د مېرمن کلتوري ټولنیز بهیر نولسمه غونډه د شنبې په ورځ د ۱۳۷۹ لمریز کال د تلې په دریمه نیټه چې د ۲۰۱۰ زېږدیز کال د سپټیمبر له پنځه ویشتمې سره یې سمون درلود د پوهنې وزارت په کلوپ کې جوړه شوه.
پدې غونډه کې چې ګڼو مېرمنو او نجونو ګډون درلود زمزمې عرب نیازۍ چلوله او میلمنه یې د کابل د عربي دارالعلوم محصله هیلۍ احدي او ریسه یې ندا ساپۍ وه.
د مېرمن کلتوري ټولنیز بهیر دې غونډې دوه برخې لرلې. د غونډې لومړۍ برخه کره کتنې ته ځانګړې شوې وه چې پکې مینا نظري وردګ خپل لاندې غزل دیکلمه او کره کتنې ته وړاندې کړ:
غزل
لکه یو شور لکه یو درد چې له ګیتاره وځي
داسې له زړه مې د جانان د کوڅې لاره وځي
کاش چې مې دومره هم د زړه له تله نه خوښېدای
اوس خو به یار هم له دې کلیه ګنهګاره وځي
د بیلتانه له غمه نوره به تر کومه ژاړم
د نرمو زړونو خاوندان خو له دې ښاره وځي
عجیبه دا ده چې اشنا مې لا خبر هم ندی
وایي څوک نه لري همداسې به بې یاره وځي
ساده جانانه اوس پښتو مې راته خوله تړلې
که نه نو چیغه مې له خولې نه بې اختیاره وځي.
د دغه غزل د لومړي بیت په اړه د غونډې ګڼو ګډونوالو نظرونه وړاندې کړل په سر کې طوبا ندا ساپۍ وویل چې که پدې بیت کې:
لکه یو شور لکه یو درد چې له ګیتاره وځي
داسې له زړه مې د جانان د کوڅې لاره وځي
د درد کلمې په ځای ساز ولیکل شي بهتره به وي ځکه د موسیقي له الاتو نه درد نه بلکې ساز اوچتېږي، خو ګلمینې یوسفزۍ وویل چې ساز په حقیقت کې د غږونکي د زړه درد منعکسوي هر څومره چې ساز غږوونکی درد من وي هومره د ساز له الې درد ناکه او سوزناکه نغمه پورته کېږي.
دغه راز د ګیتار د کلمې په اړه ځینو ګډونوالو وویل چې که د ګیتار پر ځای سیتار ولیکل شي، ځکه سیتار د شرقي موسیقي اله ده او تر ګیتاره معموله هم ده خو لینا شریفي د ګیتار کلمه ښه وبلله ځکه سیتار په شاعرۍ کې ډېر کارول شوی خو ګیتار نوې خبره ده او بل دا چې ګیتار هم د سیتار په څېر رومانټیکې او سوزناکه نغمې غږولی شي.
کاش چې مې دومره هم د زړه له تله نه خوښېدای
اوس خو به یار هم له دې کلیه ګنهګاره وځي
پدې بیت کې د کاش او کلیه کلمو باندې بحث وشو چې کېدای شوای د (کاش چې) پر ځای کاشکي کارول شوی وای خو بیا استدلال دا و چې تر کاشکي د کاش له کلمې دریغ او افسوس ډېر څرګندېږي.
د کلیه په برخه هم د کلي کارونه ښه وبلل شوه خو له هغه ځایه چې شاعران د معمولو کلمو پرځای د نامعمولو کلمو کارونه ښه ګڼي دغه راز ډېر د ګرامري جوړښتونو په قید کې نه وي او په اصطلاح اختیارات شاعرانه لري نو د کلیه کلمه هم په خپل ځای پاتې شوه.
د غزل په وروستي بیت :
ساده جانانه اوس پښتو مې راته خوله تړلې
که نه نو چیغه مې له خولې نه بې اختیاره وځي.
هم خبرې لرلې.
