دويتنام دپيښو پروړاندې دغبرګون چارواکي وايي چې ددغه هېواد په مرکزي سيمو کې دسختو اورښتونو له امله سيلاونه راوتلي او په ترڅ کې پنځلس تنه وژل شوي او څو نور تري تم شوي دي .
دنوموړي هېواد دچارواکو په وينا دغه سيلا ونه دنوموړي هېواد په هادينا ،ګونبينا او نايان ولايتونوکې رامنځ ته شوي دي او پراخې ويجاړۍ يې رامنځ ته کړي دي چارواکي زياتو چې دسيلاونوله امله دمړو شمير پنځلس او دتري تم شو شمير لسو کسانو ته لوړشوى دى .
اوس مهال دنوموړي هېواد دزرو په شاوخواکې سرتيري هڅه کوي څو دهتينا او ګونبينا ولايتونو څخه دڅلور ديرش زرو په شاوخواکې کسان چې کورونه يې اوبو زيانمن کړي دي خوندي ځايونو ته ولېږدوي .
رپوټونه وايي ددغو اورښتونو له امله دنوموړي هېواد په ډيرى سيمو کې داوبو کچه تر يو سلو ديرش سانتي مترو پورې لوړه شوې او دژغورنې کارونه يې له ستونزو سره مخامخ کړي دي.