په اندونيزيا کې دسختو سيلاونو او ځمکو ښويدنو له امله پنځه اويا کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى او په لسګونو نور تري تم شوي دي.
دنوموړي هېواد چارواکي وايي دغو سيلاونو په سلګونو کورونه هم ويجاړ کړي او خلک له زياتو ستونزو سره مخامخ دي .
رپوټونه وايي چې دغه ځمکې ښوېدنې او سيلاونه چې توپانونه هم ورسره مله وو ډيرى ددغه هېواد په لويدځ لرې پرته سيمه کې رامنځ ته شوي دي .
دنوموړي هېواد چارواکي وايي ددغو سيلاونو او ځمکو ښوېدنو په ترڅ کې دلويديځ ولايت په غرنيو سيمو کې په لسګونو نور کسان تري تم شوي هم دي .
دچارواکو په وينا دسلګونو کورونو په ويجاړۍ سربيره له شپيتو څخه زيات نورکسان ژوبل کړي هم دي اوس مهال دنوموړي هېواد ژغورندويه کارکونکي په ځپل شوو سيموکې خلکو سره دمرستې په حال کې دي او ډيرى کسان يې دچورلکو په وسيله خوندي ځايونو ته لېږدولي دي.