طوبا ندا ساپۍ وویل چې دا بیت داسې هم اړول کېدی شي:
چې داسې غلې یم پښتو مې راته خوله تړلې
که نو چیغه مې له خولې نه بې اختیاره وځي
شاعر او لیکوال علم ګل سحر چې دې غونډه ته دلیکوالي دکورس دپرانیستلو او اړوند لکچر د وړاندې کولو لپاره راغلی و، وویل چې د دې بیت په لومړۍ مصره کې د ساده جانانه عبارت یوه پټه خبره رانغښتې او په اورېدونکي او لوستونکي ښه لګېږي چې نورو ګډونوالو هم د غزل اصلي بیت په همدې حالت ښه وارزاوه.
په ټولیز ډول د مینا نظري وردګ یاد غزل ښه وګڼل شو او وویل شول چې نوې خبرې پکې ډېرې وې.
پاریسې خزان له کره کتنې مخکې د مینا نظري د شعر دکلمه هم خوښه کړه او ټولې شاعرانې یې وهڅولې چې خپل شعرونه د توان تر حده دکلمه کړي.
له کره کتنې وروسته ګلمینې یوسفزۍ خپل هغه شعر ولوست چې د افغانانو یو ناوړه دود پکې غندل شوی و او په حقیقت کې یې د هغې نجلی د زړه درد بیان کړی و چې په کم عمر د پیسو په بدل کې واده شوې وه، واده دې ته د ښه ژوند پیلامه نه، بلکې د مېړه د کورنۍ د وهلو، رټلو او تاوتریخوالي پیل و. دې ته چا پام نه کاوه ان پلار ګنۍ یې هم د دې د درد د کمولو هڅه ونکړه. د ګلمینې یوسفزۍ شعر د ارواح طواف نومېده
د ارواح طواف
نن یې د سرو مریو هار ورک شوی
بیا یې د شنو خالو قطار ورک شوی
چا یې په لېچو کې بنګړي مات کړي
چې د بنګریو شرنګهار ورک شوی
پرون له دې کلي نه سره ډولۍ کې
دغه قهرجن اسمان سپوږمۍ وړې وه
چې یې قدم لاندې ګلان غوړېدل
له هغې حورې نه بهار ورک شوی
غمازو شپو یې له مین زړګي نه
ټوله رڼا او هم ښکلا وړې ده
اوس یې زړګي ته لار موندلی نشي
ظالمه شپه کې ترې سهار ورک شوی
اوس یې هم مړې هیلې په زړه کې اوسي
شهیدې شوي د پښتو په دود کې
چې یې په فال کې د تقدیر ژوندی کړی
نن ترې هغه د مینې یار ورک شوی
یاره د ګل پر ځای اغزي غنچه کړه
که یې ټپي کړې زړه به درد نه کوي
ستا د الفت په قدر نه پوهېږي
نور د خوښیو انتظار ورک شوی
نور دې اواز په چا اغېزه نه کړي
زما او ستا کعبه جدا جدا ده
ستا د ارواح طواف ته دوی راغلي
خلکه په خپل نفس اعتبار ورک شوی.
طوبا ندا د دې شعر له اورېدو وروسته ګلمینې یوسفزۍ ته وړاندیز وکړ چې د دې نجلی په ژوند کېدای شي کیسه هم ولیکي.
د مېرمن کلتوري ټولنیز بهیر د دې غونډې په وروستیو کې مشاعره وشوه او د مازدیګرنۍ په خوړلو سره د مازدیګر په درې نیمو بجو پای ته ورسېده.دلیکوالي دزده کړې پنځه میاشتنی کورس پرانیستل شو خو د علم ګل سحر لکچر د وخت دکموالي له امله بلې غونډې ته وځنډیده.
یاده دې وي چې د مېرمن کلتوري ټولنیز بهیر اوونیزې غونډې هره شنبه د ماسپښین له یوې نیمې تر درې نیمو بجو د پوهنې وزارت په پنځم پوړ کې جوړېږي.