کور / تازه خبرونه / افغان وزير: القاعده او سخت درځي له افغانستان دباندي وټکوئ

افغان وزير: القاعده او سخت درځي له افغانستان دباندي وټکوئ

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ډاکتر زلمي رسول ويلي که نړۍ وال ځواکونه غواړي چي القاعده او سخت دريځي وځپي او په افغانستان کي يې عسکر ونه وژل سي، بايد د تروريزم خلاف جنګ په هغو سيمو کي وکړي چي هغوى پکښي پټ دي.
ډاکټر زلمي رسول دغه څرګندوني په نيويارک کي د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډه کي د ګډون پر مهال کړي دي.
افغان حکومت وايي القاعده او د هغوى لارويان دي په هغو ځايونو کي وټکول سي، له کومو چي پيسې او اکمالات ورته کېږي او چيرته چي دوى پټ دي.
افغان وزير که څه هم په دې باب د کومي ځانګړي سيمي نوم نه دئ اخيستئ، خو تر دې دمخه افغان چارواکو ويلي چي د طالبانو مشران په کوټه، قبايلي سيمو او د پاکستان په کراچي ښار کي اوسېږي، هلته طالبان روزي او افغانستان ته يې د جنګ دپاره رالېږي، خو پاکستان او طالبان دغه تورونه ردوي.