په فارياب ولايت کې دوسله والوطالبانو د يوه سيمه ييزقومندان په ګډون پنځه تنه وژل شوي اودرې نورټپيان دي .
په شمال کې د ٣٠٣ پامير زون وياند وايي وسله والوطالبانو ته ياده مرګ ژوبله ديوې نښتې په ترڅ کې اوښتې ده.
نوموړى زياتوي چې دغه نښته تيره ورځ ناوخته ددغه ولايت په ګرزيوان ولسوالۍ په دريجوز کلې کې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې يادو کسانو دپوليسو پريوې امنيتي پوستې دبريد تابيه نيوله .
ويل کيږي په دغه نښته کې يوه اندازه وسلې اومهمات هم دپوليسو لاس ته ورغلي دي .