د پولنډ حکومت وايي په ٢٠١٤ کال کي به له افغانستان څخه خپل عسکر وباسي.
د دې هيواد د بهرنيو چارو وزير راډوسلا سيکورسکي نن دغه خبري په وارسا کي د غزني له والي موسى خان سره په يوه غونډه کي وکړې.
نوموړي وويل تر ٢٠١٤ کال پوري به د غزني محلي پوليس د دې جوګه سي چي د خپلو سيمو امنيت وساتي او پولنډي عسکر به خپل هيواد ته ستانه سي.
پولنډ په افغانستان کي ٢٦٠٠ عسکر لري چي په غزني ولايت کي مېشت دي او دوې ورځي دمخه يې يوويشتم سرتېرى په افغانستان کي له لاسه ورکړ.