په دې کې شک نه شته چې دافغانستان په سرلوړی تاریخ کې د بې وسۍ نه پرته ډیر څه شته چې په افغانستان باندې واکمن زعامت پرې وویاړي ، اوپه سیاسی ډګر کې دهغو اوللعزمه امپراتورانو او ملي مشرانو له شهامت ، همت ، دلاوري ، تدبر، سیاسی بصیرت ، زیرکتوب اوپه الله تعالی باندې توکل زده کړي ، چې د افغانستان وقار او لوړ مقام ئې د نړۍ په کچه ساتلی ؤ . د دوی په سپیڅلې لیاره د تللو هڅه وکړي اوزموږ ښکلی مهمن د اشغالګرو او دمادیت له لیوانو نه وژغوري ، لدې تباهۍ او بربادۍ څخه ئې خلاص کړي چې د بشریت او اسلام دغو دښمنانوپرې نازله کړې ده . “د افغانستان په تاريخي روایتونو کې راغلی دي چې کومهال احمد شاه بابا د ښار دیوالونه او د جګړې برجونه د هغه وخت له دود سره سم جوړ کړ ، نو دا لارښونه ئې هم کړې وه چې د ښار ګردراګرد دې لویه کنده وکنل شې ، تر څو د دښمن راتګ ښار ته ستونزمن کړي . لدې پریکړې څخه داحمدشاه بابا مور (زرغونه انا ) خبره کیږي او احمد شاه ته وايي : دیوه افغان پادشاه لپاره شرم دی چې خپله پلازمینه د دښمن څخه د کندې په مرسته وساتي . تا ته نه ښايي چې د کاله تر منځ د دښمن راتګ اټکل کړی . احمد شاه بابا هم د خپلې مور میړانې ته درناوی کوی او د کندې له ایستولو نه منصرف کیږي . په یوه بل روایت کې راغلي : چې په هند کې د احمد شاه بابا د تیښتې درواغ خبر خپور شو ، خلک د احمد شاه بابا په تیښته او فرارپه کندهارکې خواشیني شول ، خو کله چې د احمد شاه بابا مور خبره شوه نو ټولو خلکو ته ئې وويل : بری او ماتې د تقدیر پریکړه ده ، احمد به مړ شي ، خو تښتي نه ” .
دافغانانو له دود سره سم د افغانی میرمنو د تورې او میړانې کیسې او پریکړې د افغانستان په تاریخ کې نه دي څرګندې شوې ، خو کومه خبره چې پخه او پریکنده ده ، هغه دا ده چې د انسانیت هر ډګر ته (میرمن ) مور باتوران او توریالی روزلی ، د دې حقیقت پربنسټ د افغانستان په تورو غرړونو کې د افغانانو میرمنو داسې مشران ، زعامتونه او شخصیتونه وړاندې کړی چې د انسانیت په تاریخ کې ئې نظیر کم لیدل کیږي . تاریخ پدې اعتراف کوي ، چې د افغانستان په تورو غرونو کې د استعمار کرغیړنې امپراتورۍ نړیدلې دي ، او ځیني تاریخ پوهانو خو د امپراتوریو د مقبرې لقب هم ورکړی دی ، هغه مهال هم د استعمار خپرنیزو منابعو خلکو ته د لودیځ د مادي تمدن او پرمختګ ډولونه وهل ، او په همدې پلمه به ئې د نړۍ په هر ګوت کې خپلو نظامي یرغلونو او اشغالونو ته لاره اوراه وله ، خو بنسټیز توپیر دا دی چې هغه مهال د افغانستان زعامت او ملت پدې باور او یقین وو چې د انسان اصلي سوکالي اوسعادت په اسلام کې نغښتې دی ، او هر ګام به ئې د الله تعالی پر توکل او اعتماد پورته کاوه ، همت او شهامت ئې په دې کې نِغښتی ؤ چې په اسلامی ارزښتونو اوقناعتونوئې کامل یقین اوباور درلود ، په خپل ژوندانه کې ئې د اسلام پیروی کوله . که د دې زعامتونواو د دوی تر شا ولاړ ملت شخصیت وڅیړو نو دوی د دوه بنسټونو پر اساس افغانی مورګانو روزلی ؤ ، او افغانی ټولنې له دغو دوو بنسټونو څخه خپل پیاوړتیا په لاس راوړې وه ، چي یو اسلام او بل ئې ملیت دي ، دغو غیور او باشهامته مشرانو خپل قوت له دغه دوه اصلونو څخه تر لاسه کړي ؤ ، نو ځکه ئې داسلام او افغانیت په سر له چا سره معامله نه کوله ، هم اسلام ته وفادار وو او هم خپل ملیت ته . یوه یادونه دلته ضروری ده ، چې هر کله ملیت داسلام په چوکات کې مطرح شي ، هر کله چې ملیت ته د اسلام د ارزښتونو په رڼا کې احترام وشي ، بیا هغه د ملیت په نامه شعار ریښتینی اود واقعیت پرپنسټ ولاړ وي ، اسلام پرملیت اعتراف کړی ،خو باید دا د ملیت په اساس پیژندنه اوځانګړتیا د اسلام په چوکاټ کې وي ، که موږ په دقیقه توګه د افغانستان دپخوانیو مشرانو او زعامت شخصیت وڅیړو په څرګنده توګه لیدلی شو چې دوی د ملیت شعار د اسلام په چوکاټ کې پورته کړی ؤ ، پدې مانا چې لومړی ئې د اسلام ارزښتونه ته درناوی کړی ؤ اوپه خپل ژوندانه کې ئې تطبیق کړي ؤ اوبیا ئې دملیت ناره پورته کړی وه ، اول مسلمان وو او بیا افغانان .
