کور / هراړخیز / شیرشاه سوري : دیووالې په لور دافغانانو بلونکې (۵)

شیرشاه سوري : دیووالې په لور دافغانانو بلونکې (۵)

په لراوبر کي خپرېدونکې پنځمه  برخه :
پرلپسې ۸مه

درهتاس  راجه هرکشن  د لرې او نژدې ټولو  ریاستونو څخه  راجاګان د  خپلې  لور  شهزادګۍ ګنګا  د سوئمبر (ددریمی ورځې دمقابلې  دوړونکې) له پاره   اعلانونه  وکړل .  د دې مقابلو  له پاره شرط  دا و  چې  د دوه اونیو   د وقفې نه وروسته به  درې  ځلې  دا مقابلې  صورت  نیسي ، اوهر هغه  جنګجو یه او نښه ویشتونکې    ځوان  چې   په پرلپسې توګه   درې ځلې دا مقابلې   و ګټی  نو  همغه به د  شهزادګۍ  ګنګا  دژوند ملګرې  ګرځی .
اوس نو  ددې مقابلو  لمړۍ  ورځ  وه   ،هلته   د رهتاس د کلا  نه بیرون  د جشن  په څیر   میلې  لګیدلې  وې ، بې شمیره  خلک  راټول  شوي  و، د رهتاس  د ریاست  د داخل  څخه  هم  زیات  شمیر   جنګجویان او اتلان   په دې  مقابلو کې  دبرخې اخستلو له پاره را ټول  شوي و . په داسې  حال کې  چې د شاوخوا د راجاګانو څخه  د راې سین  د راجه  پورن     زوې    سانول داس  ، د میواړ  د راجه  سنګرام  سنګ   زوې     سورج مل  او د کالنجر د راجه  بیرسنګ  بندیله     زوې     سور داس   هم دې  مقابلو کې د برخې اخستلو  له پاره را غلي و.
د رهتاس د کلا  نه بیرون د خلکو  ازدحام  ډیر  زیات  و  ، تر هغه  ځایو  چې د سترګو  نظر  رسیده    هلته خلک  او  ګڼه ګوڼه  وه .  دوې  ټول  په یوې  ګول  دایره   کې سره  را ټول  شوی و، اوبیا ددې ګول دایرې  په منځ  کې  یی شاه  نشین   جوړ کړې  و . دا ځاې د لرګیو  د یوې  سترې  ماڼۍ په څیر  ښکاریده ، ددې  د  پاسه د رهتاس  راجه  هرکشن   دخپلې  لور  شهزادګۍ  ګنګا سره  یو ځاې  ناست  و   او تر څنګ  یی خپلې  ټولې   رانئ  ګانې  (خپلې ښځې  )  په  خپلو خپلو ځانګړیو  ځایو  کې کینولې وې.
د مقابلې   تګلاره  څه داسې  وه   چې  یو فیل  یی د میدان  په منځ کې    ډیر ښایسته  جوړ کړې ،  درولې  و . د فیل  په   سر  باندې   د یوه  لرګي اوږده  څوکه  درول  شوې  وه  . اوبیا ددې  لرګې  د څوکې  په سر  د راجه هرکشن   انځور ګرانو  یوه  سترګه  جوړه  کړې  وه ،  ددې سترګې شاوخوا  ټول  په  سور رنګ  سره کړل  شوی  و . او دا اعلان  یی کړې و  چې  هر یو  نښه ویشتونکې او  جنګجو په دغه  سور  رنګه  ساحه  او یا دهغې سره نزدې  په  نښه  ویشتوکې بریالې  شي  نو همغه به  ددې  لمړۍ  مقابلې وړونکې  ګڼل  کیږی
په مقابلې کې ګډون  کونکې  هر یو نښه ویشتونکې  او  راجاګانو ته  پنځه پنځه  غشی ورکړل  شوي و  او کله  چې ددې پنځو غشو  څخه  درې  یی  د نښې  د ځاې  سره نژدې   ولګیږی   نو هغه به کامیاب  شمیرل کیږي .  هلته د شاه نشین  په سر  پخپله راجه هرکشن   ، شهزادګۍ  ګنګا  او د راجه  نورې ښځې  ټولې ناستې وې  ، اودهغې  نه  بلکل  لاندې د راجه   هرکشن  برهمن  وزیر  چورامن  ناست  و . هغه ته دا دنده ورکړل  شوې وه  چې  په مقابلې کې  ګډون کونکو ته  پنځه پنځه  غشی  تهیه  کړي  اوتر څنګ یی په مقابلې کې   د هر برخه اخستونکې  نوم او  کوائف  درج کړي .
کله  چې د راجه  هرکشن  په   حکم  مقابله  پیل  شوه  نو  تر ټولو لمړۍ  د رای سن  د راجه  زوې  سانول داس  ته  غشي ورکړل  شول .  دفیل  دسر په  سر   دولاړ  لرګې  په  سر کې  چې کومه   سترګه  جوړه  شوې  وه  نو دهغې  څخه  په لږ واټن  کې   په زمکه  باندې   ښختې  ایښول  شوې  او  چونه  یی پرې  اچولې  وه .  دهمدې  ځایه  به  په مقابلې کې برخه اخستونکو  خپل  غشي  دهغې  سترګې  په لور  وارول .
