د پاکستان حکومت د ناټو ځواکونو د هغه اقدام په هکله شکايت کړئ، چي وړمه ورځ يې قبايلي سيمو ته له خوست څخه جنګي څرخکي ور اوښتي وې.
د ناټو ځواکونو ويلي وو چي د دوى څرخکي له خوست ولايت څخه وروسته له هغه قبايلي سيمو ته واوښتې چي وسله والو طالبانو يې پر يوه پوسته باندي حمله وکړه او د پاکستان تر واکمنۍ لاندي قبايلي سيمو تر ډيورنډ کرښي پوري غاړه ته واوښتل.
د ناټو ځواکونه او افغان چارواکي وايي چي په دې هوايي حمله کي شاوخوا ٦٠ طالبان ووژل سول، خو پاکستان وايي د ناټو له ځواکونو سره داسي قرارداد نه لري چي الوتکي يې قبايلي سيمو ته داخل سي.
بلي خوا ته د ناټو ځواکونو ويلي چي پر دوى حمله سوې ده او د خپل ځان د دفاع په خاطر دا حق لري چي حمله کوونکي په هر ځاى کي تعقيب کړي.
پر قبايلي سيمو د امريکا د بې پيلوټه الوتکو بريدونه له څو کلونو راهيسي روان دي، خو دا لومړى ځل دئ چي څرخکي الوتکي هم په دغسي حملو کي کارول کېږي.