپا د امنيت او همكارۍ شورى، انمرسات، د جنوبي افريقا ګمركي اتحاديه او 50 داسې نورې ورته ټولنې.
دويم افريقا:
د نړۍ د هېندارې دويم كتاب د افريقا تر نامه لاندې په كال 2001 (1381 هـ ش) كې په پېښور كې چاپ شوي دي.
دغه كتاب د افغانستان د علومو د اكاډمۍ د پښتو څېړنو د نړيوال مركز د عملي منشي ښاغلي نصرالله منګل په سريزه پيل شوى، ورپسې د كتاب د ښاغلي مولف سريزه راغلې چې په هغې كې يې د دغه دايره المعارفګوټي د ليكلو د تاريخچې او خپلو راتلونكو پلانونو په هكله خبرې كړي دي. د مولف له دې سريزې وروسته د افريقا د لويې وچې پيژندګلوي راغلې او بيا د افريقا ټول هېوادونه په وار سره، كټ-مټ د كتاب د لومړي ټوك د متودولوژئ له مخې معرفي شوي دي :
اريتريا، استوايي ګيني، الجزاير، انګولا، ايتوپيا، بوتسوانا، بوركينافاسو، بوروندي، بينين، تانزانيا، توګو، تونس، جنوبي افريقا، جيپوتي، چاد، د عاج ساحل، سوازيلند، سودان، سوماليا، سيراليون، سيشلز، صحرا (د-ج)، كامرون، كانګو (كينشاسا يا پخواني زاير)، كانګو (برازاويل يا د كانګو دېموكراتيك جمهوريت)، كومورو، كيپ وردي، كينيا، ګابون، ګانا، ګمبيا، ګيني، ګيني بيساو، لايبيريا، ليبيا، ليسوتو، مركزي افريقا، مالي، مدغاسكر، مراكش، ملاوي، مصر، موريتانيا، موريشيز، موزمبيق، ناميبيا، نايجير، نايجيريا او يوګندا.
د كتاب مولف ښاغلي ارينزي د افريقا د كتاب د ليكلو له پاره له 65 دري، پښتو او انګليسي اخځونو څخه كار اخيستى دى. د دغه كتاب په پاى كې هم هغه دوه نومليكونه راغلي چې د اسيا د ټوك دويم چاپ په پاى كې راغلي دي. له هغه ځايه چې د دې كتاب له پاره غوښتنه أېره وه، نو د ساپي دفتر د الاذهر د خپرندويه ټولنې په مرسته دغه كتاب په  2005 (1384 هـ.ش) كې بيا چاپ كړ.
درېيم- استراليا:
د نړۍ د هېندارې دريم ټوك د استراليا (اوقيانوسيه) تر نامه لاندې په كال 2003( 1382 هـ ش) بيا هم په پېښور كې د ساپي د پښتو څېړنو او پراختيا د دفتر له خوا خپور شوى دى.
د استراليا د كتاب په پيل كې د مولف پر سريزه سربېره، د نړۍ د ټولو خپلواكه هېوادونو او د نړۍ د ناخپلواكه سيمو جدولونه راغلي دي. په دغه جدولونو كې د هر خپلواكه هېواد يا ناخپلواكه سيمې موقعيت (په نړۍ كې)، د پايتخت يا مركز نوم، د نامه لنډيز او په UN كې غړيتوب يا نه غړيتوب راغلى او بيا د كتاب متن پيل كېږي چې د استراليا يا اوقيانوسيه د لويې وچې يا قارې دغه هېوادونه په وار سره پكې معرفي شوي دي. لويه وچه، د استراليا هېواد، فيجي، كريباتي، مارشال، ميكرونيزيا، ناورو، نوى زيلند، پالوو، پاپوانيوګيني، ساموا، سليمان، تونګا، تووالو او وانواتو.
د دغه كتاب د تاليف له پاره له 51 معتبرو اخځونو كار اخستل شوى او كتاب ټول 396 مخونه لري. په دغه 396 مخونو كې هغه دوه قاموس ګوټي هم راغلي دي چې د افريقا د ټوك په پاى كې راغلي وو.
څلورم- اروپا:
د نړۍ د هېندارې د ستر كتاب څلورم ټوك (اروپا) نومېږي چې په كال 2005 (1384 هـ-ش) كې په پېښور كې د ساپي د پښتو څېړنو او پراختيا د دفتر له خوا خپور شوى دى. د دغه كتاب ښايست او د چاپ ښه والى دا څرګندوي چې د كتابونو د خپرېدنګ په چاره كې د ساپي د دفتر د همكارانو تجربه ډېره شوې او په دې پوهېدلى چې كتاب بايد د منځپانګې د ښكلا اوبډاينې په څنګ كې ظاهري او چاپي ښايست هم ولري.