د راې سن د راجه   زوې  سانول داس  دخپلو پنځو  غشو  سره هملته  ناست و .  خپل کمان  یی  نیغ کړ  او   دسترګې   سره  ساحه  یی  په کې  په نښه کړه  خو دهغه  دپنځه واړو تیرانو  څخه  یی  یو هم  په نښه و نه  لګید . یواځې  دوه غشي  د سترګې  ساحې   سره نژدې ولګیدل  پاته  نور  درې  هسې   خوشې ولاړل .  د سانول داس  نه وروسته د میواړ د راجه  سنګرام  سنګ   د زوې   سورج مل  نوبت  و  هغه ته هم پنځه غشی  ور ورسپارل  شول  ،  پنځه واړه  غشی یی په نښې  وویشتل  خو  دهغه  یو غشی  هم د  سترګې  په سر ې  برخې باندې  و نه  نښت .
دسورج مل   نه  وروسته  د کالنجر  د راجه  بیرسنګ  بندیل   د زوې  سورداس   نوبت  راغې اوهغه  هم دخپلو پنځه غشو سره یو ځاې  د نښې ویشتو په ځاې کې کیناست . هغه  هم په ډیر  مهارت  سره  غشی  وویشتل   خو یو  ېې هم په نښه  باندې  ونه  نښت ،
اوس  نو د ریاست   د داخل  څخه  د راټولو  شوو  سترو  سترو نښه ویشتونکو او جنګجویانو  نوبت  و .تر څو  هغوې هم خپل  قسمت  و ازمایی. خو د ټولو  بدقسمتي  داوه  چې   د یوه  غشي هم  د سترګې په سرې  برخې  باندې  ونه لګید، په  اخر  کې  یو سپور   هلته  جمګټی  ته  را ننوت . دې  سپور  تور  کالي  اغوستې  و  او خپله  څیره  یی هم  په توره  ټوټه  کې  را نغښتلې وه . کله چې د تورلباس  اغوستونکې  دغه کس   جمګټی ته  را ننوت  نو  په یوه  ټکان  سره  یی خپل  آس  و دراوه ، خو آس  یی  عکس العمل  وښود او  لکه  د الف  په څیر په  هوا کې  و درید او شنړار  شو. کله  چې  آس  خپل  ځاې ته راغې  نو  دغه  کس  ترې  په یوه  ټوپ  سره  را ښکته  شو.   هغه   خپله  توره  او ډال     تر ملا  تړلې    او را ځوړند  کړې  و . هغه  په اس  باندې  تړلې  کمال  را  واخست  او په اوږه  یی کیښود  او دهغه  لرګو څخه   په سر  دجوړ کړل  شوی   شاه  نشین  په لور  ور  وخوځید  چې د رهتاس  راجه  هرکشن  اودهغه  لور شهزادګۍ  ګنګا  پرې  ناست  و او  ور لاندې یی د راجه وزیر   چورامن ناست و  چې    په مقابله کې د ګډون کونکو   له پاره  غشي  ویشل .
په تور و کالیو کې را نغښتې دغه   اجنبی   نیغ  د برهمن  وزیر  چورامن په  لور  ورغې  اودهغه  څخه یی  په مقابلې کې  د ګډون  له پاره غشی و غوښتل ، خو دغشو د ورکولو د مخه  چورامن  هغه ته په ډیر غور  سره وکتل  او  ورته یی وویل :
ګوره  اجنبي  ځوانه !  په مقابلې  کې  دبرخې اخستلو دمخه د ې  دغه  نقاب  د څیرې  څخه لرې کړه  تر څو  چې زه او دغلته ټول  موجود  خلک  په دې و پوهیږې    چې ته  څوک   یی  او څنګه  ځوان  یی  او د کومه ځایه     راغلې  یی.  خو هغه ځوان ورته  وویل  چې ګوره  چورامنه  !  ته که ماته  په دې  مقابله کې د ګډون کولو   اجازه  راکړې او که   را یی  نه کړې  خو زه  به د خپل  مخ  څخه دا  نقاب  لرې نه کړم.  دهغه په دې خبره   وزیر  چورامن  وویل  چې  که  نقاب   نه لرې کوې  نو خپل  کوائف  خو دلته ولیکه ، خپل نوم دې وښایه ، خپله   پته  او ادرس  دې  ووایه ، تر څو  زه  په  روزنامچه  کې  ستا دا  کوائف  درج کړم .  دا په  دې خاطر   چې ماته دهمداسې کولو حکم  کړل  شوې دې. دهغه  په  دې خبرو  باندې هغه ځوان  ورته  وویلې   ، ګوره  چورامنه  !  زه  خو نه  خپل نوم  درته ښایم او   نه  خپله  اته پته  درته لیکم ،  خو چورامن  ورته  وویل  چې که   همداسې  وی نو ته بیا په دې مقابلو کې برخه   نه شې اخستلې . دهغه  په دې خبره هغه ځوان  را و ګرزید او  او ویی  ویل : چورامنه !که ته غواړې  زه په دې مقابلو کې  برخه وانخلم    نو  همداسې  سهی  ده   ز ه  به بیرته ستون   شم .  دهغه  ددې خبرې سره  سم   هلته  په  شاه  نشین  باندې  ناست  راجه هرکشن   خپل وزیر  ته  په  حکمي  لهجې  سره  وویل  چې   چورامنه !  دې ځوان  ته  غشي ورکړه  تر څو په مقابله  کې برخه واخلی. که  چیرې  دا ځوان  خپل نوم او خپله  اته پته  نه  ښیي  نو  پراوه  نه کوی  ، ده  ته غشي ورکړه  تر څو په مقابله کې برخه واخلي .  چورامن  د راجه  دحکم سره سم  پنځه غشی دغه  ځوان  ته   ورمخته کړل ، خو هغه  اجنبی  لاس  ور  واږود  کړ او یواځې  درې  یی ترې  را واخستل  او پاته  دوه   نوریی  بیرته  چورامن  ته  ورکړل. دهغه  په دې کار  چورامن     وویل  چې   اې  اجنبي  ځوانه  ،  دا پنځه واړه  غشی در واخله، ددې څخه به ستا  په  نښې  ویشتوکې   ښه  والې  راشی .
