د الله آباد محکمې پتېيلې ده چي نن د سپټمبر پر ٣٠ –مه د ماپښين درې نيمې بجې د بابري مسجد د شخړي په هکله فيصله واوروي.
د هندوستان حکومت وايي په ټول هيواد کي يې امنيتي انتظامات نيولي، چي د فيصلې تر اورولو وروسته د ممکنه تاوتريخوالي د رامنځته کېدو مخ ونيسي.
همدا رانګه د هندوستان حکومت له ټولو تلويزوني شبکو څخه غوښتي چي د بابري مسجد او رام مندر د قضيې په هکله مسئولانه خپروني وکړي، چي د مسلمانانو او هندوانو احساسات را ونه پاوري.
ايالتي حکومت د محکمې پر شاوخوا امنيتي ځواکونه ځاى پر ځاى کړي دي، محکمې ته يې بېله اړوندي موضوع څخه د نورو وکيلانو او خبريالانو پر ننوتلو بنديز لګولى دئ.
د هندوستان د کورنيو چارو وزير پي چدم برم په يوه خبري کنفرانس کي خبريالانو ته وويل چي په اتراپردېش ايالت کي يې يو لک نيوي زره امنيتي ځواکونه ځاى پر ځاى کړي او ويلي چي مرکزي حکومت په ټولو ايالتونو کي د وضعيت پر کنټرول باندي څارنه کوي.
چدم برم ويلي چي د بهارتيه جنتا پارټۍ هم د حکومت فيصلې ته ښه راغلى ويلى دئ.
مرکزي حکومت په ځينو سيمو کي له هوا څخه خبر پاڼي غورځولي، چي وايي د اړتيا پر مهال يې هوايي ځواک چمتو دئ، چي فوراً له يوه ځايه بل ته د حالاتو د کنټرول دپاره ولاړ سي.
په مديا پردېش، مهاراشترا او کرناټکه کي هم پر ځينو حساسو سيمو امنيتي ځواکونه ځاى پر ځاى سوي چي د ممکنه تاوتريخوالي د رامنځته کېدو مخنيوى وکړي.
همدا راز د هندوستان صدراعظم من موهن سنګ د يوه مطبوعاتي پيغام په خپرولو له ولس څخه غوښتي چي د فيصلې تر اورېدو وروسته نظم وساتي.
د بابري مسجد پر سر د مسلمانانو او هندوانو شخړه که څه هم زړه ده، خو په ١٩٩٣ کال يې هغه وخت زور واخيستئ چي هندوانو د دې مسجد د نړولو هوډ وکړ، مسجد ته ننوتل او د بګوان رام مجسمه يې پکښي ودروله.
هغه مهال په هندوستان کي د دې کار خلاف د مسلمانانو او هندوانو ترمنځ ډېر جنګونه وسول، چي په ګجرات ايالت کي ډېر مسلمانان د سخت دريځو هندوانو له خوا ووژل سول.
بابري مسجد په اوولسمه پيړۍ کي د مغل پاچا بابر د واکمنۍ پر مهال جوړ سوئ دئ، چي هندوان يې د ملکيت دعوه کوي او وايي تر مسجد دمخه پر دې ځاى د رام مندر وو او پر دې ځاى رام بګوان زېږېدلى دئ.