په یاد شویو دوو مثالونو کې دا روحیه موندلی شو :
په لومړي مثال کې موږ په روښانه لیدلی شو چې د احمد شاه بابا مور څومره په افغانیت ډاډه او فخوره وه ، او غوښتل ئې چې احمد شاه بابا دخپل سیاسی بهیرمزل د همدغه رازاحساساتو په څپو کې ووهي ، او دافغانیت منزلت او حیثیت وساتي ، اوهیڅکله داسې عمل او خبره ونه کړي چې د افغانیت له شان او منزلت سره مناسبه نه وي ، که هر څومره تکلفونو او کړکیچونو محاصره کړی وي . دهغه ملت قدر وکړی چې په دې ئې اعتماد کړی .
او له دوهم مثال نه جوته کیږي چې دا افغانیت باید د اسلام او داسلامي عقیدې په رڼا کې وي نه د مادیت په لیوني پرمختګ کې ، تر هر څه وړاندې باید په خپلو پریکړو اوسیاسي تدبیرونو کې په الله تعالی توکل او اعتماد ولري ، نو ځکه وايی : چې بری او ماتی خو دتقدیر په لاس کې ده ، احمد به مړ شي خو تښتي نه ، دا مؤمنه مور چې له اسلام سره مینه او محبت لري ډاډه ده ، چې احمد په الله تعالی توکل لری ، او څوک چې پرالله تعالی توکل وکړی او هغه تعالی ته سر ټیټ کړي ، هغه بیا د هغه بشرپه وړاندې سر نه ټيټوي ، چې الله تعالی ئې خالق دي . له کومه مهال چې زموږ سیاسی زعامت د اسلامی ارزښتونو نه فاصله نیولی ده ، او دمادیت په نړۍ پسې سرګردانه شوی ، زموږ هیواد د فساد ، وحشت ، تباهۍ او بدبختۍ سره لاس ګریوان شوی دی ، د لویدیځ مادي لیوانو زموږ سیاسی مشران د خپلو مادي مصلحتونو لپاره یرغمل کړی دي ، د هیواد امنیتي ،اقتصادي حالت ورځ تر بلې خرابیږي ، د تعلیم زدکړې زمینه خو د افغانستان په جنوب کې متصوره نه ده ، د خلکو ژوند هر ګړۍ له ګواښ سره مخ دی ، او بیا هم زموږ مشران دلویدیځ د پرمختګ بیلګه په افغانستان کې غواړي . اسلام نه غواړي چې علمي پرمختګ د دې لامل شي چې یو انسان د بل غلام شي ، یا انسان د یوې آلې په څیر د تولید او کار لپاره وګمارل شي ، باید دا علمي پرمختګ د انسان په خدمت کې وي نه دا چې انسان د دې پرمختګ په خدمت کې وي .
