کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ولسمشر څه چې کاڼې باید وژاړي!!

ولسمشر څه چې کاڼې باید وژاړي!!

یاددښت: (دا د لیکوال شخصي نظر ده، د حکومت دریځ نه دی)


د افغانستان ولسمشر کرزی د سواد د نړېوالې ورځ د لمانځلو پروخت د افغانستان د ناورینونو په یادوولو سره په ژړا شو. ژړا داخلاص، ترحم، عاطفي او زیاتو دردونو استازیتوب کوي.  متاسفانه، هغه سیاسی مخالفین چې ددوښمن په ژرنده کې اوبه تویوي او یا بهرنیانوته د نزدیکت سترګک وهي، دا د کمزوري او دوخت د نازکتونو خلاف عمل بولي.
ولسمشر کرزی په یوه ملې او تاریخي کورنې کې زېږدلي او هغه د ملت او ولس دردونه په طبیعي ډول درکولای شی او ورباندې زهېرېږي.
یو افغان او مسلمان چې کله اورې چې موږ لس میلیونه بې سواده وګړی لرو، دا په دې مانا ده چې موږ لس میلیونه دوښمنان لرو، ځکه د سولې، تمدن او پرمختګ غټ دوښمن جهالت او ناپوهې ده. آیا دا د ژړا وړ نه ده؟
کله چې د پردیو په لمسون دخپل بې سواده وګړو په لاس تر زرو زیات قومي مشران، سپین ږیري، عالمان او تجاران وژل کېږي، آیا دا د ژړا وړ نه ده؟
دهېواد او ولس مخالفین چې زموږ ملي شتمني، سړکونه، بندونه، ښوونځي، جوماتونه، پلونه، پلچکونه په بمونو الوزوي او دښوونځیو دروازي د نجونو او هلکانو پر مخ تړي، آیا دا د ژړا وړ نه ده؟
د هیواد او ولس له موجوده فرصوتونو څخه نه استفاده، دجهاد، مجاهد، طالب، اسلام، مسلمان او افغان د بدنامولو د پروسو قربانې کېدل او د پردیو په سیاسي فتواوو د خپل ولس او دولت په خلاف د نورو د تنورونو خاشاک ګرځېدل او یوازې د یوه قوم  په وژنه لاس پورې کول او … د ژړا وړ نه ده؟
آیا دا د جنت په څېر هېواد په دوزخ بدلول او په دې کې د ولس چوپتیا د ژړا وړ نه ده؟  آیا د ولسمشر دا فریاد چې (له درانه خوبه وېښ شئ) معقول نه دی؟ آیا دا د اوسني وخت د نزاکتونو خلاف ده، که اصلا د اوسني وخت غوښتنه داده چې باید خپل هېواد د خپلو ولسونو د مټو په زور جوړ کړو؟؟
هغه وخت چې  ملت ته امت نه ویل او ملي مفاهیم کفري مفاهیم ګڼل کېدل او د نورو په اشاره په لسهاوو مفکرین او ژور ولسی عالمان د ښاغلي عبدالاحد کرزي په شمول د نامرده ګولیو خوراک شول. دغه ټول درانه مشران ددې په خاطر له منځه ولاړل ترڅو له ګاونډیانو سره چې زموږ خطرناک تربوران دي، د سیالۍ توان له لاسه ورکړو.آیا دا د ژړا وړ نه ده؟
کله چې په ټولو اسلامي هیوادونو – د سعودي عربستان په ګډون- کې کافران او مسلمان یو له بل سره سیاسی او اقتصادی معاملات لري، کلیسیا او جومات خوا په خوا وجود لري او یو بل زغملا شی او زموږ ولس په داسې یو هېواد کې چې ۹۹.۹۹ سلنه یې مسلمانان دي، یو بل نه زغموو او یو بل وژنو، آیا دا د ژړا وړ نه ده؟
کله چې موږ له ډلو او حزبونو څخه مذهبونه جوړ کړیدي او بل حزب او ډله را ته کافره ښکاري او یوازي د ډلو په اختلاف مو په سلهاوو انسانان ووژل، د ژړا وړ نه ده؟
پخوانیو حاکمانو او طالبانو به د زور، جبر، ډیکټاټوري، وحشت او ټوپک له خولې ولسونه مقهورول او ولسمشر کرزی ولس ته  دعاطفي، ترحم، ملي یووالي، ملي مشارکت، استقلالیت، خودي، تحمل او واک ته د رسیدو له ولسی لارو څخه د استفادي پیغام ورکوي ترڅو ولس په خپل پښو ودرېږي. آیا دا د ژړا وړ نه ده  چې ولس، د ولسمشر په دغه نیت ونه پوهېږئ او ترشاه یې ونه دریږي؟؟؟
