په ملګرو ملتونو کې دپاکستان سفير وايي پاکستان غواړي دناټو اکمالاتي لار چې په افغانستان کې ميشتو بهرنيانو ته اکمالات کيږي دامنيتي اديښنو له ختميدو سره بيا پرانيزي .
په واشنګټن کې دپاکستان سفير حسين حقاني ويلي دي چارواکو په امنيتي دلائلو دپولې دتړلو امر ورکړ.
نوموړى زياتوي خلک دامريکايي ځواکونو له لورې دپاکستاني عسکرو پر وژنه قهرجان وه .
دحقاني په وينا پاکستان پلان لري چې له امنيتي وضيعت ښه کيدو وروسته اکمالاتي قطارونو ته اجازه ورکړي .
پاکستان دتورخم لار وروسته له هغې وتړل چې دامريکايي ځواکونو چورلکو درې پاکستان سرتيري ووژل .
بهرنيوځواکونو ويلي دي چې دوى دخپلې دفاع په خاطر ياد بريد ترسره کړى دى .