هغه  اجنبی  ورته  وویل :  ګوره   چورامنه !  نښه ویشتل  په درې  غشو  باندې  حسابیږي ، ځکه  چې د پنځو  غشو  څخه باید  درې یی په نښه  و لګیږي  ،نو همدا  درې  غشي   بریالی  شمیرل کیږي   خو زه به دخپلې نښې  له پاره  یوآځې  همدا درې  غشی  را  اخلم ، او زه   ډاډمن یم  چې زما  یو غشی  به  هم   په دې پنځو باندې  دروند تمام  شی . په دې وخت کې  د پاسه ناست  راجه هرکشن   وویل : ګوره  اجنبی !  تا ولې  خپل ځان  یوا ځې  ددې  درې غشو پورې  را و نغاړه ، نو که  چیرې   ته  خپل  قسمت  ازمیښتوې  اوخپل مقدر دې   بهتر  کوی  نو  بیا  خو پنځه  غشی در واخله ، ددې په واسطه  به  ستا د  غشي ویشتلو  اراده  غښتلې  شی .  خو دهغه  په دې خبره  هغه  نقاب  اغوستونکې  اجنبی  وویل .   نه  راجه ! زه تاته  ډاډ  درکوم   چې  زه  به  دهمدې  درې  غشو  په واسطه  دخپل  فن  څرګندونه وکړم .
ددې خبرې سره  سم هغه نقاب  پوشه  ځوان  یوې  خوا ته شو  او هغه ځآې ته  چې  غشی  ورڅخه   په نښې  ویشتل کیدل  ورغې ، تر  لږه  وخته  پورې  یی د فیل  په سر د ولاړ  لرګې دپاسه  د سترګې  جوړکړل  شوې  نښه یی و کتله ، دخپلې  اوږې  څخه  یی هغه دروند  کمان  را ښکته کړ . دکمان  یو سر  یی  په  یوه  ځنګون  باندې  کیښود  اوخپل بل  ځنګون  یی   په زمکه  باندې  کیښود  اوبیا یی لمړۍ غشې   په کمان کې  ورکړ  ،  نښه یی و نیوله  ، ساه  یی و دروله   اوبیا یی غشې   په نښې  ور خوشې کړ ، د هغه  همغه  لمړۍ  غشي  د سترګې د سرې  برخې په منځ کې ور ونښت ، 
 ددې  اجنبي په دې  کار  باندې   په میدان کې ټولو ناستو  خلکو لاسونه و پړکول ،تر ډیره وخته  پورې  میدان کې  د لاسونو پړکار  و ،  په شاه نشین  د پاسه  ناستو  چې کله  د دغه  اجنبي  دا نښه  ویشتل وکتل  نو راجه هرکشن او دهغه   دښایسته او حسینی  لور   شهزاګۍ  ګنګا    په څیرو  باندې    هم  خوشحالی را څرګنده شوه .
ددې وروسته  هغه اجنبی  ځوان  خپل دویم  غشې  تیار کړ او د پخوا  په شان  یی  نښه  و نیوله   او دویم غشی  یی په نښه وویشت . دویم غشي  هم د  نښې په منځ  کې  ور  ننوت  ، په  دې کار سره په میدان کې  یو ځل  بیا  غوغا  شوه  او  دخلکو  د لاسونو د پړکولو اوازونه   را پورته شول.  شهزادګۍ  ګنګا  دد ې ځو ان  ددې  نښې ویشتلو څخه  ډیره زیاته  خوشحاله شوه  اویو  ځل  د خوشحالۍ  له لاسه   دخپله ځایه هم را پورته شوه ، او په ډیر شوق  سره به یی کله د هغو  غشو  په لور  چې په نښه کې ور ننوتي  و  کتل او کله به یی دد غه نقاب  اغوستونکې  ځوان   لورې ته کتل .
