کور / تازه خبرونه / کندهار: درو چاودونو ۱۱پولیسو ته مرګ ژوبله واړوله

کندهار: درو چاودونو ۱۱پولیسو ته مرګ ژوبله واړوله

دکندهار ولایت مطبوعاتی مسول زلمی ایوبی وایی درو پرله پسو چاودنو ۲ تنه پولیس ووژل او دیوملکی په ګډون ۹ نوریې ټپیان کړل.
ښاغلی ایوبی وایی دری واړه چاودنی ماښام مهال شاوخوا (۷ ) نیمو بجې دکندهارولایت د۱۶ امنیتی حوزی اړوند سیمه کی هغه مهال رامنځته سوه چی پولیس په یاده سیمه کې په ګزمه بوخت وه.
یوه امنیتی سرچینه بیا دنوم نښودولو په شرط وایی چی لومړی چاودنه دکندهار ولایت دڅلورمی امنیتی حوزی پرامر ولی محمد باندی سوی .
سرچینه زیاتوی چی په چاودونو کی دولی محمد برسیره ۳ تنه نور پولیس وژل سوی او د دوه ملکیانو په ګډون ۱۲ تنه پولیس ټپیان سویدی .
یاده دی وی چی نن سهار هم دکندهار ولایت په میرویس مېنه کی دپولیسو پر یوه رینجر ګاډی باندی دیوه زرنج ډوله موټرسایکل په واسطه چاودنه سوی ، چی ۲ تنه ملکی کسان یې ژوبل کړې وه .
په کندهار کی یادی چاودنی پداسی مهال رامنځته کیږی چی دیوی اوونی راپدیخوا پدی ولایت کی د پولیسو له خوا د(امید ۲ ) په نوم چاڼیز عملیات راپیل سوی چی دچارواکو په وینا په سلګونو پولیسوپه کی برخه اخیستی.