د اروپا د كتاب په پيل كې لومړى د مولف سريزه راغلې ده. دغه سريزه لس پاڼې لري او مولف پكې د دغه كتاب په هكله خپلې ضروري خبرې كړي او لوستونكو ته يې زيرى وركړى دى چې ژر به د دغه دايره المعارفګوټي پنځم ټوك (امريكا) هم د ښاغلو لوستونكو لاس ته ورسېږي. د اروپا په كتاب كې د ليكوال له سريزې څخه وروسته د نړۍ د ټولو خپلواكه هېوادونو او نا خپلواكه سيمو جدولونه راغلي دي. له دې وروسته لومړى د اروپا لويه وچه او بيا د دغه قارې 44 هېوادونه پيژندل شوي دي. د اروپا دغه 44 هېوادونه دا دي:
البانيا، اندورا، استريا (اتريش)، بېلاروس (سپينه روسيه)، بلجيم (بلژيك)، بوسنيا او هرزګوينا، بلغاريا، كروشيا، چك، ډنمارك، استونيا، فنلند، فرانسه، جرمني (المان)، يونان، هنګري (مجارستان)، ايسلند، ايرلند، ايتاليا، لاتويا، ليختن اشتاين، لېتوانيا، لوكزامبورګ، مقدونيه، مالتا، مالدووا، موناكو، نيدرلند (هالند)، ناروې، پولند (لهستان)، پرتګال، رومانيا، روسيه، سان مارينو، صربيا او مونتينګرو (يوګوسلاويا)، سلواكيا، سلوانيا، اسپانيا، سويډن، سويس (سويتزرلند)، تركيه، اوكراين، انګلستان او واتيكان.
د نړۍ د هېندارې د دايره المعارفګوټي دغه ټوك (اروپا) 882 پاڼې لري او د ليكلو له پاره يې له 42 معتبرو اخځونو څخه استفاده شوې ده.

پنځم_ امريكا:
د نړۍ د هېندارې د ستر كتاب پنځم ټوك (امريكا) نومېږي  چې د 2006 په سپتمبر (1385 هـ. ش) كې چاپ شوى دى. دغه كتاب د ظاهري ښكلا او نفاست له مخې د اروپا ټوك ته ورته دى او دا د كتاب د چاپ په برخه كې د ساپي د پښتو څېړنو او پراختيا له مركز سره د الاذهر د خپرندويه ټولنې د فني _ تخنيكي مرستو ښه بېلګه بلل كېداى شي.
د امريكا د كتاب په پيل كې له فهرست څخه د كتاب ډالۍ راغلې ده. د كتاب مولف خپل دغه كتاب د افغانستان دوو سترو پوهانو او څېړونكو عبدالحى حبيبى او عبدالشكور رشاد سپېڅلو ارواوو ته ډالۍ كړى دى. هغه دوه نوميالي چې خپل ټول شريف عمرونه يې د پوهې، څېړنو او علمي فعاليتونو د خپراوي او پياوړتيا له پاره وقف كړي وو.
له دې وروسته د نړۍ د خپلواكه هېوادونو او نا خپلواكه سيمو جدولونه، بيا د امريكا د لويې وچې پېژندګلوي او ورپسې د دغه لويې وچې د ټولو هېوادونو په هكله معلومات راغلي دي.
د امريكا د لويې وچې دغه 35 هېوادونه د الفبې په ترتيب دا دي: انتيګوا او باربودا، ارجنتاين، بهما، باربادوس، بوليويا، بيليز، برازيل، كاناډا، چيلي، كولمبيا، كوستاريكا، كيوبا، دومينيكا، دومينيكن، اكوادور، السلوادور، گرواندا، ګواتيمالا، ګويانا، هايتي، هاندوراس، جميكا، مكسيكو، نيكاراګوا، پانامه، پاراګواى، پيرو، سنت كتس او ناويس، سنت لوسسيا، سنت وسنت او ګرينادينز، سورينام، ترينيداد او توباګو، د امريكا متحده ايالات، يوروګواى او ونزويلا.
د نړۍ د هېندارې د دايره المعارفګوټي دغه ټوك، 738 مخونه لري او په ليكلو كې يې له 24 اخځونو څخه كار اخستل شوى دى.
 اوس راځو د دغه څلورو واړو كتابونو پر ګټور توب باندې لنډې خبرې كوو: په افغاني مطبوعاتو كې د نړۍ د هېوادونو د پيژندګلوئ (طبيعي، سياسي، بشري، اقتصادي او تاريخي جغرافيه) د كوچني يا غټ او تفصيلي كتاب ځاى چې ښاغلى ارينزى يې دايره المعارفګوټى بولي، په ريښتيا تش و او دا هغه لومړنى كتاب دى چې په پښتو ژبه د نړۍ د ټولو هېوادونو د پيژندګلوئ په هكله ليكل شوى دى. كتاب ټول له ارقامو ډك دى او په داسې ساده ژبه ليكل شوى دى چې پر پښتو سربېره نور افغاني وروڼه هم استفاده ورځنې كولاى شي.
