په افغانستان کي د ناټو عمومي قومندان جنرال پيټريوس ويلي د طالبانو لوړ پوړو مشرانو له افغان حکومت سره تماسونه ټينګ کړي دي.
د اسوشيېټيډ پريس آژانس په خپل تازه خبر کي وايي چي جنرال پيټريوس دغه څرګندوني پرون په باګرام هوايي اډه کي ورته کړي دي.
جنرال پيټريوس ويلي چي امريکا د ولسمشر کرزي له هغو شرايطو څخه ملا تړ کوي چي پر طالبانو يې د خبرو اترو په خاطر ايښي دي.
د افغانستان حکومت وايي په دې شرط له طالبانو سره جوړه کوي چي هغوى د افغانستان اساسي قانون ومني، له وسله وال تشدد څخه لاس واخلي او له القاعدې سره اړيکي وشلوي.
بلي خوا ته طالبان وايي چي تر هغه وخته له افغان حکومت سره خبري نه کوي، چي امريکايي او بهرني پوځيان په افغانستان کي موجود وي.
له طالبانو سره د افغان حکومت د مذاکراتو د پيل ګنګوسې او نښي له ډېرو کلونو راهيسي اورېدل کېږي او ليدل کېږي، خو عملاً ورځ تر بلي د افغانستان حالات کړکېچن کېږي او عام خلګ پکښي وژل کېږي.