دا خبرې تر ډیره حده د عواطفو پربنسټ ولاړې خبرې خو دي ، چې اکثرا په دې چټکه او د مادیت په زمانه کې اثر او اغیزه نه ښیي ، پدې زمانه کې باید ، کار ،تولید ، ثروت او مادي تمدن ته لاس رسۍ وشي ، د پرمختګ معیار او مقیاس باید تولید ،ثروت او جسمی لذتونه او جسمانی ارمتیا وي ، تعلیم او روزنه هم باید د همدغو معیارونو پر بنست پرمخ ولاړه شي و هر څوک باید شپه او ورځ کار وکړي تر څو ډیر ثروت ټول کړی اوبیا دا ګټلی ثروت د نور تولید لپاره ماموراوپه کار واچوی ، تر څو دا د ثروت ګټلو میچن همداسې په دوران کې وي ! .
خو آیا ریښتیا هم باید د پرمختګ او د انسانی سوکالۍ معیار همدا د مادېاتو سره عشق او مینه وي ، اود افغاني ټولنې وګړي د لویدیځ د مادي ټولنې دمعیارونو په اساس وروزل شي ؟ . ولې د افغانستان سیاسی زعامت خپل هیبت او وقار له لاس ورکړی دی ، او د افغانستان باتور ملت د کړاوونو او دردونو په نړۍ کې شپې او ورځې تیروي ؟ آیا د افغانستان زعامت د بهرنیو دمصلحتونوپه ګراداب کې ښکیل او یرغمل شوې نه دي ؟ آیا ریښتیا دافغانستان ملت هغه د لویدیځ مدرنه پرمختللې ټولنه غواړي ، که دامنیت او امان چاپیریال ته تږي دی ؟ .
دا روښانه ده چې د افغانستان سیاسی زعامت د دوو متضادو قطبونو د مادي مصلحتونو په ګرداب کې یرغمل شوی دي ، که یوې خوا ته د امریکا او ناتو هیوادونه خپل مصلحتونه په افغانستان کې پالي ، خو بل لوری ته تر ولسمشر ښاغلی کرزی داسي سیاسي شخصیتونه راټول شوی چې د روسیې ،هند اوایران سیاسی او اقتصادي مصلحتونه له پامه نه شي ِغورځولی ، اود افغانستان په سیاسی زعامت دا مختلفې واکمنې کړۍ د مختلفوبهرني هیوادونو مصلحتونود تحقق لپاره ګمارل شوی دی ، په همدې مقصد د افغانستان په سیاسی زعامت واکمن شوی دي . دښاغلی کرزي خبره بالکل پرځای ده چې بهرنیان د خپلو مصلحتونو لپاره افغانستان ته راغلی ، د افغانستان د بیوزله ملت د کړاوونو او دردنو دپورته کولو لپاره نه دي راغلی !. پدې کې شک نه شته چې پدې وروستیو کې ښاغلي کرزي د افغانستان دسیاسی سرنوشت اړوند دقدر وړ تصمیمونه اوپریکړې کړی دي ، د سولې د پروسیه نه نیولی تر خصوصي امنیتی شرکتونو تر تړلو پوري .. خو آیا دا پریکړې تر کومه حده کولای شي چې د بهرنیو د مصلحتونو له ګواښ نه خپواکې او آزادې وي ، او آیا دا پریکړې کولای شي د افغانستان ملي مصلحت د بهرنیو تر مصلحتونو وړاندې کړي .
د ډیرو سیاسی مبصرینو په اند دا راز کړنلاره او احساسات د افغانستان د سیاسی مصلحت لپاره مثمره تګلاره او احساسات دي ، خو اوس په پریکنده توګه اثر او اغیزه نه لري ، ځکه چې د افغانستان په سیاسی پرخلیک باندې بهرنیو استعماري هیوادونوداسې ژورې منګولې خښې کړې چې په لڼد مهال کې لدې ګرداب څخه د وتلو لاره ډیره ستونزمنه ښکاري . اوس که ملت د افغانستان د خپلواکې او آزادۍ په لاره کې قرباني ورکړي ده ، نوباید سیاسی زعامت د ملت سره داسې اړیکه ټینګه کړي ، چې وکولای شي د ملت پرمټ د بهرنیو سرکشېیواوخپل سرېیو ته دپای ټکي کیږدي ، او دا اړیکه باید د داسې وړاندیزونو له لیارې ایجاد شي چې ملت ته د منلو وړ وي ، د سولې پروسه داسې ملي شخصیتونه په مخ بوځي چې د افغانستان په سیاسي متنازعومسایلو کې ککړ نه وي ، په ملت دی ریښتنی غږ وشي ، او دا هغه یوازنۍ لاره ده چې زعامت ئې له لیارې کولای شی افغانستان د دې کړکیچ نه وژغوري ، او دملت اراده د بهرنیو په مصلحتونو مقدمه شي .