د ۲۰۱۰ م کال د اکتوبر ۶ مه
د سي بي ايس خبري او ټلوېزوني شبکه
CBS – Columbia Broadcasting System
زموږ په زمانه کي د رسنيو تنوع او د هغوی قدرتمنده اثر ددي دوران د اهمو ځانګړتياوو څخه ده . دغه رسنۍ نن د انساني ژوند په ټولو برخو کي ځان ښکاره کوی او په ډېره آساني سره څوک کولای د خبرو او اطلاعاتو حضور دخپل شخصي ژوند څخه رانيولې بيا تر ملي او بین المللي عرصو پوري په ټولو خواوو کي وويني . د رسنيو دا شاني قدرتمنده تأثيرات نن ددې باعث ګرځېدلي دي چي خبري او اطلاعاتي نهادونه د غربي دولتو او لويو سرمايه دارانو په لاس کي ولويږي او د هغه څخه د ګټي د يوې قدرتمندي وسلې او وسيلې په توګه د ولسو د اغفال او د هيوادو د هستيو دتر لاسه کولو پاره کارواخلي .
په امريکا کي نن دوه شيان دي چي ددې هيوادخلک يې د امريکايي ژوند په نامه تر خپل چتر لاندي را وستي دي، دغه دوه شیان يويې موټر او بل يې ټلوېزون بلل سوی دئ . ډله ييزي رسنۍ خاصتاً ټلوېزون د خلکو په ذهنيت کي داسي جادويي اثر پرېږدي چي دهغوی لوی خاوندان هر هغه څه چي غواړي هغه ايجادوي ، ځوانان او عام ولسونه په ځان پسې راکشوي په واقعيت کي نن دا ټلوېزون او ډله ييزي رسنۍ دي چي په امريکا کي خپل فرمان چلوي او د رنګارنګه اعلانو او برنامو په تکرار در تکرار سره هم ګټه کوي، هم و عامه ذهنيتو ته خپل د مطلب پيغام رسوي او هم فکر کوي د خپل ځان دوام او بقا يې ورباندي تضمين کړې ده . د مطبوعاتو دغه سهمناکه رسانه اي شبکې امريکايي ټولنه د يوې کلا غوندي په خپل دننه کي را کلا بندي کړې او نه پرېږدي د هغه څخه ځان را وباسي .
په امريکا کي دم درحاله پنځه عمده او تر ټولو مشهوري ټلوېزوني شبکې فعاليت کو ي چي د هغوی نشراتي خط د امريکا و عمومي ذهنيت او تفکر ته شکل ورکوي او د خپلي خوښي په لوري يې رهي کوي . دغه شبکې د سي اين اين (CNN) ، اين بي سي (NBC)، سي بي ايس (CBS)، اې بي سي(ABC) او فاکس نيوز ټلوېزوني (FOX NEWS) شبکې دي . پر دغو شبکو باندي چي دلويو سرمايه دارانو واکمني حاکمه ده په ظاهره د خپرونو شکل يې يوه او بل ته ورته والی نلري خو پر دغه مجموعې باندي يو واحد تفکر امر چلوي . دغه واحد تفکر ددې سبب کيږي چي په ډېر ظرافت او لوړ کيفيت سره د خپلي خوښي مفاهيم په مختلفو الفاظو او مختلفو اشکالو و خپل مخاطب ته و رسوي او يک په يکه يې ددې شبکو د لاري د هغه په ذهن کي ځاي کړي .
داسي خبري خو ډيري کيږي چي ګواکي په امريکا کي رسنۍ او د هغې جملې نه سي بي ايس خودمختاري دي ،خو مخکي تر دې چي د سي بي ايس ټلوېزوني شبکه و پېژندل سي، ضروري ده چي د رسنيو په تنظيم او سازماندهي کي د امريکا د ارتباطاتو د فډرال کميسیون يا (FCC) The Federal Communications Commission په اړه لږ شاني روښني واچول سي . د ياد سوي کميسيون د فعالیت وسعت او د امريکا د کانګرس لخوا د هغه څخه ملاتړ،دغه FCC يې د امريکا په يوه قدرتمنده نهاد باندي بدل کړی دئ . په واقعيت کي همدغه د امريکا د فډرال کميسيون دئ (FCC) چي په امريکاکي د رسنيو فعاليتونه همآهنګه کوي او هغوی ته سمت ورکوي .
