د کندهار ولايت د عامي روغتيا رياست سره د افغانان د مدني ټولني لپاره ټولني لخوا څخه د 38 قلمه طبي سامان آلاتو مرسته وکړه.
په دغه طبي سامان آلاتو کي د مصنوعي تنفس دستګا، د ويني د کتلو ماشين، الټراساونډ، د مريضانو بسترونه، د مريضانو د انتقال ټالى او يو شمېر نور طبي سامان آلات شامل ول چي جمله يې ٥٧٠٠ اوه پنځوس زره امريکايي ډالره ارزښت درلودى.
دکندهار ولايت دعامي روغتيا رئېس ډاکټر عبدالقيوم پخلا د افغانان د مدني ټولني لپاره د ټولني مرسته د ستايلو وړ وبلله او وې ويل ميرويس روغتون د زون په سطحه ترټولو لوى روغتون دئ چي هره ورځ زيات شمېر ناروغان ورته مراجعه کوي او تاسي ټولو ته معلومه ده چي کندهار ښار او ټول سهيل لوېديځ زون هره ورځ د يوې پيښي شاهد وي نو په همدې خاطر دا ډول سامان آلاتو ته زياته اړتيا ليدل کيدله .
همدارنګه ډاکټر عبدالقيوم پخلا وويل(( په دې سامان آلاتو سره به دميرويس روغتون يوه اندازه ستونزي حل سي خو زه د ټولوسوداګرو څخه هيله کوم چي د کندهار ولايت د عامي روغتيا د رياست سره د طبي تجهيزاتو مرسته وکړي ترڅوموږ وکولاى سو چي ټولو هيوادوالو ته لکه څنګه چي لازمه وي هغسي درمنله وکړو.