بسم الله الرحمن الرحیم
«انا لله وانا الیه راجعون»
(کل نفس ذائقة الموت .)
رښتیا هم چې دا نړۍ دازمیښت او د غمونو او در دونو نه ډکه او پایلې یی دهمغه چا له پاره ویاړلې دي چې د الله تعالې په وړاندې یی د محاسبې او حساب وکتاب له پاره خپل ځان ، په همدې ستونزمنه او دغمونو ډکه نړۍ کې په پوره میړانتیااو شکیبایی سره ، تیار کړې وې .
د ننګرهان د خوګیاڼو اوسیدونکې ،مرحوم او مغفور میا ګل اروال د هغو درنو اوویاړلو شخصیتونو څخه و چې د هیواد دتاریخ اوجهاد په پاڼو کې به یی نوم تل ځلانده بریښي ، هغه دهیواد او ولس د ویاړونو او افتخاراتو پټ څلې و .
نوموړې د ادبیاتو دپوهنځې د ژورنالیزم د څانګې څخه فارغ شوې و د ژورنالیزم په ساحه کې یی او په ځانګړې توګه د روسي دسرو لښکرو د اشغال په وخت کې یی د هیواد اوولس له پاره ډیر زیات دقدر وړ خدمتونه تر سره کړي . هم یی د ژورنالست په څیر ، هم یی د تلویزوني مرکو او خبرنو د مبصر او پروډیوسر په څیر ، هم یی دهجرت په دیار کې د ژورنالیزم د استاد په څیر او هم یی د یوه ډیر غښتلي لیکوال په څیر دندې تر سره کړي او په دې ټولو دندو کې یی خپل ایماني مسؤلیت ترسره کړې .
نوموړي په اتیاومه او نوی ومه لسیزو کې له مونږ سره په افغانان خبري اژانس کې ډیر تکړه او نه ستړیکیدونکې مسؤل و . تر ټولو زیاد د باور وړ ، ترټولو زیات زحمت ایستونکې ، تر ټولو زیات امین او تر ټولو زیات وطن پاله او ولس دوسته انسان و .
زه یی د مړینی په خبر ډیر وځوریدم . الله دې ورته د شهیدانو درجې ورکړې .
په دې اساس دهغې ټولې کورنۍ او دوستانو ته د نوموړې دناببره مړینې له کبله د الله تعالې څخه دزړه صبر او ډیر زیات اجر غواړم. او په داسې حال کې چې سترګې مې پسې ژاړي ، نوموړې ته دالله نه د جنت الفردوس دورکولو اودهمغې اقدس ذات څخه ورته د هغې دانساني خویدو په اړه بښنه غواړم .
په درنښت
قریب الرحمن سعید
دپخواني افغان خبري اژانس رئیس او اوس،
په اروپا کې دحزب اسلامی د سولې او امن د جرګګۍ مشر
له ډنمارک څخه د تسلیت پیغام
ليکوال : هیواددوست
د میاګل( اروال ) اروا دې ښاده وي
په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د افغانستان یو تن تکړه ، نومیا لی ،زړور او هېوادپالونکی ژورنالیست او لیکوال میاګل اروال وفات شوی ( لوی خدای (ج) دې ښه جنتونه ورپه برخه کړي )
ارواښاد میاګل اروال کلونه کلونه په هېواد کې دننه او له هېواد څخه د باندې د خپل خوږ ژوند ډېره برخه د ګران افغانستان د هماغه وخت ځوان ژورنالیزم او ورځپاڼه لیکنې ، او وروسته بیا د افغانستان د راډیو او ټلویزیون ژورنالیزم ته وقف کړه .
