کرکټرونه
هره کيسه کرکټرونه لري، خو په دوی کې يو او يا هم کله کله دوه مرکزي کرکټرونه وي.
کيسو ته هر ډول کرکټر ټاکلی شو، انسان، حيوان او يا هم غير ژوندي موجودات.
د کرکټرټاکل د کيسې په موضوع پورې تړلی دی، خو مخکې تر دې چې کيسې ته کرکټر وټاکو، لومړی يې بايد په اړه فکر وکړو.
١_زموږ مرکزي کرکټر څوک دی؟
٢_څه ډول څېره لري؟
٢_څه يې خوښيږي او له څه نه يې بد راځي؟
٤_شخصيت يې څه ډول دی؟
کله چې مو مرکزي کرکټرله هر اړخه په ذهن کې جوړ کړ او قانع شوئ، قلم او کاغذ را واخلئ او د هغه د نوم تر څنګ، د هغه ځينې مهمې ځانګړنې هم وليکئ.
د دې کار ګټې څه دي؟
تېر کال مې يو ناو ل لوست، څو پاڼې لا پاتې وې چې يودم په کيسه کې داسې يو نوی نوم راګډ شو، چې نه مخکې زمينه سازي ورته شوې وه او نه يې هم په کيسې پورې اړه درلوده، يو ناڅاپه له اسمانه راولوېد او په کيسه کې يې د مرکزي کرکټر ځای ونيو، دوو_ دريو پاڼو ستړی کړم، خو وروسته مالومه شوه چې دا هماغه د کيسې مرکزي کرکټر دی، يواځې نوم يې بدل شوی و.
که د ناول ليکوال د کرکټرونو د خصوصياتو ليست لرلای، فکر نه کوم چې دومره لويه تېروتنه به ترې شوې وای.
په ليکلې بڼه د کرکټرونو د خصوصياتو درلودل، دکيسې په منطقي توګه ليکلوکې مرسته راسره کوي. د مثال په توګه:
موضوع مو وټاکله، غواړو چې کيسه پرې وليکو، مرکزي کرکټر يې هم احمد نوميږي. ليکو!
نوم : احمد
سن : پنځوس کلن
مدني حالت : متاهل
زده کړه : نالوستی
اولادونه : پنځه ( درې لونې، دوه زامن )
کسب : بزګر
د اوسېدو ځای : کلی
ظاهري بڼه : ډنګر، له ونې ټيټ، اوږده ږيره، پکه ککرۍ، لمر سوځولی مخ، ځړېدلې سترګي، پر تندي د کالدانې چاپ، له سپږمو راوتلې اوږده ويښتان، زپږه لاسونه….
رواني خصوصيات: عاجز، بې زړه، د حوصلې خاوند، له بدو ليري، دينداره، د سختيو په وړاندي زغم لرونکی، په هره خبره کې ( خوار مه شې ) تکيه کلام ….
او ځينې نور ټکي…
که دا ليست راسره وي، نو هيڅکله به د احمد نوم راڅخه بدل نه شي. احمد به په طبيعي توګه د کيسې تر پايه د يوه پنځوس کلن سړي په قالب کې اچوو ( خويونه او عادات به يې همدې عمر ته مناسب وي) . دی به کله هم په دې پسې ونه ګرځي چې د او لادونو د نه درلودلو په پلمه دوهم واده ته زړه ښه کړي، احمد يو نالوستی بزګردی د کرکيلې په کارونو ښه پوهيږي، د کيسې تر پايه به نه ( معلم ) شي او نه هم( ډاکټر). ژبه به يې هم د يوه کليوال بزګر په څېر کليوالي وي، هيڅکله به ( د کور ودان ) پرځای ( مننه ) ونه وايي….
د احمد ککرۍ پکه ده، د کيسې تر پايه کاکل نه شي پرېښودلی، دی عاجز او ډارن دی، بد نه خوښوي، ځکه به تر خپله وسه د کلي له ملک سره بدۍ ته زړه ښه نه کړي.