د فډرال د ارتباطاتو کميسيون The Federal Communications Commission (FCC) په امريکا کي يو قدرتمنده دولتي نهاد دئ چي ويل کيږي مستقل کار کوي ! نوموړی کميسيون په امريکا کي د امريکا د ۱۹۳۴ کال د ارتباطاتو د قانون په اساس مينځته راغلی دئ . د کميسيون اصلي وظيفه د امريکا د ايالتي او نړۍ واله راډيويي، ټلوېزوني، ماهواره اي او کېبلي خپرونو سازماندهي او د هغوی پراړيکو باندي نظارت دئ .
د فډرال د ارتباطاتو کميسيون د پنځو غړو لخوا اداره کيږي چي د يوې پنځه کلنۍ دورې دپاره د امريکا د جمهور رئيس لخوا معرفي او د سنا د تائيد وروسته اجرائيوي قوت ته رسيږي . ددې کميسيون د پنځو غړو څخه يو نفر د ارشد غړي په حيث د امريکا د جمهور رئيس لخوا ټاکل کيږي . دغه کميسيون په خپل تشکيلاتي ساختار کي د سټراتيژيکو اهدافو د تعیین برنامې او د کلي سياستو د تحليل اداره هم لري . خو ويل کيږي په انټرنيټي خدماتو او په هغه پوري دتړلي ISPs په کار کي لاس وهنه نه کوي !
سي بي ايس (CBS)د متحده ايالاتو د رسنيو په حوزه کي تر ټولو پخوانی نوم دئ ، اکثراًداسي فکر کيږي چي سي بي ايس به يوازي ويوې خبري ټلوېزوني شبکې ته مختص نوم وي ،حال داچي سي بي ايس د رسنيو يوه خورا لويه مجموعه ده چي په هغه کي ډېر نور نهادونه فعاليت کوي . لکه د سي بي ايس د رسنيو شرکت (CBS Corporation)، د سي بي ايس ټلوېزوني شبکه (CBS Television Network)، د سي بي ايس ټلوېزوني سټېشنونه (CBS Television Stations)،د سي بي ايس ټلوېزوني سټډيو ګاني(CBS Television Studios (CTS))، د سي بي ايس بین المللي سټډيو ګاني (CBS Studios International)، دشو ټايم ټلوېزوني کانال (Showtime Networks, Inc)، د سي بي ايس د فلم جوړولو کمپنۍ (CBS Films, Inc.)، د سي بي ايس راډيو (CBS Radio, Inc.)او …. داسي نور .
د سي بي ايس ټلوېزوني شبکه په امريکا کي د لومړنيو ټلوېزوني شبکو څخه وه چي په رنګه شکل يې خپلي برنامې خپرې کړې . د دغي شبکې دغه اوسنی نوم د (CBS) د (Columbia Broadcasting System) څخه اخيستل سوی دئ . دغه کمپنۍ د لومړي ځل د پاره د ۱۹۲۷م کال د سپټامبر په ۲۸ مه خپلي را ډيويي خپروني شروع کړې، او وروسته يې د ۱۹۴۱ کال په جولای کي ټلوېزوني شبکه په کار واچوله . سي بي ايس د ويليم سامويل پالي (William Samuel Paley) تر لارښووني لاندي د امريکا تر ټولو لويه را ډيويي شبکه سوه چي را وروسته بيا د امريکا د درو مطرحو ټلوېزوني شبکو په کتار کي راغله . په ۱۹۷۲ کال کي وو چي دغه شبکې خپل اوږد نوم د ځانه څخه ايسته او يوازي د سي بي ايس (CBS) په نامه و پېژندل سوه .