هغه د یو رښتیني ، متدینه او رسالت لرونکي ژورنالیست په توګه د ګران افغانستان د ښو او ډېرو بدو حالاتو انځور د هېواد د رسنیو له لارې ورکړ، قلم په لاس لکه د یو رښتیني سرباز په شان د عقیدې او هېواد نه د دفاع په سنګر کې ناست و،مکروفون او د ټلویزیون کمره یې لکه دوه نږدې یاران د حقیقت د بیان وسایل و،د افغانستان د ملي ټلویزیون د مستقیم نشر ستدیو او د مونتاژ او ایډت څانګې د ده د کار څایونه و، د افغانستان د نوی ملي ټلویزیون د اطلاعاتو او خبرونو عمومي مدیریت او څانګه د اروال صاحب په ښایسته تبصرو ،تفسیرونو ، خبرونو ،تحلیلونو او انانسونو ، ښکلې وه .کله به چې د افغانستان د ملي راډیو ټلویزیون نطاقان د ټلویزیون د شپې خبرونو د لوستلو لپاره د ټلویزیون د اطلاعاتو ادارې ته راغلل ، نو د ارواښاد میاګل اروال په لیدو به ډاډه شول چې نن شپه له ځان سره د یو پوه او فعاله مشر په درلودو سره پښتو خبرونه ښه او له اشتباه پرته ولولي .ما خپله شخصا د تل پاتې اروال صاحب نه ډېره پېرزوینه او مسلکي مرسته ترلاسه کړې وه . له همدې امله ده چې موږ د خپلواکۍ فرهنګي مرکز ټول کارکونکي او د ارواښاد میاګل اروال نور مینه وال او دوستان د هغه مړینه د افغانستان د رښتیني ژورنالیزم لپاره یوه لویه ضایعه ګڼي او په داسې حال کې چې اروال صاحب ته له لوی خدای نه د مغفرت غوښتنه لرو د هغه محترمې کورنۍ ، خپلوانو ، دوستانو او د هېواد ټولو ژورنالیستانو ته د جمیل صبر هیله کوو . اروا یې ښاده او یاد یې تلپاتې
محمد یوسف هېواددوست
———————————————————————-
د ارواښاد میاګل اروال کورنی ته د خواخوږی پیغام
میرویس خوږیاڼی
په ډیره خواشینی سره مو خبر تر لاسه کړو چی د پښتو ژبی تکړه او نامتو لیکوال ، فرهنګی شخصیت ارواښاد میاګل اروال له ورپښی ناروغی له امله له دی نړی سترګی پټی کړی .
انالله و اناالیه راجعون
په مصر کی میشت افغان زده کونکی ارواښاد ته د فردوس جنت او کورنی ته یی د جمیل صبر غوښتونکی دی .
————————————————————————–
انالله و ناالیه راجعون
اروال صیب مرګ حق دی خو ستا خاطرې به مونږ وژړوی؟
ليکوال : میرویس عمرخیل
له نن نه څو کال وړاندې دولسي جرګې په درالانشا کې له خدای بښلی اروال صیب سره اشنا شوم،کاش کې چې له دې څټو سره سړی له سره اشنا نه شی ځکه چې بیا یی ناڅاپی مرګ سړی ژړوی او پر مرګ یې د سړی خوا بدیږی .
زه هغه مهال د ولسی جرګې د جرایدو او د رسمی جریدې مسول مدیر وم او هره ورځ ما او سلطان احمدزی د ارواښاد اروال صیب سره دری په دری خبرې او کیسی کولې او کله نا کله به مو د غرمی ډوډۍ او مازیکری چای سره یو ځای وو .
اروال صیب د ستر فکر او لوړ اخلاق څښتن و،کله به چې له کومې ستونزې سره مخامخ کیدو خدای بښلی لکه د یو ستر انسان او لوی عالم په توګه مونږ ته مشورې او لکه د یو مشفق پلار په توګه سمه لاره ښودله.
خدای بښلی داسې مزاج درلود چې سړی فکر کاوه دده د عمر ملګری او دده د رازونو ساتونکی دی ، خوش اخلاقه او تل به یې په خوله خندا او مسکا لیدل کیده .
یوه ورځ یی ماته وویل هلکه کله واده کوی؟ که دې څوک خوښ کړې وی نو ماته ووایه چې پلار سره دې خبرې وکړم ؟
زه په خندا شوم ، ما ورته وویل نه نه اروال صیب داسې کومه خبره نشته که مې څوک خوښ کړه زه به یی درته وایم .
