د سید عمر پاچا خوګیاڼی لیکنه
د: .ښاغلی حاجی صاحب امین باوری د ډیر لوړ شخصیت خاوند میلمه پالونکی .زحمت کش.کمین .خاکسار اوتل د خلکو په خدمت کی دی . نوموړی د فقیرانو سره فقیر او ادبیانو سره ادیب دی . ده په اروپا کي ډير فرهنګي خدمتونه کړي دي او ملی شخصیتونو په ویاړ يې وخت په وخت غونډی جوړی کړي دي ددې تر څنګ يې په بلجیم کی د افغان کلتوري بهير په چوکاټ کي نه ستړي کيدونکي هلي ځلي چي په يو شمېر غونډو کي يې د اروپا له بېلابېلو هيوادونو او افغانستان څخه پوهانو او فرهنګيانو تشريف وړﺉ ، له پامه نسي غورځول کېدای .
دداسي اشخاصو چي خپل وخت او انرژي د خپل هيواد او خلکو د خوښۍ او پرمختګ په لاره کي مصرفوي درناوی او ستاينه پکار ده ، نو له دې امله زه وایم.
خپل وطن وای ځما کلی او دیره وای
باوری صاحب ځما پکښی میلمه وای
د ویاړني بالذته به مي ژوند وای
دې عزت کي به ځما جګه شمله وای
د پیاوړي غیرت سیوري لاندي ناست وای
تل ډالۍ به مي د میني شکرانه وای
د خپلو دوستانو په غوښتنه او د دوی په استازی توب باوری صاحب ته لاندی څو بيتونه ډالۍ کوم.
خدمتګار ،کمین ، خاکسار، وطن پالی، باوري دی
دوست ملګری او همکار شپه او سهار د هر سړی دی
دا امین دې په رښتیا امانت کار دی
په خدمت کی د مظلومو ښه ملیار دی
ده ورکړی امتحان اماده د قربانی دې
خدمتګار ،کمین ، خاکسار، وطن پالی، باوري دی
دا ادیب دی ښه لیکوال همقطار د شاعرانو
په عزت او صداقت په سر خط د ادیبانو
نه تنها په اروپا کی ده شهرت نور وطنی دی
خدمتګار ،کمین ، خاکسار، وطن پالی، باوري دی
دوی د هر چا خیال ساتلی هم متین دی په تقوا
د ده خوان وی تل هموار پکښی برخه د هرچا
خدای ورکړی ښه همت هر قدم ئ نیک کاری دی
خدمتګار ،کمین ، خاکسار، وطن پالی، باوري دی
په ښه خلق ئ فولادی کړی سپړلی
د غیرت چیغی ئ په خلکو اوریدلی
متانت ئی ډیر اوچت ټول عمل ئ انسانی دی
خدمتګار ،کمین ، خاکسار، وطن پالی، باوري دی
توانا دی ډیر غښتلی ښه صابر دی
افغانانو د یووالی رابللوکی ماهر دی
نه ریا لری نه کبر هر قدم یئ اخلاصی دی
خدمتګار ،کمین ، خاکسار، وطن پالی، باوري دی
په ډیر درنښت