په دغو ازادو سیالیو کې چې دمیدان وردګ ولایت دټولو ولسوالیو څخه نژدې ۱۸۴۵ تنو دولس ټولیکي فارغانو او ښوونکو ګډون کړې وو په دسهار په ۱۱ بجو پیل او دماسپښین په ۲ بجو پای ته ورسیده.
د پوهنې وزارت د لارښوونې له مخې نن د سی شنبه په ورځ د روان کال د ميزان د مياشتی په ۱۳نيټه د میدان وردګ ولايت مرکز میدانښار دلوبو په سټیډیوم کې۱۸۴۵ تنو د دولسموولګيوفارغانو د نوموړی ولايت د پوهنې رياست کې دارزونې په موخه چې له امله به د بریالیو ښوونکو په معاشونو کې دپام وړ بدلون راځي د آزموينې په نوموړې سیالي کې برخه واخیسته.
دمیدان وردګ والي په خپلو لنډو خبرو کې ښوونکي دهېواد دانسان جوړونې اساسي جووړونکي وبلل او ژمنه یې وکړه چې د پوهنې وزارت سره په همغږۍ به دښوونکو ستونزې حلوي.
د يادونې وړ ده چې د پوهنې وزارت روان تعليمي كال ته د پوهنې د كيفيت د ښه والي نوم وركړي او هڅه كوي په هيواد كې د ښوونې اوروزنې روان بهير د كيفيت له مخې هم غښتلى كړي چې په ښوونځيوكې د تدريس كولو په موخه يې د دا ډول آزادو سياليو ترسره كيدل يې يوه برخه ګڼلاى شو.