د کونړ چارواکي وايي په دې ولايت کي د هغه برتانوۍ کارکوونکي او درو افغانو ملګرو لټون روان دئ، چي پرون نامعلومو وسله والو په څوکۍ ولسوالي کي تښتولي وو.
د کونړ امنيه قومندان خليل الله ضيايي د آزادۍ راډيو ته ويلي چي دوى څلور واړه پرون له جلال آباد ښار څخه کونړ ته په لاره کي د څوکۍ ولسوالۍ د سمڅو په تنګي کي پر يوه نامعلوم لوري تښتول سوي دي.
ضيايي ويلي چي تښتول سويو کسانو امنيتي اورګانونه د سفر پر مهال په جريان کي نه وو اچولي.
بلي خوا ته د برتانيې د کورنيو چارو وزارت هم تايېد کړې چي پرون يې په کونړ کي د هيواد يوه تبعه د وسله والو له خوا تښتول سوې ده.
تښتول سوې بهرنۍ لېنډا نومېږي او د امريکا د يو، ايس، اې، آډى له ادارې سره يې کار کاوه.
په داسي حال کي چي د کونړ چارواکي د آغلي لېنډا د لټون خبر ورکوي، خو تر اوسه هيڅ يوې ډلي د هغې او ملګرو د تښتوني مسئوليت پر غاړه نه دئ اخيستئ.