کور / تازه خبرونه / پښتونخوا: پښتو د اړين مضمون په توګه په نصاب کي شاملېږي

پښتونخوا: پښتو د اړين مضمون په توګه په نصاب کي شاملېږي

د خيبر پښتونخوا په ښوونځيو کې به پښتو ژبه د اړين مضمون په توګه په نصاب کې شامله شي.
پېښور: په پاکستان اى پى پى خبري اژانس خبر ورکړى چې دخيبر پښتونخواايالتي حکومت پرېکړه کړې چې د ايالت د اوولسو ضلعو په ښوونځيو کې پښتو ژبه لازمي وګرځوي، په دې اړه د خيبر پښتونخواد اطلاعاتو د وزير ميا افتخار حسين په مشرۍ د خيبر پښتونخواد کابينې د کميټۍ غونډه وشوه چې پکې د ايالت د تعليم کارپوهانو ايډمنسټرېشن سکرټري حفيظ الرحمان، د ثانوي او اعلى ثانوي زده کړو او د ټکس بورډ اړوندو چارواکو هم ګډون وکړو، په غونډه کې د وړانديزونو څخه وروسته پرېکړه وشوه چې د خيبر پښتونخوا اوولسو ولسواليو (ضلعو) کې به د لومړي ټولګي څخه تر يوولسم ټولګي پورې به د پښتو ژبه د لازمي او اړين مضمون په بڼه په نصاب کې شاملولى شي او په پاتې اووه ولسواليو يا ضلعو کې به په مورنۍ ژبه لازمي زده کړه ورکولى کيږي، د صوبې په اوولسو ضلعو کې (صوابۍ، سوات، بونير، بره دير، کوز دير، مردان، کرک، بنو، چارسده، کواټ او بټګرام) شامل دي، چې په راتلونکي ښوونيز کال (٢٠١١-٢٠١٢) په شپږم ټولګي کې پښتو ژبه د لازمي او اړين مضمون په توګه په نصاب کې شامله شي.