کور / تازه خبرونه / پكتيا: په څمکنيو ولسوالي کي سيمه ايز پوليس جوړېږي

پكتيا: په څمکنيو ولسوالي کي سيمه ايز پوليس جوړېږي

د پکتيا چارواکي وايي د دې ولايت په څمکنيو ولسوالي کي د ٢٥٠ تنو سيمه ايزو پوليسو د تشکيل پلان لري، چي د خپلو سيمو امنيت به ساتي.
د پکتيا د والي وياند روح الله سمون وايي په همدې موخه پرون د پکتيا والي جمعه خان همدرد د کورنيو چارو او د فاع وزارت له يوه هيئت سره سيمي ته سفر کړى وو.
د پکتيا والي ويلي دغه پوليس به ځانګړى يونيفورم لري او د کورنيو چارو وزارت تر فرمان لاندي به فعاليت کوي، له يوې ولسوالۍ څخه به بلي ولسوالۍ ته له اجازې پرته نسي تلاى.
د کورنيو چارو وزارت وايي په افغانستان کي د ملي پوليسو ترڅنګ د سيمه ايزو پوليسو د جوړېدو هوډ لري، چي د خپلو سيمو امنيت به ساتي، خو شنونکي له دې کار سره مخالف دي او وايي دغه چاره به محلي جنګسالاران نور هم قوي کړي او د نويمو کلونو په شان به هر کلى جلا جلا حکومت لري.