کله  چې د لاسونو پړکار  بند شو  او په میدان کې  خاموشي  خپره  شوه  نو  هغه اجنبي  نقاب  پوشه   ځوان  خپل  دریم غشي  را وویست  او  دپخوا په څیر  یی  نښه  ونیوله  ، ساه یی  و دروله   او خپل غشې  یی  د نښې  په  لور  ور خوشې کړ ، دا غشې  هم د نورو دوو  په څیر د نښې په منځ  کې ور ننوت  . په دې  کار سره په میدان  کې ټول  خلک د خپلو ځایو څخه  پورته شول  او په هغه ځاې کې د ګډا  ، نڅا  او په فضا کې  د پګړیو او خولیو  دپورته  غورځولو  میله او خوشحالي  راپیدا  شوه . په همدې حال کې  راجه هرکشن  او  شهزاګۍ  ګنکا  هم  د شاه نشین  نه  لاندې  را کیوتل  ،  هغه ځوان  لا تراوسه  هم  په خپل ځاې ولاړ و  دکومه  یی  چې  دغه  درې  غشي ویشتلی  و .  راجه  په ډیره ګړندۍ  توګه  لاندې  راغې  اودهغه سره یی غاړه  ورکړه ،   او  ورته یی وویل   چې ګوره   ځوانه  زه  تاته  ستا په دې  بریا  د زړه  له کومې  مبارکي وایم .  په دې وخت کې  شهزادګۍ  ګنګا  هم  مخته  راغله   او ورته یی وویل  :  ګوره  ځوانه  زه  نه پوهیږم  چې ستا نوم  څه دې  خو هغه  کړچار  چې  تا دلته  تر  سره  کړ   ،هغه  ډیر بې  مثاله  او نایابه  دې .  اوزه تاته  ددې  فن د څرګندونې په اساس  مبارکي وایم  . ایا ته نه غواړې  ماته خپل نوم  اودرک   وښایی ؟ ځکه تا د نن  مقابلې ګټلی  دی . دهغې په دې خبره   هغه  اجنبی  په نري  شانته اواز  باندې  وویل :  زه  اوس  هیڅ هم نه وایم او نه د خپلو خیالاتو  څرکندونه کولې  شم . ځکه  چې دا  د مقابلو لمړۍ  ورځ  ده  . اجنبی  ددې څخه اخوا  بله کومه خبره و نه کړه ، دهغه ځایه لرې  شو اوهلته   په خپل  نژدې   ولاړ  اس  باندې سپور  شو، آس  یی په قمچینه وواهه ، او دجنوب  په لوریی  په  ځغاسته کړ او ډیر ژر  د ټولو  د سترګو پټ  شو . شهزادګۍ ګنګا تر ډیره  پورې  دغه  ځوان  پسې کتل  اوبیا  یی سر ټیټ کړ او دخپل  پلار  راجه هرکشن  سره  روانه  شوه .
۹
همایون  د ګجرات د  حاکم  بهادرشاه  سره  د خپلو  اړیکو د بیرته   جوړولو  وروسته  یو ځل بیا د شیرشاه  سوری  د ځپلو  له  پاره  د اګرې    څخه  روان  شو   . خو شاید  چې  قدرت  ته د همایون  دا کار  ښه  نه یست. ځکه  کله   چې همایون  یو ځل  بیا دخپل لښکر سره  یو ځاې  په ډیره  ګړندۍ  توګه  د کالپی  تر مقامه  پورې  ورسید  نو  هلته ورته  د چتوړ د راني کرم وتی  لخوا  یو قاصد  ورغې  .
راني کرم  وتي  د خپله  اړخه  دلیږل  شوی  قاصد  په لاسو همایون  ته   لاس بند(راکهي ۱) ور ولیږه. (۱)(لاسبند ته  په هندې کې راکهي وایی چې  خویندې  یی ورونو ته  په خاصو وختو کې  د لاسو څخه  تړي .)
ددې ترڅنګ   راني کرم وتي  د همایون   څخه د ګجرات  د حاکم   سلطان  بهادرشاه  په خلاف   دمرستې غوښتنه  هم  کړې وه.