بله ورځ چې راغلم خدای بښلی اروال صیب او سلطان احمدزی دواړو خندل او ماته یی وویل هلکه اوس نو ستا واک زمونږ په لاس کې دې او مونږ ستا په اړه پریکړه کړی .
ما ورته وویل نه دا پریکړه نه منم ،اروال صیب زما د سیمې مشر دی خو احمدزیا په تاچندان باور نه لرم هسې نه چې ټوکې نه ټکاله جوړه نه کړی .
اوس نو په سترګو کې می د اوښکو ډنډ جوړ شوی او نور نه غواړم چې وژاړم ، د اروال صیب خوږۍ او ښې خاطرې ډیرې دی ، بس واک د ټول واک دی او مونږ هم ورته په تمه ناست .
په اخر کې خدای بښلی اروال صیب ته د دوعا لاس اوچتوم او له خدایه ورته د جنت الفردوس غوښتنه کوم .
————————————————————————
د منځنی ختیځ(مصر) څخه د ارواښاد میاګل اروال کورنی ته د خواخو…
————————————————–
د منځنی ختیځ(مصر) څخه د ارواښاد میاګل اروال کورنی ته د خواخوږی پیغام
ليکوال : میرویس خوږیاڼی قاهره
په ډیره خواشینی سره مو خبر تر لاسه کړو چی د پښتو ژبی تکړه او نامتو لیکوال ، فرهنګی شخصیت ارواښاد میاګل اروال له ورپښی ناروغی له امله له دی نړی سترګی پټی کړی .
انالله و اناالیه راجعون
په مصر کی میشت افغانان ارواښاد ته د فردوس جنت او کورنی ته یی د جمیل صبر غوښتونکی دی .
اروال صاحب ته دې الله جنتونه نصيب کړي
اروال صيب چې يو ښه ليکوال وو او د ټولنې ستونزې يې تل د خپلو ليکنو له لارې نړۍ ته ښودلې، دا چې د مړينې خبر مو يې واورېد په رښتيا چې راته د زغملو وړ نه وو، خو دا چې موږ مسلمانان يو او دا هيله لرو چې راتلونکی ژوند لرو او راتلونکي ته هيله لرو.
الله (ج) په خپل مقدس کتاب کې ويلي، (کل نفس ذايقه الموت) نو بايد ومنو چې ژوند الله راکړﺉ نو مرګ به هم الله (ج) راکوي. لنډه دا چې اروال صيب زموږ ملګری وو دا زموږ لپاره يو ډېر دردوونکی خبر وو، خو د اروال صيب ټولې کورنۍ ته له لوی الله څخه د جميل صبر غوښتنه کوو.
الله دې اروال صيب ته جنتونه او کورنۍ ته یې د زړه صبر ورکړي.
آمين
د ارواښاد اروال صيب، بې وخته مرګ ټول خواشينې کړو. خدای پاک دې خدای بښلي ته فردوس او پاتې کسانو دې جميل صبر ورکړي.
غم د پاسه غم
د افغانستان نومیالی هنرمند نبی الله هنرمل هم وفات شو
په هغه کلونو کې د افغانستان ټلویزیون نوی جوړ شوی و، او په لږ شمېر کې کارپوهان د ملي ټلویزیون د سمبالښت په چارو لګیا و ، بهرنۍ مرستې نه وړې ، خپله ټلویزیون هم بشپړ امکانات نه درلودل او خپرونې هم باید جوړې او ټلویزیون فعاله ساتل شوی وای ، په دغه شان حالاتو کې د خپرونو د ښه سمبالښت او نندارې لپاره د ډیکور ، آرت او ګرافیک برخه ډېره ضروري او مهمه برخه وه .په دغه شان حساس وخت کې ارواښاد نبی الله هنرمنل او څو تنو نورو همکارانو یې د افغانستان نوی جوړ شوي ټلویزیون ته لکه مټ او بازو شول .