کور / تازه خبرونه / فارياب: د طالبانو والي په هوايي حمله کي وژل سوئ دئ

فارياب: د طالبانو والي په هوايي حمله کي وژل سوئ دئ

د سي اين اين تلوېزون وايي د ناټو ځواکونو د افغانستان په شمال لوېديځ ولايت فارياب کي د طالبانو ټاکل سوئ والي په يوه هوايي حمله کي وژلى دئ.
راپور وايي قاري ضياءالدين نن د چارشنبې په ورځ له خپلو څلورو ملګرو سره يو ځاى د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ وژل سوئ دئ.