کله  چې د راني کرم وتي  له اړخه   قاصد  د همایون  دربار ته   دهغې  دپیغام سره یو ځاې  را ورسید نو همایون  یو ځل بیا د  کالپی په مقام کې  خپل  لښکر  تم کړ ، اودخپل لښکر د مشرانو  یوه  غونډه یی  راوبلله ، اوهغه  پیغام   چې د   چتوړ  د  راني کرم وتي  له اړخه  ورته    رسیدلې و  ،دهغوې  تر مخه  د مشورې او سلا  له پاره کیښود.  دهغه  ټولو  سالارانو  او دهمایون  نزدې  دوستانو  اودکورنۍ  خلکو تر ډیره  پورې  په   دې  پیغام باندې  بحث  اوڅیړنه   وکړه  ، بیا  د همایون  کاکا  ناصر  مرزا  دخپل  آند  د ښکاره  کولو  له پاره د  همایون   مخې   ته راغې  او   ورته  یی وویل :
همایونه   زویه ! ښه او  غوره  داده  چې مونږ بیرته  ستانه شو .د شیرشاه  په خلاف  د حرکت  کولو  نه مخته مونږ  باید  د ګجرات  د حاکم  سلطان  بهادرشاه  سره خپله  معامله  پاکه کړو  . همایونه !  زما زویه !  هغه وخت  چې تا غوښتل د شیرشاه په خلاف  د دوییم  ځل  له پاره  حرکت وکړې   نو ما په هماغه وخت کې هم   ته  ددې کار څخه   منه کړې وې  او درته  مې  ویلی  و  چې د ګجرات  حاکم  بهادرشاه ډیر  زیات  عیار  او چالاکه  انسان دې ، په  ښکاره  توګه  خو هغه  تاته خپل  ځان   مطیع او فرمانبرداره  څرګندوی  خو  په اصل کې هغه د مغلو د سلطنت  د جرړو د پریکولو  هڅه اوهاند کوي ،  زه  به    زویه  !  په دې  وخت کې تا  ته دا  سلا  درکړم   چې  دهمدې  کالپی نه  بیرته  ستون  شه  او که  چیرې  تا داسې ونه کړل  نو  بیا  یاد ساته  چې د ګجرات  حاکم  بهادرشاه به د چتوړ  د سوبې  نه  وروسته   دمالوې  په  لور هم  حرکت کوي  اوپه مالوه  به هم  خپله  ولکه   کلکه  کوی  نو که  چیرې د چتوړ  نه وروسته هغه مالوه هم دخپلې ولکې  لاندې راوړی  نو بیا  به  د مغلو دسلطنت  مرکز  دهلی   هم د ګواښ  لاندې راځی .
واوره  همایونه  زویه  !  زما سلا  داده   چې  تر هر څه دمخه   د بهادرشاه  ځواکونه  و ځپه ، او مخته له دې  چې  بهادرشاه  په  مالوه  باندې ولکه  وکړي  ته   په خپله مالوه  دخپلې ولکې  لاندې  راوړه ، نو بیا که  چتوړ  یو  خپل  واکه  ریاست   پاته کیږی  نو دا  به د مغلو  د سلطنت   له پاره  ډیره  غوره  ا و ددې سلطنت د ساتنې  یوه  نښه وي .
که څه هم همایون د خپل  کاکا  ناصر مرزا ددې فکر  تائید  وکړ  اودهغه  سلا  یی   غوره  و بلله ، خو هغه  په دې  لړ کې د نورو  خلکو سره هم   مشورې اوسلاوې کولې .  دنورو خلکو په لړ کې د همایون   خاص  باورې  شخص  معیدبیګ  همایون ته همغسې  مشوره  ورکړه  او تر څنګ یی  د همایون  دکاکا   ناصر  مرزا   نظر  تائید کړ  ددې نه  علاوه د همایون  مرزا  ورور  عسکري    او مرزا هندال   هم   همایون  ته  همغسې  وړاندیز وکړ  او ورته  یی وویل   چې د شیرشاه  په لور د تللو تر مخه   تر هر  څه لمړۍ خپله   معامله  د بهادرشاه   سره پاکه  کړه  ، د بهادرشاه  د مغلوبولو  وروسته   بیا   دشیرشاه   وهل  مونږ  ته  دومره  ستونزمن   نه  دې . 
په دې وخت کې دهمایون  وزیر  معید بیګ  یوه را پورته  کیدونکي   ګواښ ته  هم اشاره  وکړه   او ورته  یی وویل  چې که مونږ  په دې وخت  کې د شیرخان  سره  ټکر  کوو  نو دا شونی ده   چې  شیرخان او د ګجرات  حاکم  بهادرشاه  په خپلو منځو کې  کومه  غوټه  ګنډه کړی وی  او په دې توګه به    مونږ د یوه  اړخه  د بهادرشاه  له  خوا  او دبله اړخه د شیرشاه  له  خوا   تر حملې  اویرغل  لاندې  راشو . اوپه دې توګه  به زمونږ حالت د بد  نه بدتر  لورې ته ولاړشي ،.ددې حالاتو د په نظر کې نیولو په اساس  همایون د شیرشاه  په  لور  خپل وړاندې تګ   تم کړ او بیرته  د کالپی  نوې  کلې  څخه  د ګجرات  دحاکم  بهادرشاه د ځپلو له پاره راستون شو .
د کالپي  څخه بیرته د ګجرات  په لور  د  کوچ  کولو  نه وروسته  همایون د خپل  لښکر سره یو ځآې د  اوه  جزیرو او  راې سین  څخه را تیر او تر  سارنګ  پور  پورې  را ورسید .  بیا یی دهغه ځایه د  جنوب  په  لور  اجین ته  وګرزید .  تر دې وخته  پورې د ګجرات  حکمران  بهادرشاه د  چتوړ  کلا  فتحه کړې  وه ، او د  چتوړ  راني  کرم  وتي  دخپلې کلا د د لاسه  ورکولو  په اساس د هندوانو  د رسم او رواج  په مطابق  په اورکې  ځان  سوځولې و.
