کراچۍ ښار کې د هندي مهاجرو غورځنګ متحده قومي مومنټ مشر الطاف حسین په امریکا غږ کړی دی چې د نړۍ په وړاندې دې ددې خبرې وضاحت وکړي چې ولې یې پاکستاني نژاد امریکایي مېرمن ډاکټرې عافیه صدیقي ته شپږ اتیا کاله سزا ورکړې ده ـ
د کراچۍ ښار په ګډون د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د عافیه صدیقي د سزا په ضد دیاد شوي ګوند زرګونو لاریون کونکو ته په وینا د لندن له ښاره په ټلیفوني وینا کې الطاف حسین وویل چې نوي فیصده پاکستاني د امریکا په ضد دي ـ الطاف حسین زیاته کړه چې ملل متحد او امریکا دې خپلې تګلارې بدلې کړي او د پاکستان په خاوره دې د بې پیلوټه الوتکو بمبارۍ ودروي ځکه چې دغه بمبارۍ کې مېرمنې او ماشومان وژل کیږي ـ
د یادونۍ وړ ده چې الطاف حسین ډلې کراچۍ ښار کې د طالبانو د شتون په خبره تر اوسه څو څو ځل د عوامی نېشنل ګوند سره نښتې کړي دي ـ د بشري حقونو د کمیسون په وینا د روان کال په نهه میاشتو کې د دغې وژنو په ترڅ کې ۸۹۰ کسان وژل شوي دي ـ وژل شوي زیاتره کسان پښتانه دي ـ دیوې اندازې دمخه دغه ښار کې څلور میلونه پښتانه ژوند کوي چې زیاتره یې خواري مزدوري کوي
د شنونکو په اند د الطاف حسین او دهغه د ډلې په دریځ کې د طالبانو په اړه دریځ کې بدلون هغه وخت رامنځته شو کله چې یوې امریکایي ورځپاڼې ګارجین لندن ښا ر کې ددغه ګوند د یو مشر عمران فاروق د وژنې په مرموزه پېښه کې د الطاف حسین د ډلې لاس وباله ـ
د کراچۍ د ښار د اوسیدونکو په وینا کراچۍ ښار په څلور لارو کې چې د څو کلنو راهسې د طالبانو په ضد بینرونه ځوړند او اعلامېې لیکل شوې وې ،اوس هغه بېنرونو باندې د ډاکټرې عافیې په حق او د امریکا په ضد نعرې لیکل شوې په نظر راځي ـ