کور / تازه خبرونه / کندهار: په يوه اونۍ کي ٦٠ حلقې ماينونه شنډ سوي

کندهار: په يوه اونۍ کي ٦٠ حلقې ماينونه شنډ سوي

د کندهار سيمه ايز چارواکي وايي د تيري يوې اونۍ په ترڅ کي يې د ښار او ولسواليو په مختلفو سيمو کي شاوخوا ٦٠ حلقې ماينونه تر چاودېدو دمخه شنډ کړي دي.
د ولايت له مقام څخه خپره سوې خبر پاڼه وايي د دې تر څنګ د اميد په نوم پيل سوي عمليات هم له څلورو ورځو راهيسي روان دي.
د خبر پاڼي له مخي دغه ماينونه پر عامو لارو، په باغونو او مځکو کي د طالبانو له خواښخ سوي وو، چي د پوليسو له خوا کشف سوي دي.
خبر پاڼه وايي له دې جملې څخه ٤٠ حلقې د ژړۍ ولسوالۍ د ماکوانو او کنډيالي په سيمه کي کشف سوي چي د افغان او ايتلافي عسکرو له خوا عمليات پکښي روان دي.
د ماله جات د شېخ ګنج په سيمه ٦٠ کيلو چاودونکي مواد نيول سوي دي.