کور / سپورټي / ملي لوبډله سبا له کینیا سره لومړۍ یوه ورځنۍ لوبه کوي

ملي لوبډله سبا له کینیا سره لومړۍ یوه ورځنۍ لوبه کوي

ملي لوبډله سبا ته د کینیا د هیواد ملي لوبډلې سره لومړۍ یوه ورځینۍ لوبه کوي. سبا ته به لوبه د کابل په وخت ۱۱ بجې سهار پېل کیږي.
د افغانستان کرکټ بورډ پتیلې چې د کرکټ مینوالو د ملي لوبډلې د کینیا سره او د ولایتي سیالۍ حال شېبه په شېبه وړاندې کړي.
همدارنګه د کینیا څخه د ملي لوبډلې مدیر عبدالرحیمزی ژمنه کړي چې په کینیا کې به د لوبغالي څخه هیوادوالو ته په فیس بوک کې د کرکټ بورډ د مینوالو په پاڼه کې معلومات وړاندې کوي.
http://www.facebook.com/pages/Afghanistan-Cricket-Board-ACB/155284871164016?v=wall
په کینیا کې د ملي لوبډلې مدیر نظیم جار عبدالرحیمزی وایي (( د لوبغاړو روحه جګه ده او هیله ده چې د کینیا څخه دا درې یو ورځینۍ لوبې هم وګټي)).
همدارنګه عبدالرحیمزی وايي چې د درې لوبغاړو روغتیايي حالت ښه نه دی.
نورعلي ځدران په غاړه کې درد لري چې کله کله یې ډیر ځوروي، نور علي هغه وخت ټپې شو کله چې يې د اماراتو سره اخري یوه ورځينۍ لوبه کې نیمه سلیزه ووهله او د اوږد شاټ کوښښ یې وکړ نو په څټ کې درد پیدا شو.
شهزاد محمدي هم ټپي دی په ملا کې یې برېښ پيدا شوی، د کینیا سره یې په څلور ورځينۍ لوبه کې د لرې توبونو د نیول و پسې ځان ګوزار کړی او د ملا برېښ یې اوس اخستی دی.
د خالقداد نوري د یو لاس د ګوتو منځ شکیدلی او د کینیا په خلاف په یو ورځینۍ لوبو کې ګډون نشي کولای، په نزدې ورځو کې به افغانستان ته راستون شي.
د ملي لوبډلې روزونکی راشد لطیف د ټپي لوبغاړو په اړه وايي چې نور علي او شهزاد لوبې ته دوام ورکولای شي خو د خالقداد لاس ټپي دی نو پر ځای باید بل لوبغاړی ولوبوو.
کرکټ بورډ په کینیا کې د ملي لوبډلې د تخنیکي پلاوو خبره منلي او نن د هغوی په پرېکړه عبدالله مزاري کینیا ته ورلیږي. نن ماښام به مزاري د کابل څخه کینیا ته روانیږي او سبا سهار ۶:۳۰ بجې به د کینیا په پلازمېنه نیروبې کې د ملي لوبډلې سره یو ځای شي.
مزاري وايي چې د اماراتو سره په لوبه کې لاس ټپي شوي و خو اوس رک جوړ یم او که د خدای رضا وي نو هیله مند یم چې ښې لاسته راوړنې به ولرم.
افغانستان د کینیا سره درې یوه ورځینۍ لوبې لري لومړۍ لوبه سبا د اکتوبر په ۷ نېټه او دوه نورې به په ۹ او ۱۱ نېټه تر سره کیږي.

په دې لوبو کې افغان ملي لوبډله په لاندې ډول ده:
. ۱- نوروز منګل
. ۲- محمد نبي عیسی خېل
. ۳- ميرويس اشرف
. ۴- کريم خان صادق
. ۵- محمد شهزاد محمدي
. ۶- حميد حسن
. ۷- نور علي ځدراڼ
. ۸- سميع الله شينواری
. ۹- اصغر ستانکزی
. ۱۰- شاهپور ځدراڼ
. ۱۱- خالقداد نوري
. ۱۲- نور الحق ملکزی
. ۱۳- عزت الله دولتزی
. ۱۴- محمد جاوید احمدي
. ۱۵- عبدالله مزاري

په دې سفر کې به د ملي لوبډلې سره تخنیکي مسؤلین په لاندې ډول دي:
د ملي لوبدلې مدیر: نظیم جار عبدالرحیمزی
د ملي لوبدلې روزونکی: راشد لطیف
د ملي لوبډلې فیزیو: عظیم ملک
د ملي لوبډلې ویډیو څیړونکی: داود بابر