د یوه وسله وال مخالف بندي په خلاصیدا پسي له ۱۰۰ څخه تر ۲۰۰ او زیات مشران حکومت ته مراجعه کوي، سفارش یې کوي او هڅه کوي چې خلاص یې کړي، اما په سلهاوو قومي مشران، دیني عالمان او روښنفکران د مخالفینو لخوا ووژل شول. ښوونځي مو سوزوي، عامه شتمني مو له منځه بیايي، ولس له اساسي ضرورتونو څخه محروموي، ملي اردو او ملي پولیس مو وژني، مشران او تجاران تښتوئ، آیا د ولس په چوپتیا ژړا نه ده په کار؟
هېره مو نه وي، چې دا یوازي ولسمشر کرزي نه، بلکې زموږ نورو مشرانو تل دا ګیله کړیده او د ولسمشر کرزي ژړا هم له ولس څخه یوه ګیله ده. خوشحال خټک داسي ګیله کوي چې:
چې هرڅومره يې سمه ومه نه سمېږي««« پښتانه دې د کږو تېږو دیوال
او بیا وايي:
پښتانه واړه ناپوه دي یو په بل کاندې غورزی ««« چې یو سر کاندې راپورته بل یې ووهي مغزی
توپېر یې دادي چې ولسمشر کرزي د  نثر په ژبه او خوشحال خټک د شعر په ژبه له خپل ولس څخه ګیله لري.
خان عبدالغفار خان د خپل ولس د داخلې تربګنیو څخه پوزې ته راغلي وو او خپل ولس ته یې دا پیغام ورکړ چې: (یا به یو کېږو، ګني ورکېږو!)
سیدجمال الدین افغان چې کله خپل لس فقره ای پلان امیر شیرعلي خان ته وړاندي کوی او دا ولس دهغه په بینش او دید نه پوهېږي او دخپل هېواد پريښودو ته یې مجبوروی. دا په داسي حال کې چې د سید له افکارو نورو ګټه پورته کړه؟ دا د ژړا وړ نه ده؟ اما وروسته موږ د هغه مړي را انتقالوو. زموږ بدبختي همدا ده چې کله مړ شي، بیا بابا شي.
سید چې کله ایران ته ولاړ او په یوه جلسه کې يي وینا وکړه او یو ایراني ملا ورته راپورته شو او ويي ویل: چې تا خو زموږ ذهنونه روښانه کړو نو زه له تاسره دا مالی مرسته کوم. سید په ځواب کې وویل: (ای شیخ! این پول را به خود نګه دار، ازینکه یک شیر افغان در هیچ زمان و مکان ګرسنه نخواهد ماند.)
نو ولسمشر کرزي همدا پیغام او درد خپل ولس ته د ژړا له لاري انتقالوي چې پورته شئ او وېښ شئ، په پردیو اتکا پرېږدي، د ګاوڼدیو د لاس آله مه جوړېږي، د هغوي د مالي او سیاسي مرستو په وسیله خپل هیواد مه ورانوي، او د سید دا جمله په یاد کړي چې (… یک شیر افغان در هیچ زمان و مکان ګرسنه نخواهد ماند).
یو ایراني لیکوال علي شریعتي لیکي: انسانان چې څنګه ژوند لري، هماغسې یې د ژوند پای هم وي. نوموړي د رسول الله صلی الله علیه وسلم ژوند او وفات ته هم اشاره کړیده. بیايي د روم د امپراتور  د ژوند او مرګ مثال ورکړیدی. کله چې نوموړي د نزعې په حالت کې وو، ده په دغه وخت کې له ځانه سره سوچ وکړ چې زه د روم امپراتور یم. داچې زه هم د عامو وګړو په څېر مړ شم نو زما او دهغوي ترمنځ توپېر څه دي؟ نو ده د نزعې په حالت کې یو چغه له خولې وویسته او ولاړ شو چې یو امپراتور باید په ولاړه مړ شی). نوموړي خپل ولس ته دنزعې په حالت کې هم خپل تاریخ او دهغوي نقش او دریځ ورپه یاد کړ.
نو ولسمشر دخټک، خان عبدالغفار خان، سید او د روم د امپراطور په پیروي د افغاني ټولني په صلاحیتونو، استعدادونو، تاریخ، فرهنګ، کلتور او د خپلو مشرانو او باباګانو په مبارزې استناد کوي چې تاسو خو داسي نه وي! ستاسو ژوند خو د امپراتوریو د زوال سبب ګرځېدلي دی. تاسو په خپله غېږه کې زلمیان او مجاهدین روزلې دي.  تاسو خو چوپ نه بلکې یو وېښ ولس یاست؟ په تاسو څه شویدي چې ددغو ناورینونو، چوپتیاوو او جهالت څخه ځان نشي راویستلاي او له موجوده فرصتونو څخه ګټه نشي پورته کولای؟ دڅو ګوتو په شمار پردیو پورې تړلو وګړیو چې ملت یې یرغمال کړیدی، مقابله نشي کولای؟ په داسې حالتونو کې یوازي ولسمشر کرزي نه بلکې باید کاڼې هم وژاړي!!