پېښور: افغان ليکوال محمدالله روان لروبرته څرګنده کړې چې د پېښور په هغو بيلابېلو مرکزونو کې چې د افغان کډوالو د کارتونو د بدلون دپاره د يونيسيار دخوا جوړ شوى يو لړ ستونزې رامنځ ته شوي، ځينې چارواکي پيسې غواړي او پۀځينو مرکزونو کې پرسونل کم دى او د کمپيوټر سيستمونه هم د ګوتو په شمېر دي چې په چټکتيا کارونه نه خلاصيږي، کډوالو ته په مياشتو او اونيو وخت ورکوي، ځينې مرکزونه د ناستو خلکو لپاره ځانګړي ځايونه نه لري، موسمي ناروغتيا هم رامنځ ته کيداى شي، يونيسيار لا دې ستونزو ته پاملرنه نه ده کړې.