کله چې بهادرشاه   خبر شو  چې د همایون  لښکر  قدم  په قدم   دهغه د  سرکوبۍ  له پاره  مخته  راځی   نو هغه  د  چتوړ  څخه ولاړ  تر څو  د همایون  لاره  و نیسي   او په خپلو  مفتوحه  سیمو  باندې  خپله ولکه کلکه کړي ، خو دا  به  د بهادرشاه  بدقسمتی  وه  چې  کله  چې هغه د همایونه  سره  ټکر  وکړ  نو همایون  په ډیرجوش او  جذبی سره  په  هغه  سخته حمله وکړه   اود بهادرشاه  ټول  ځواکونه  یی تار ومار کړل  او د پاڼو په څیر  یی  سره  وشیندل.
دهغې وروسته  دهمایون او  بهادرشاه تر منځ  په ځاې    ځاې   کې  جنګونه   روان  و  خو په هر جنګ  کې  همایون   د بهادرشاه  لښکر  پسې   زغلاوه، او په  ذلیله  ماتې  سره  به یی مخ  کاوه ،  کله  چې  بهادرشاه   په  دې  ډاډمن  شو  چې هغه  په هیڅ  ځاې   کې  نه شی کولې     د همایون  سره  مقابله  وکړي  نو هغه  نا هیلې  ، مایوسه  او ماتې خوړلې   شو  او خپل  پاته  ټوټې  ټوټي  فوځ  یی  سره راټول  او  د  ګجرات په لور  یی  خپلې  پښې  سپکې کړې .
د ګجرات  په لور  دبهادرشاه  د  تښتیدو  وروسته، همایون   د چتوړ  په لور  راغې ، خو دهغه د راتګ د مخه د  چتوړ  راني کرم وتي  خپل  ځان  په اور کې په ورغورځولو  سره سوځولې  و  ،خو همایون  د  راني کرم  وتي  زوې   بکرما  جیت    ته  د چتوړ  تاج و تخت  ور حواله کړ    او په خپله د  اګرې  په لور  وخوځید. تر څو دخپل لښکر  حالات   سم کړی اود شیرشاه  د ځپلو په لور یی تګ  ته تیار  کړي .
شیرشاه  سورې  تر اوسه  پورې  د  ګنګا او کرم ناسه  ددریابونو   د یو ځآې کیدو په ځاې کې   پړاو کړې و . کله  چې هغه  ته دا خبر  ور سید   چې   همایون د کالپې  تر سیمی  پورې د را رسیدو وروسته  دخپل لښکر  سره بیرته  ستون  شوې دې   تر څو د بهادرشاه سره  خپله معامله  پاکه کړي   نو شیرشاه ډیر  خوشحاله  شو .  اوس نو هغه اراده  کړې وه   چې دهمایون د نه موجودیت  نه په ګټې اخستلو سره   په بنګال  باندې حمله وکړي او په  بنګال  او بهار  باندې   خپله ولکه  نوره  هم  ټینګه کړي  اوبیا د مغلو  د مقابلې  له پاره  یو مستحکم  حکومت   جوړ  کړې  تر څو په راتلونکې  وختو کې  که  چیرې  مغل  و غواړي دهغه  سره  ټکر  وکړي   نو هغه د هغوې دحملو   ځواب  په ښه  توګه  ورکړاې  شی .  دخپلو دغو ارادو  د تر سره کولو  له پاره  شیرشاه دخپلو سالارانو   غونډه را وبلله .
شیر شاه سورې  دا  غونډه  د خپلې خیمی نه بیرون   جوړه کړه ، او هلته یی خلکو ته  په  غونډیو باندې  د کیناستو  له پاره   درۍ  خپرې کړې . کله  چې  ټول  سالاران  هلته  را ورسیدل  نو شیرشاه د هغوې  سره  مشور ه اوسلا  پیل کړه .
شیرشاه  په خپله   د غونډی  په منځنۍ  برخه کې  ناست و . دهغه  ښي  اړخ  ته دهغه  زامن  هر یو  عادل خان ، جلال  خان  او قطب خان  ناست  و .   په  چپ  اړخ  کې  تر ټولو لمړۍ  صاحب  خان  و ،ځکه  چې صاحب  خان د شیرشاه دلښکر  سپه  سالار  و  دهغه وروسته  دشیرشاه  نور  سالاران  لکه  هیبت خان  نیازي ،  اسمعیل  سوري  ،  حبیب خان  ککړ ،  جلال خان  جالو ، سرمست خان سرواني ، خان بټني  ،  اوبرهم جیت  ناست وو.  کله  چې ټول  سالاران کیناستل   نوبیا هغوې  ته  د خپلې وینا په حال کې وویل :
زما زامنو !  زما دوستانو اوسالارانو  !تاسو  ټول  به خبر شوی  یاست   چې   همایون  چې د برق  په څیر  زمونږ  سره دټکر کولو  له پاره   دې لورې ته را  روان و  ، د کالپی د سیمی څخه  بیرته  ستون  شوې دې . هغه  ته  د ګجرات  حاکم   بهادر خان د خپل  ځان او سلطنت  له پاره   زمونږ  څخه  ډیر ګواښمن  راڅرګند  شوې دې . هغه  د همدې  ګواښ د له منځه  وړلو  له پاره    د کالپې  څخه  بیرته ستون شوې دې .  خو اوس مونږ اراده کړې  چې دهغه د نه موجودیت  څخه په ګټی اخستلو سره  په بنګال  باندې  حمله وکړو ،او په بنګال  او بهار کې  یو  متحده حکومت    جوړ  کړو . تر څو په راتلونکې  وختونو کې  که  چیرې  همایون  زمونږ سره د ټکر  کولو  هڅه وکړی   نو مونږ به ورته  په  پوره   ځواک  سره  ځواب  ورکړې  شو .