هنرمل او ملګرو یې له سهاره تر ماښامه د ټلویزیون د بېلا بېلو خپرونو لپاره دیکورونه ، ستیژونه ، د ستدیو ډول او شکل ، د خپرونو د تایتل لپاره لیکونه ، عنوانونه او نومونه، او د مستقیم نشر په تېره بیا د خبرونو لپاره د تیلي سیني ټول تایتلونه ، د لباسونو او کالیو سمبالښت ، د نطاقانو او هنرمنمدانو د آرایش او ښکلا ، دغه راز د سندرو او نورو خپرونو د چاپیریال او فضا ډیزاین او ښکلا لپاره نه ستړي کېدونکي او تل پاتې ګامونه پورنه کړل .نبی هنرمل د یو ښه هنرمند ، پیاوړي لوی مدیر ، غوره ممثل ،تکړه پرودیسر او ډایرکټر ، منلي پروګرام جوړونکي او غوره فرهنګي شخصیت په توګه د افغانستان د ملي ټلویزیون د لوړتیا لپاره او وروسته بیا په اوسني وخت کې د بیات بنیات د آریانا ټلویزیون لپاره د یادونې وړ خدمتونه وکړل . ارواښاد نبي الله هنرمل د ملي راډیو ـ ټڼلویزیون او افغانفلم د ټولو همکارانو لپاره له پېرزوینو او مرستو ډک ملګری و ، ما شخصا کله چې هلته د خدمت ویاړ درلود د هنرمل صاحب له مرستو او همکاریو ځان برخمن احساسو .تېرو ورځو کې ورسره د ارواښاد میاګل اروال په اړه په ټیلفون کې وغږېدم او له دې نا خبره چې دا دی لږ وروسته به د هغه د مړینې خبر اورم او دا دی له بده مرغه نن یې د دایمي بېلتون په غم کې سترګې سرې او اوښکې تویوم . لوی خدای ( ج ) دې ښه جنتونه ور په برخه کړي .موږ د خپلږاکۍ د فرهنګي مرکز همکاران او د افغانستان د تیاتر ، سینما ، آرت او ګرافیک ټول کارکونکي او همکاران د ارواښاد استاد نبي الله هنرمل مړینه د افغانستان د فرهنګ ډګر ته یوه ستره ضایعه ګڼو او په دې توګه د هنرمل صاحب له کورنۍ ، دوستانو ، خپلوانو ، همکارانو او ټولو فرهنګیانو سره د غم شریکۍ او خواخوږۍ مراتب شریکوو او هیله لرو چې د افغانستان د ملي راډیو ـ ټلویزیون او افغانفلم اداره د هنرمل صاحب د آثارو په راټولولو او خوندي کولو کې وړ ګام پورته کړي .
په درنښت
محمد یوسف هېواددوست
اروال صاحب ته دې الله (ج) جنتونه نصيب کړي!
دکندهارټول قلموال دخداى بخښلي مياګل اروال کورنۍته دزړه صبراوخپله مرحوم اروال ته دفردوس جنت باغونه غواړي .
لوى څښتن (ج)دي ددغسي درنوشخصيتونوپه برکت زموږپرخاوره دغه توره شپه رڼاکړي .
امين
ډیرو ښاغلو او درونو د هیواد قلموالو او محصلینو اسلام علیکم ورحمت الله و برکاته! الله دی تاسی ټول په خپل حفظ او امان کښی وساتی، زه اول په دی ویاړم چی د یو سپیڅلی او وطن پرسته مجاهدمیاګل اروال ځوی یم، هغه نه یواځی د خپلی کورنۍ او اولادونو په روزنه کښی نه ستړی کیدونکی هلی ځلی کولی بلکی د هیواد د هر بچی سره یی د زړه د کومی مینه درولوده ! ځما د غم څپی مو په خپلو دعاګانو او نیکو یادونو راکمی کړی ، الله دی تاسی ټول خوښ او دداسی غمونو نه وساتی، په اخر کښی زه د ددی ویب پاڼی د مسسولینو نه ډیره مننه کوم چی ځما د خوږ پلار پدی غم کښی یی راسره غمرازی وکړه او عزیزانو ته یی ددی وار ورکړ تر څو خپل خواږه یادونه ځما د خوږ او زره خوږی پلار په ياد ، ولیکی. ډیره زیاته مننه ( نورالحبیب اروال) د مرحوم او مغفور د قلم او د جهاد د میدان سپیڅلی مجاهد میاګل اروال ځوی