احمد پنځه وخته په ملا پسې دريږي، دا منطقي نه ده چې له کوم قانع کوونکي دليل پرته، د سهار په اته بجې له خوبه راپورته شي.
او داسي نور. ..
که موږ د احمد په اړه مخکې له مخکې مالومات ولرو او مهم خصوصيات يې را مالوم وي، احمد به په کيسه کې يواځي په هماغه مخکې ترمخکې ټاکل شوي قالب کې راګرځې، په دې توګه به د احمد کړه وړه او نورې ځانګړنې منطقي او د ليکوال په واک کې وي، لوستونکی به دا نه وايي چې نه، احمد د دې کار وړ نه دی، او يا هم دا کار نه شي کولای.
که د کرکټر خصوصيات ولرو، دا به راته روښانه وي چې ايا زموږ ټاکلی کرکټر د دې توان لري چې د کيسې هدف تر لاسه کړي؟ ايا په منطقي لارو خپل هدف ته رسيدی شي؟ ايا د کيسې د هدف د تر لاسه کولو له پاره مو وړ ( مناسب ) کرکټر غوره کړی او که نه؟
مخکې له مخکې ليکلي خصوصيات، دغو ټولو پوښتنو ته ځوابونه وايي، ليکوال نه پريږدي چې وروسته له ستونزو سره مخ شي او يا هم کيسه له منطقي پلوه کمزورې کړي.
مخکې له مخکې د کرکټرونو خصوصيات ليکل د دې لامل ګرځي چې کرکټر د لوستونکو لپاره واقعي وبريښي، علت دا دی چې کرکټر په منطقي توګه معرفي کيږي او لوستونکی د هغه په کړو وړو باور کوي او ريښتينی ورته ښکاري.
که وغواړو چې کرکټر لا ښه وپيژنو، د کرکټر له خصوصياتو سره بايد په يوه جمله کې د هغه هدف هم وليکو:
د بېلګې په توګه:
احمد: احمد په کيسه کې د دې با عث ګرځي چې مينه او زغم په کرکه او بې حوصله توب بريالۍ کړي.
که د کرکټر له خصوصياتو سره دا جمله ليکلې وي، احمد به د کيسې تر پايه د زغم لرونکی وي، دی به په طبيعي توګه هرې ناخوالې ته په مينه ځواب وايي او د نورو کينې به په صبر او حوصله ځوابوي.
په دې توګه به په کرکټر کې ناڅاپي او غير منطقي بدلون نه راځي، داسې به نه وي چې په پيل کې مينه ناک وي، خو څو پاڼې وروسته له دليله پرته په ظالم او کينه ګر انسان بدل شي، دی به د ليکوال له غوښتنې سره سم په منطقي توګه خپل هدف ته ورسيږي او هيڅکله به داسي څه ونه کړي چې له مينې او حوصلې سره په ټکر کې وي.
له مرکزي کرکټر څخه پرته نورو کرکټرونو ته هم مخکې له مخکې د داډول خصوصياتو ليکل ښه دي، که ليکوال د کيسې د ليکلو پر مهال کله کله ورته وګوري ، د کرکټرونو له خويونو، خواصو او ان څېرو سره عادت پيدا کوي، په پای کې خيالي کرکټر نه بلکې يو واقعي انسان ورته ښکاري، داسي احساس به کوي لکه په ريښتينې توګه چې له دغو کسانو سره مخامخ شوی وي، هغوی پيژني، خبرې يې ورسره کړې وي او د هغوی ډېر رازونه ور مالوم وي، ځکه ځينی لنډې کيسې څو مخه ليکل کيږي او د کيسو تر پايه به د کرکټر ټول خصوصيات د ليکوال په ذهن کې ناست وي.