شیرشاه د لږ څه  تم کیدو  وروسته  یو ځل  بیا دخپلو خبرو  لړۍ  جارې  وساتله او ویی ویل :
زما دوستانو !  په یاد ساتئ  تر هغې  چې مونږ د بهار  تر څنګ   په  بنګال  باندې هم  ولکه ونه کړو   نو تر هغې وخته  پورې  به  زمونږ   ځواک  نیمایی  شانته  وي  او همایون  به هر وخت  ددې توان  ولری  چې زمونږ  جرړې  را وکاږي  او  هیسته مو  خطا کړي ، ددې تر څنګ د  بنګال  اوسنې  حکمران  سلطان  محمود هم په  تیرو  وختو کې  زمونږ پر خلاف  ډیر ې نارواوې  تر سره کړې  دي  نو په دې خاطر   په  مونږ باندې  دهغه  سرکوبې   لازمه ده . که  چیرې  د بنګال  تر  ولکې  پورې   همایون  زمونږ پر خلاف   کوم  حرکت  ونه کړ  نومونږ   به په بنګال او  بهار کې خپل  سلطنت  مستحکم کړو  اوبیا  به د رهتاس د راجه  هرکشن  پر خلاف  قدم پورته کړو . ځکه  چې  هغه  په خپل  ځواک  باندې    ډیر  زیات  نازیږی  ،  هغه  دهمایون  پر خلاف  زمونږ سره د مرستې کولو  نه  په څرګنده  توګه  انکار   کړې  و  ، اوس  تاسو ووایاست   چې په دې لړ کې  تاسې ما ته  څه  ډول  مشوره  راکوئ ؟
دشیرشاه  په دې  څرګندونو  باندې  ټول  سالاران  تر یوه وخته  پورې   یو دبل  سره  په  مشورو  لګیا  شول .دهغه وروسته  هیبت خان  نیازی   د خپلې  راې  د څرګندولو په خاطر  وویل  :  اقا !   ستا خبره بلکل  سهی ده  .  مونږ  باید  بنګال  باندې  ولکه وکړو ، تر هغې  چې بنګال  زمونږ په ولکه  کې نه وی راغلې  تر هغې  پورې مونږ دهمایون  پر خلاف  جنګ  نه شو کولې  . ددې نه وروسته  د صاحب  خان  نه علاوه  نورو  ټولو سالارانو  خپله  رایه  څرګنده کړه   اودشیرشاه  خبره  یی  تائید  کړه .  شیرشاه  تر یوه وخته  پورې  غلی ناست  و او  څه  فکر  یی  کاوه ،بیا  یی په خپل  څنګ  کې ناست   صاحب  خان  ته  وکتل او ورته  یی  وویل :
صاحب خانه  زویه !  ته ولې  غلی  ناست  یی ؟ ته  خو هم  لږ  څه ووایه  .  ته خو زمونږ د لښکر و  اعلی  سالار یی .  او ستا مشوره   په ټول  باندې   پورته  ده .  وایه  ،   ته په دې لړ کې  څه   مشوره  راکول  غواړې ؟ دهغه په دې خبره  صاحب  خان وویل  : 
شیرخانه !  په  بنګال  باندې ستا د حملې کولو  وړاندیز  ډیر په  ځاې   او  ډیر ګټه ور  دې  او عملی  بڼه هم لری . ځکه  چې همایون  اوس ددې ځایه ډیر  لرې  پروت  دې .  خو په بنګال  باندې  د حملې کولو نه مخته    به په دوو  نورو اړخونو  باندې هم  نظر کول  په کار وي . دهغه  په دې خبره  شیرشاه  ټکان وخوړ  او دهغه  لورې ته  یی وکتل  او  ورڅخه یی وپوښتل :   زویه !  ته دکومو  اړخونو په  اړه خبرې کوې؟ په ځواب  کې  صاحب خان ورته  وویل  :
زما ستره  اقا ، درونده شیرشاه ! که  چیرې مونږ په بنګال  باندې حمله کوو  نو د بنګال  حاکم  سلطان محمود  به  د خپل  ټول  ځواک  سره  زمونږ  مقابله کوي ، خو زه  هیله لرم  چې مونږ  به   په څو ورځو کې  ضرب  په  ضرب  وهلو  سره  سلطان محمود  دخپلې  مخې لرې  او د بدترینې ماتې سره به یی مخ کړو .او دهغه  څخه  به د بنګال  په ولکه  کولو  کې بریالی  شو . خودهغې وروسته  به زمونږ له پاره ددوو  اړخونو  څخه  خطرات  را پیدا کیږي .
لمړۍ  خطره  داده  چې که  چیرې  زمونږ  په  لاسو د ماتې خوړولو وروسته سلطان محمود  په تیښته بریالې کیږی  نو هغه  به ضرور  د همایون په  لور  ور تښتي ، او زمونږ پر خلاف  به دهمایون  څخه  د مرستې د غوښتلو  هڅه وکړي .
