د واشنګټن پوسټ ورځپاڼي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو د نوي پړاو د شروع کېدو خبر ورکړى دئ.
ورځپاڼه د افغان او عرب چارواکو په حواله وايي دغه خبري د افغان حکومت او د کوټي شورا ترمنځ يو ځل بيا شروع سوي دي، چي لومړى ځل دوه کاله دمخه په سعودي عربستان کي سوي وې.
ورځپاڼه د خپلو سرچينو په حواله وايي چي دواړه اړخونه د افغان نهه کلني کشالې حل، او د سولي راتګ ته ډېر جدي دي او طالب استازو ته د ملامحمدعمر او د کوټي د شورا له خوا صلاحيت ورکړل سوئ دئ.
ورځپاڼه وايي اوس پر دې باندي خبري رواني دي چي څنګه طالب مشران افغان حکومت ته راګډ او د بهرنيو ځواکونو وتلو ته لاره پيدا سي.
واشنګټن پوسټ په داسي حال کي دغه راپور خپروي چي تېره اونۍ د ناټو قومندان جنرال پيټريوس هم په يوه مرکه کي ويلي وو، چي د طالبانو ځيني مشران سولي ته حاضر سوي دي، خو د طالبانو وياند د ناټو د قومندان خبري تبليغات وبلل.
طالبان وايي تر څو چي امريکايان او بهرني ملګري يې له افغانستان څخه وتلي نه وي خبرو ته نه حاضرېږي.