په كتاب كې د خلكو، ځايونو، ګوندونو او نورو مهمو نومونو تر څنګ د هغې انګليسي كلمې يا جملې هم راغلي دي له لوستونكو سره د كتاب د لوستلو په وخت كې د سم تلفظ په برخه كې مرسته شوي وي. سربېره پردې په كتاب كې د هېوادونو نقشې او ملي بيرغونه هم راغلي دي. كه څه هم چې د چاپ د لګښت د كمولو له پاره نقشې تورې او سپينې چاپ شوې خو ملي بيرغونه په خپلو همغه اصلي رنګونو چاپ شوي دي.
د نړۍ د هېندارې د دغه پنځو ټوكونو معلومات زموږ د ښوونځيو د جغرافيې د ښوونكو، زده كوونكو، د پوهنتونونو د محصلينو، ژورناليستانو او د عمومي معلوماتو د ليوالو له پاره هرو مرو په زړه پورې دي. كه څوك د يوه هېواد د طبيعي جغرافيې په هكله معلومات غواړي، كه څوك د كوم هېواد د نفوسو او يا د نفوسو د جوړښت په هكله څه پوهېدل غواړي، كه څوك د كوم هېواد د حكومت يا سياسي ګوندونو يا پارلمان په هكله څه معلوماتو ته اړتيا ولري، همدا راز كه څوك د كوم هېواد د اقتصاد يا تاريخ په هكله څه غواړي نو ټول په دغه كتابونو كې پيدا كولاى شي. د كتاب ډيرى شمېرنې نوې دي او په همدغه وروستنيو كلونو پورې اړه لري.
د كتاب اخځونه چې د هر ټوك په پاى كې راغلي خورا د ډاډ وړ دي. دا اخځونه كتابونه، دايره المعارفونه، مجلې، اخبارونه، د كمپيوټر سي ډي ګانې CDs او د انترنت پاڼې دي. دلته دا خبره د يادولو  وړ ده چې د نړۍ د هېندارې په خپرولو سره نه يوازې دا چې د كابل كالنۍ نشراتي عنعنه ژوندۍ وساتل شوه بلكې د هغې څخه په لوړ كيفيت او د معاصرو تخنيكي او عملي امكاناتو څخه په استفادې سره د نړۍ د ټولو خپلواكه او نا خپلواكه هېوادونو، هېوادګيو او سيمو عمومي او انسايكلوپيږيك معلومات په نوي او عالي علمي بڼه د هېواد د فرهنګ مينانو ته وړاندې شول.
ناويلي دې نه وي پاته چې د كتاب ښاغلي مولف د (اسيا)، (افريقا)، (استراليا)، (اروپا) او (امريكا) د ټوكونو په هره سريزه كې له ښاغلو لوستونكو او فرهنګيانو څخه په كلكه هيله كړې ده ده چې له ده سره د دې دايره المعارفګوټي په بشپړولو كې مرسته وكړي او مشورې دې وركړي. نه پوهېږم چې ښاغلو لوستونكو او كره كتونكو به دا كار كړئ وي كه نه؟. ليكوالو او مولفينو ته د مشورو وركول او د دوى به كارونو باندې علمي كره كتنې، له هغوى سره مرسته كوي چې د خپل كار نيمګړتياوې له مينځه ويسي او داسې اثار خپاره كړي چې ټول پرې وپوهېږي.
ناويلې دې پاتې نه وي چې د نړۍ د هېندارې درې كتابونه (اسيا)، (افريقا) او (استراليا) د دويم ځل له پاره هم چاپ شوى دى او داسې ښكاري چې څلورم ټوك (اروپا) يې د بيا چاپ په درشل كې دى او دا په افغانستان كې ډېر لږ داسې پېښېږي چې يو كتاب دې له چاپه يو كال وروسته بيا چاپ شي.
په پاى كې به دا ټكى نه هيروو چې د نړۍ هېنداره واقعاً يو په زړه پورې او ارزښتمن اثر دى چې د پاڼو د شمېر له پلوه په پښتو كې بې مثاله كتاب دى او د متن له پلوه هم د ډېرو خلكو له پاره ګټور دى، خو دا كتاب ژر ژړېږي. په دې مانا چې د نړۍ د هېوادونو په دموګرافي كې بدلون  راځي، حكومتونه اوړي را اوړي، په اقتصادي ارقامو كې زياتوالى يا كموالى راځي او لنډه دا چې د هېوادونو پېژندګلوي په يو حال نه پاته كېږي او  بدلونونه پكې راځي.
له همدې امله په كار ده چې ښاغلى مولف مټې به وهي او دا كتابونه د نويو ارقامو او معلوماتو په رڼا كې له سره وليكي او د افغانستان مطالعې ته ليوالو ځوانانو ته د لوستننې ښه معلومات په مخ كې كېږدي.