کور / تازه خبرونه / کوټه: د ناټو پر ټانکرونو بريد شوى

کوټه: د ناټو پر ټانکرونو بريد شوى

پا کستاني چارواکو ويلي وسله والو کسانو يو ځل بيا په هغو ټانکرونو باندې بريد کړى، چې دناټو ځواکونو ته يې نفتي توکي ليږدول. رپوټونه وايي ددغې پيښې په ترڅ کې يو موټر چلونکى هم داورپکو له خو په ډزو سره وژل شوى دى.
پاکستاني چارواکو ويلي چې دغه پيښه دبلوچستان په مرکز د کوټې په ښار کې رامنځ ته شوې ده.
رپوټونه وايي دتيرو څو ورځو په درشل کې په لسګونه موټرونه داورپکو له خوا تر بريد لاندې راغلي او سوځيدلي دي .
همدا راز دتورخم لاره هغه مهال دپاکستاني دولت له خوا وتړل شوه کله چې دناټو په هوايي بريد کې دنوموړي هېواد درې سرتيري ووژل شول تر دې دمه اسلام اباد ددې پخلى نه دى کړى، چې کله به دغه لاره بيرته پرانيستل شي.
رپوټونه وايي دڅوارلس تنو په شاوخواکې وسله والو کسانو په هغو درول شووباروړونکو موټرو نو بريد ترسره کړ، چې ناټو ته يې نفتي توکي لېږدول .