خو که  چیرې  همایون  د ګجرات  د حاکم  بهادرشاه پر خلاف  په  جګړه  کې  نښتې وي  اوهغه ته  د سلطان محمود  سره دکومک  له پاره  وخت   تر لاسه  نه شی  نوبیا  به هم سلطان  محمود  ددې څخه یو بل ستر  قدم اخلي . دهغه په دې  خبره  شیرشاه یو ځل  بیا  هغه ته متوجه  شو   او  ورڅخه یی وپوښتل   چې : څه ډول  قدم  ، زویه ؟   صاحب خان ورته وویلې :
شیرشاه  ، زما محسنه او  زما ستر  مربي  ! تاسې  ته څرګنده  ده چې د بنګال  په ساحل  باندې  دپرتګالیانو فوځونه  ولکه  لري ، او هلته  ګوا    دیوه  سرحدې  ښار   نه  اخوا  یوه  مستحکمه نظامی  کلا هم ده .اوهغه د پرتګالیانو مرکز  دې . د پرتګالیانو سره  ډیر  ستر  بحري  ځواک  شتون  لری   او ددې  نه  علاوه  د  ګوا   په کلا کې د پرتګالیانو سره  یو  ستر منظم  لښکر  هم  شته ،  دد ې  ترڅنګ  یی  دهغوې  سره ډیره  زیاته    نوې  او  مډرن وسله  هم  موجوده  ده . همدا راز  دوی  د پرتګیزی  سمندر   په داخل کې  د بحري  غلو (قزاقانو)   دنده   هم  ترسره   کوی  ، چې دهمدې  لارې  یی  ډیر زیات  مال اوشتمنی  را ټوله کړې ده ، زه ددې  نه  ویریږم  چې   د بنګال  حاکم  سلطان محمود   به   زمونږ  سره  په  جنګ  کې د ماتې خوړلو وروسته  د همایون  له لورې  د ډاډمن  ځواب  د نه تر لاسه کیدو  وروسته  د پرتګالیانو په لور  مراجعه کوی  او زمونږ  پر خلاف  به د هغوې  څخه د مرستې د تر لاسه کولو  هڅه  اوهاند کوي . نو په دې خاطر  زه  وړاندیز کوم   چې په بنګال  باندې دحملې کولو په وخت  کې  دغه  درې  واړه  محاذونه  په نظر کې  و نیسئ ، یو د بنګال د حاکم  سلطان  محمود  ، بل د همایون  او دریم د پرتګالیانو .  داسې هم شونی ده  چې  سلطان  محمود  به په  یوه وخت  کې هم  دهمایون  څخه اوهم د پرتګالیانو څخه   زمونږ  پر خلاف  بسپنه و غواړی اوپه  مونږ به  یرغل  راوړي   نو په دې خاطر ددې ټولو ځواکونو سره د مقابلې  له پاره  مونږ باید  چمتو  و اوسو .
کله  چې صاحب خان  خاموشه  شو  نو شیرشاه  سوري  تر  لږه  وخته پورې  مسکې  و  اوبیا یی  صاحب خان ته وکتل   او  په ډیره  مشفقانه  توګه  یی  ورته  وویل :
صاحب خانه زویه  ! دا  چې تا مونږ ددې ټولو  خطراتو څخه  خبر کړو  ، نو  زه  دې پرې خوشحاله کړم .  په   مهربانه   خداې  موې سوګند   چې  تا زما د سالارۍ  حق  ادا کړ .  د یوه سالار  نظر  باید همداسې  ژور  او هر اړخیز ه وي  ، ګوره  صاحب خانه !  زما زویه  !   ته اندیښنه مه کوه  ، په بنګال  باندې  دحملې کولو په وخت کې  به  زه  دخپلو  مخبرانو او  جاسوسانو په ذریعه   د همایون  نه  علاوه  په پرتګالیانو هم  ژور  نظر ساتم . دهغه  په دې خبره  صاحب  خان  وویل :
شیر شاه  ، زما  محسنه !   که  معامله همدا  ډول  وی  نوبیا خو په بنګال  باندې دحملې کولو  له پاره  ځنډ نه دې په کار . ځکه همایون همدا اوس د د بهادرشاه  په ځپلو  لګیا دې ،نو دهغه د غیر حاضرۍ  څخه د ګټی د پورته کولو  له پاره مونږ  باید  په بنګال  باندې ولکه وکړو . او خپل  ځانونه  مستحکم کړو .  شیرخان  راپورته شو او ویی ویل : که  چیرې  همداسې وی  نو په لښکر کې د کوچ کولو  بګل  ووهئ ، همدا اوس  او په همدې وخت کې  لښکر  باید  په  بنګال  باندې دحملې له پاره  کوچ وکړي  .  دشیرخان  دحکم سره سم  د ګنګا او کرم ناسه  ددریابونو  دخواو  څخه   لښکر  دشیرشاه  تر قومندې  لاندې  وخوځید او په بنګال  باندې دحملې  له پاره  یی هغه  لورې ته  حرکت وکړ.
پرلپسې لري ……..