داسې وسل کېږي چې د بشريت راتلونکې لانجې به د منابعو په سر وي، چې تر ټولو ډېرې به يې د اوبو لانجې وي . افغانستان د باران او واورو په اوبو متکي هېواد دى. که څه هم سرشاره سيندونه لري؛ خو زياتره يې ژور تللي دی؛ نه د اوبو لګولو او نه هم د برېښنا لپاره پوره کارېدلي دي .
ما د مرستو له يوه بهرني کارپوه سره خبرې کولې او ترې ومې غوښتل، چې نړيواله ټولنه ددې پر ځاى، چې ميلياردونه ډالر په بې نتيجې پروژو؛ او د ظرفيت جوړونې او جنډر په نومونودوه ورځنيو او پېنځه ورځنيو کورسونو ولګوي، بايد د اوبو لګولو او برېښنا په لويو پروژو دې یې ولګوي، چې هم د ډېر شمېر خلکو ضرورت پرې رفع شي او هم د هېواد اقتصادي پرمختيا او تخنيکي کولو لپاره لار خلاصه شي . هغه وويل، چې له اوبو څخه په راولاړو شويو سياسي ستونځو کې يې خپله ماسټري اخيستې ده؛ او دا مشوره نه ورکوي . ځکه اوس د افغانستان ګاونډيان پياوړي دي او نه پرېږدي، چې افغانستان خپلې اوبه پخپله استعمال کړي. هغه ويل، چې که افغانان اوس دې کار ته اقدام کوي، يو څاڅکى اوبه به ورته په يو څاڅکي وينه تمام شي .
افغانان هم غواړي چې افغانستان بايد له خپلو ټولو ګاونډيانو سره د اوبو مسئلې حل کړي . په دې برخه کې نړيوال قوانين شته او بايد د هغوى په مرسته دا مسئلې هوارې شي .
“د ناکامو دولتونو رغول” کتاب کې ډاکتر اشرف غني د ځينو هېوادونو بېلګې راوړې دي، چې څنګه يې له يوې خاصې منبع نه د ټول هېواد د تره قۍ په ګټه کار واخيست: سينګاپور له خپل ټايم زون نه په ګټې اخيستو سره د نړۍ له پرمختلليو او پياوړيو اقتصادي قوتونو څخه شو. آيرلنډ معلوماتي ټکنالوژۍ ته په ودې ورکولو سره د اروپا د دغې برخې د مرکز په توګه يو پياوړى اقتصاد شو. د امريکا د متحده ايالاتو جنوبي ايالتونو، چې د شمالي ايالتونو په نسبت ډېر وروسته پاتې وو، د باکفايته واليانو او کاري ټيمونو په جوړولو خپل اقتصادونه دومره پياوړي کړل، چې ځينې يې د نړۍ د سترو هېوادو په اندازه آباد او ماړه شول . د ډاکتر صيب په نظر ،افغانستان د برښنا په جوړولودغسې چټکه اقتصادي وده کولاى شي . برېښنا او اوبه سره تړلي دي . د برېښنا بندونه به د اوبو د بندونو لپاره پکار راشي او که له یوې خوا به، په افغانستان کې د برښنا په جوړیدو د هیواد روښانتیا، صنعتي کیدو او ګڼو نورو پرمختګونو ته لار خلاصه شي، له بلې خوا به ګڼ شمېر خلکو ته د ښې کرنې زمينې جوړې شي .
که افغانستان خپلې شاړې ځمکې خړویې او يواځې دولتي ځمکې بې ځمکو او کم ځمکو افغانانو ته ووېشي؛ نو ۱۲ ميليونه کسانو هر يوه ته ۵۰ جريبه ځمکه رسېږي . همدا راز د اوبو د مسیرونو سمون او کنټرول یو ډیر ضروري کار دی، او که نه وي، نو پر دې سربېره چې ځمکې مو اوبه وړي، په راتلونکې کې راته لویې ارضي ستونزې هم زېږوي . د آمو د سیند حال دغسې دی چې هر کال په زرګونو جریبه ځمکه لاندې کوي .
د اوبو جنګونه به د بشريت راتلونکې حادې او خطرناکې لانجې وي . نړيوال کارپوهان وړاندوينه کوي، چې دا لانجې به تر ټولو زياتې په منځني ختيځ او افريقا کې وي . منځنى ختيځ به نور د تېلو په خاطر نه؛ بلکې د اوبو د لانجو په خاطر ځورېږي . د جنوبي اسيا ځينې سيمې؛ لکه هند، پاکستان او بنګله دېش به هم له سترو چېلنجونو سره مخ شي؛ او يو څاڅکى اوبه به ورته تر ۱۰ څاڅکيو تېلو ډېرې قیمتي شي .
افغانستان د نړيوالو وړاندوينو له مخې په دغو لېسټونو کې نه راځي؛ خو دا چې د پاکستان او ايران ځينې برخې د افغانستان په اوبو آبادې دي؛ نو پکار ده، چې له همدا اوسه د اوبو د مسئلې د حل لپاره پلانونه جوړ او د هواري لارې يې ولټول شي . د شاهي دورې وروستي صدر اعظم محمد موسى شفيق د هلمند د اوبو مسئله له ايران سره حل کړه . که څه هم د هغه وخت ځوانو مبارزينو نوموړى په اوبو خرڅولو او ابرو خرڅولو تورن کړ؛ خو بې پرې پوهان او څیړونکي وايي، چې هغه حل خورا عادلانه و؛ او د موسى شفيق ابتکار د ستايلو وړ دى .
د پاکستان پخواني ولمس مشر پروېز مشرف د کالاباغ بند څخه په پخپله دفاعیه وينا کې په دې ټينګار کاوه، چې (افغانستان د جوړېدو په حال کې دى؛ او خپلې هغه اوبه،به خامخا ګرځوي او پخپله ښه به يې راولي ؛ چې حق يې دى ؛ نو پاکستان بايد عاجل اقدامات وکړي، که څه هم د نړيوالو قوانينو له مخې په دغو اوبو کې له پاکستان سره تفاهم او جوړجاړى ضروري دى). دا ددې مانا ده، چې د هېوادونو مشران او ولسونه مخکې له مخکې خپلو ستونځو ته متوجه دي او د هواري او بدیلو لارو په باب یې فکر او عمل کوي . موږ بايد هم همدغسې واوسو.
افغان مشران باید له ګاونډیانو سره د اوبو مسلې هوارې او د نړیوالو همکاري راوګرځوي، چې د اوبو لوی بندونه او پرې پیاوړي برښناکوټونه جوړ شي، چې د ولس د کار، بوختیا او نیکمرغي یون چټک او د هیواد ترقي ګړندۍ شي .
د اندوس سیند حوزه
¯