د پکتيکا ولايتي چارواکي وايي په دې ولايت کي تېره شپه د ايتلافي ځواکونو يوه بې پيلوټه کشفي الوتکه رالوېدلې ده.
د پکتيکا د والي وياند مخلص افغان آزادۍ راډيو ته ويلي چي دغه الوتکه د تخنيکي ستونزو له کبله رالوېدلې ده، خو د طالبانو وياند ويلي الوتکه د دوى د ملګرو ويشتلې ده.
تيره اونۍ په لوګر ولايت کي هم يوه بې پيلوټه الوتکه رالوېدلې وه.