کور / شعر / غزل

غزل

لاره انګاري چې د ايرو شوله
بيا چې سرکشي د ليونو شوله

دا چې نمرودي غرور سر ټيټ کړلو
ښکاري چې سيالي د پښتنو شوله

هر بادار پخپله باداري کې هم
ويرېد چې شرنګا د زولنو شوله

ما چې زاهد وليد له ساقې سره
وس خبره تېره له توبو شوله

په پرهر زړګي اشنا هلته خبر شوه لو
توی چې کله اوښکه له ليمو شوله

می هم په خپل نشه نادمه شو
ارينه چې مستي د شونډو سرو شوله