د لنډې کيسې لپاره د کرکټرونو لنډ خصوصيات کافي دي، خو که ناول ليکو د هر کرکټر په اړه بايد مخکې له مخکې ډېر څه وليکل شي، ځينې ليکوالان د ناول لپاره د کرکټرونو ټول کردار، پېښې ، ستونزې…مخکې له مخکې ليکي او څو مخه پرې ډکوي، که ساده ووايو،مخکې له مخکې په لنډه توګه د کرکټر کيسه او په ناول کې رولونه، ناکامي او بريالتوب د کاغذ پر مخ راوړي چې ديته سټوري لاين وايي.
د کرکټر په اړه بله مهمه خبره دا ده چې ليکوال بايد د کرکټرونو له روح او روان څخه خبر وي، د هغه خويونه ور مالوم وي او د دې په اړه مالومات ولري چې له څه سره مينه لري، څه وخت غوسه ورځې او په څه شي خوشاله کيږي.
بريالی ليکوال په کرکټر کښنه کې ډېر زيار باسي، دی کرکټر تر هغو په ذهن کې اړوي را اوړي چې له خيالي کرکټر څخه ژوندی موجود جوړ کړي، د هغه له ظاهري او باطني جوړښت سره اشنا شي او وروسته يې په داستان کې ولوبوي.
په بله مانا، لومړی کرکټر ژوندی کړه، له هغه سره خبرې وکړه، په خوی او عادت يې پوه شه او وروسته که بيا په کيسه کې ستاسې له خوښې سره سم لوبيدای شوای او ټاکلي رول ته منداسب وي، ځای ورکړئ.
موږ يايد هڅه وکړو چې کيسې ته د اړتيا پر بنسټ کرکټرونه وټاکو، ځکه لنډه کيسه ډېرو کرکټرونو ته اړتيا نه لري، د اړتيا په اندازه د کرکټرونوټاکل د دی لامل ګرځي چې کيسه په طبيعي توګه وغځيږي او له اضافه خبرو مخنيوی وشي.
موږ هره ورځ له ډېرو خلکو سره مخامخ کيږو، خو دوه کسه کټ مټ په يوه څېره او يو رنګه خويونو نه شو موندلی، په کرکټر جوړونه کې هم بايد دې ټکي ته پام وکړو، زموږ هر کرکټر بايد له بل يوه څخه بېل وي، بېله څيېره ولري او عادتونه يې سره نږدې نه وي. دا کار په طبيعي توګه د کرکټرونو په جوړونه کې نوښت راولي او لوستونکی په خپل ذهن کې له مختلفو څېرو او خويونو سره مخامخ کيږي.
بله خبره دا چې د کرکټر لپاره هيڅوخت خيالي څېره او خيالي عادتونه مه ټاکئ، د بېلګې په توګه: د يوې کيسې کرکټر مو يو سوالګر دی، فکر وکړئ، تاسو به په ژوند کې ډېر سوالګر ليدلي وي، له ډېرو سره به مو تر خپله وسه مرسته کړې وي او د ځينو تر مخ به ښويه تېر شوي ياست، خو په دغو ټولو کې به داسې سوالګر هم و چې د پنځو افغانيو پر ځای مو د شلو او يا هم د پنځوسو نوټ ورته نيولی وي، ولې؟
يا به د هغه ظاهرې خوارې څېرې او خيرن شلېدلي لباس دردولي ياست، او يا به هم هماغه سوالګر د خواست په چل ښه پوهېده، په سوالګر کې به يو څه و چې ستا پام يې د ځان خواته ور اړولی و، که نه نو يا به ښويه ترې تېر شوی وې او يا به دې هم جېبونه په ماتو روپو پسې لټول.