و يليم ايس. کوهن ( William S. Cohen) چي د امريکا په کانګرس کي جمهوري غوښتونکی سناتور او د ۱۹۹۷ م کال څخه بيا تر ۲۰۰۱ پوري د امريکا د ډيموکراټ ګوند د جمهور رئيس بل کلينټن په کابینه کي د امريکا د دفاع وزير وو، نوموړی په ۲۰۰۳ کال کي د سي بي ايس په کمپنۍ کي د مديره هيئت دغړي په حيث و ګمارل سو . په سي بي ايس کي د نوموړي ځای پر ځای کېدل په دې شبکه کي تر ټولو مشهوره چهره وه چي دلته ټاکل سوی وو .
د (CBS) خبري برخي د يوې څو رسنيزه شرکت په نامه، د نورو رسنيو د فعاليتو سره د مقايسې وړ نه دي . يعني د سي بي ايس د فعاليتو اصلي توجه زياتره و فرهنګ جوړوني او د ټلوېزوني وجذابه سريالو او د بېلابېلو ټلوېزوني نمايشنامو و خپرېدو ته متمرکزه ده ، سي بي ايس د همدې لاري د امريکايي فرهنګ د لېږلو او خپرولو پروسې ته په نوي طريقو او نوي ظرفتيو سره سرعت ورکړی دئ .
په سي بي ايس کي د« ۲۴ ساعت « (24 Hours) او يا د«سي ايس آی نيويارک» (CSI NY)په نامه اوږدمهاله ټلوېزوني سريالونه دي چي حتی د کال په څو فصلوکي ليدونکي په خپل ځان پسې را کشوي، د سي بي ايس او د امريکا د نورو مهمو شبکو د برنامو جريان د هغوی د هدفمنده برنامو ښکارندويي کوي . د امريکا رسانه ای سیاستونه، درسنيو و لوړ قدرت ته پاملرنه ي او هغه مهم نقش چي په دې ورستيو کلو کي هغوی پيدا کړی دئ ، هري کمپنۍ ته لا مخکي تر مخي خپل مسؤليتونه ورته ټاکل سوي دي او پخپله مشخصه حوزه کي فعاليت کوي .
د روان کال (۲۰۱۰ ) په جولای کي د راسموس په نامه د ټول پوښتني يوې امريکايي مؤسسې د امريکا د خلکو څخه په ټليفون کي د امريکا د ټلوېزوني برنامو په هکله دغه پوښتنه کړې وه «چي ستاسو په نظر د امريکا د ټلوېزوني چينلو برنامې مناسبي دي که يا؟» په کلي توګه په سلو کي ۵۷ کسانو ټلوېزوني برنامې نامناسبه و ګڼلې، ۳۱ په سلوکي مناسب او په سلو کي ۱۲ تنو د نه پوهېږم ځواب ور کړی وو .
همدارنګه دغه پوښتنه يې هم کړې وه چي ستاسو په نظر د امريکا په ټلوېزوني برنامو کي د محتوی اصلي مشکل په څه شي کي پروت دئ ؟ په ځواب کي په سلو کي ۳۹ د خشونت او درندګيو څخه سر ټکولی وو، په سلو کي ۳۶ د جنسي مسائلو څخه ناخوښي څرګنده کړې وه او په سلو کي ۹ تنو د کفري محتوی بدعتونه يې په ټلویزوني خپرونو کي تر ټولو لوی مشکل ګڼلی وو.
مأخذونه :
زما خپل ياداښتونه او دغه لاندي لينکونه :
http://www.cbsnews.com/
http://www.cbs.com/
http://en.wikipedia.org/wiki/CSI:_NY
http://en.wikipedia.org/wiki/CBS
http://en.wikipedia.org/wiki/CBS_Radio_Network
http://en.wikipedia.org/wiki/CBS_Corporation
http://www.cbscorporation.com/
ددې لړۍ خپرې سوي برخي :
– هندو
- – فرانس پريس
– الاهرام
– رويټر
– ايتارتاس
– بي بي سي
۰- شينهوا
– شپيگل
– لومونډ
– الجزيره
– ګارډين