کيسې ته هم همدغه سوالګر وټاکئ ، هماغه خويونه، عادتونه او خواره څېره ورکړئ چې تاسې په واقعي ژوند کې ورسره مخامخ شوی يئ، که دې لوڅې پښې ليدلی وي، چپلکې مه ور په پښو کوه، مچان مه ترې شړه او د هغه لوڅو اوږو ته واسکټ مه ور اغونده. هماغسي کرکټر جوړ کړه لکه تا چې په واقعي ژوند کې ليدلی وي، ان که دې د خواست پر مهال د هغه ترحم پاروونکي کلمات په ياد وي، ستا کرکټر هم بايد هماغه توري په خوله راوړي.
دا يواځې يو مثال و، کله چې موږ کرکټر جوړوو، جوړ شوی کرکټر بايدد هغه چا په قالب کې واچوو، چې موږ په واقعي ژوند کې ليدلی وي، خبرې مو ورسره کړې وي، خوی، عادت او څېره يې را مالومه وي، که داسي وکړو نو موږ به په ريښتيني توګه د کرکټر روح ته ور ننوتي يو او يو کاميابه کرکټر به مو انځور کړی وي.
اووه_ اته کاله مخکې مې د ( بينوايان ) ناول ولوست، مرکزي کرکټر يې ژان والژان نوميده، ژان والژان په پيل کې غل او مجرم و، خو وروسته يوې قوي پيښې د ده ژوند ور بدل کړ، دی په يوه مهربانه انسان بدل شو، تل به يې هڅه کوله چې نورو ته ګټه ور ورسوي، خوبيا هم ټولنې په سپکه سترګه ورته کتل او د ( ژاور ) په نوم د پوليسو د يوه افسر تر تعقيب لاندي و….
په دې کتاب کې د داستان مرکزي کرکټر ( ژان والژان ) دومره ژوندی انځور شوی چې د ده سختيو ته مې څو ځله اوښکې تويې کړې ، فکر مې نه کاوه چې دا به يو خيالي کرکټر وي، د ده هرې بريا ته به خوشاله وم او په هره ناکامی يې ځورېدلم.
مثبت او منفي، دواړه کرکټرونه بايددومره ژوندي وي چې د لوستونکي په زړه او دماغ کې ځای ونيسې، د مثبت کرکټر هره کاميابي بايد د لوستونکي لپاره د هغه خپله کاميابي وي، د هغه په خوشالۍ خوشاله شي او د ستونزو پر مهال په زړه کې د حل لارې ورته ولټوي، خو د منفي کرکټر له جرم او جنايت څخه کرکه وکړي او د هغه ضد وي.
ما ډېرې داسې کيسې لوستې دي چې خان او ملک تر اندازې چاغ، خشن او بدشکله پکې معرفي شويدي، علت يې دا دی چې ځينې ليکوالان د کرکټرونو په جوړولو کې زحمت نه ګالي، د نورو کرکټرونه را اخلي او څه چې يې د بل په کيسه کې لوستې وي، دی هم خپل کرکټر ته هماغه څېره ورکوي، حال دا چې ډير خانان او ملکان شته چې جذابه څېره لري، له زړونو هم نرم او مهربانه دي.
ځکه نو د کرکټرونو څېرې، خويونه او عادتونه بايد توپير سره ولري، موږ بايد په خپله کرکټر جوړ کړو، نه دا چې د نورو تياره مړۍ راواخلو او داسي وښيو چې دا زموږ د خپل زحمت نتيجه ده.
بله مهمه موضو ع د کرکتر بدلون دی، که غواړو چې يو کرکټر ته بدلون ورکړو، دا بدلون بايد منطقي وي، داسې نه چې د لسو تنو قاتل، ناڅاپه له قوي دليله پرته توبه وباسي او په يوه مهربان انسان بدل شي.
کيسه له کرکټره پرته نه ليکل کيږي، ځکه نو بايد د کرکټرونو په جوړولو کې بيړه ونه کړو، زيار وباسواو کله چې ژوندي شول، په حرکت راغلل او زموږ په ذهن کې يې ځای ونيو، وروسته په کيسه کې ځای ورکړو.