د هند په لویه وچه د افغانانو حکومت (یو تاریخې ناول ۱۴)
سلطان علاؤالدین خلجیي
تاسو ددې ناول څوار لسمه برخه لولئ….
۲۵
بله ورځ په داسې حال کې چې لمر پوره را ختلې و ، کمال الدین اوکریم الدین دواړه د راجکنور حویلۍ ته را ننوتل . په دې وخت کې راجکنور په خپل سالون کې د کیتهل ، کنپل او کولاب دیوی سره ناست و او خبرې اترې یی کولې ، کمال الدین او کریم الدین دواړه نیغ میلمستون ته ورغلل ، هغوې ټول ددوې دواړو په کتلو سره نیغ و دریدل ، کما ل الدین او کریم الدین دواړه هملته د راجکنور تر څنګ کیناستل، بیا کمال الدین راجکنور ته مخ کړ او ورته یی وویل :
راجکنوره وروره ! زه لږه شیبه وروسته دخپل لښکر سره یو ځاې ددې ځایه د بنګال د تلنګانه سیمی په لور راونیږم ، زما او دسلطان علاؤالدین تر منځ دا پریکړه شوې ده چې لښکر به په دوو برخو ویشل کیږی ، یوه برخه به زه له خپله ځانه سره د تلنګانه په لور بوځم او دهغه ځاې په مشهورې کلا باندې به حمله کوم . ځکه دهغه ځاې د حاکم نه علاوه دهغه ځاې وړو وړو حکمرانانو هم د سلطان علاؤالدین پر خلاف بغاوت کړې دې . ددې ټولو د ځپلو نه وروسته به بیا زه د چتوړ په لور درومم . د چتوړ په لور د کوچ نه مخکې به د سلطان په لور یو قاصد استوم ، دهغې وروسته به سلطان هم د چتوړ په لور حرکت کوی. بیا به د متحده لښکر په واسطه د چتوړ پر حکمران باندې حمله کوو .
راجکنوره وروره ! ته زما د لښکر د یوه سالار په حیث یی . نو که چیرې ته غواړ ې له ماسره یو ځاې له دې ځایه کوچ وکړې نو کولی یی شې ، خو ما ستا په اړه یوه بله پرکړه کړې ده .
دا ځل کریم الدین له ماسره یو ځاې کوچ کول غواړی ، ددې نه مخته هغه په جنګونو کې ډیره برخه نه ده اخستې ، اودا ځکه چې د شاهین کسانو پر هغې حمله کړې وه او زخمی کړې یی وه ، ما له هغه سره ژمنه کړې ده چې دا ځل به یی له ځانه سره بوځم ، په دې اساس زمونږ د دواړو په نه موجودیت کې ستا شتون دلته ډیر اړین دې. ځکه په شاهین اودهغه په مور ګلبهشت هیڅ باور نه شي کیداې . هسې نه چې زمونږ د ټولو په نه موجودیت کې هغوې یو ځل بیا کیتهل د خپل تًرور ښکار وګرځوی ،
که چیرې علاء الملک دلته پاته کیداې نوبیا خو به ما ته هم له ځانه سره بوتلې وې، خو کله چې سلطان د چتوړ په لور حرکت کوي نوهغه به د خپل زوې خضر خان تر څنګ علاءالملک هم له ځانه سره راوړي نو په دې خاطر زما او د علاء الملک په نه موجودیت کې به راجکنوره ستا شتون دلته ډیر زیات اړین وي . زما په فکر چې ته به زما ددې وړاندیز سره اتفاق وکړې .
په ځواب کې راجکنور لږ څه فکر وکړ . لږه شیبه غلی و بیا یی د کمال الدین په لور په کتلو سره وویل : زما درونده وروره کمال الدینه ! ستا دا پریکړه ما و منله . که چیرې کریم الدین له تاسره یو ځاې د تللو له پاره اصرار کوی نو زه به خامخا دلته په کور کې پاته شم . ستاسې د دواړو په نه موجودیت کې په رښتیا هم زما شتون دلته په حویلۍ کې اړین دې ، ځکه هغه خلک کله هم کیتهل ته د زیان د ور رسولو هڅه کولې شي .
د راجنکنور د ځواب په اوریدو کمال الدین خوشحاله شو ، راجکنور یوځل بیا د کیتهل ، کولاب او کنپل په لور په کتلوسره وویل: اوس تاسې درې واړه خویندې ولاړې شئ او دکمال الدین او کریم الدین له پاره د لارې خوراک څښاک او نور ضرورې سامانونه برابر کړئ ، زه به د لږ څه وخته پورې کمال الدین او کریم الدین دواړه مصروف و ساتم . ژر کوئ !
د راجکنور د وینا په اساس درې واړه خویندې پورته شوې د میلمستون څخه را بیرون شوې ، دهغوې د تللو وروسته هلته په میلمستون کې چپه چپتیا شوه ، اوبیا وروسته راجکنور په ډیر غور سره د کمال الدین په لور وکتل او ورته یی وویل :
کمال الدینه وروره ! ما خو نور څه فکر کاوه ، که څه هم هغه څه چې مایی په اړه فکر کاوه دهغې په اړه ما خپلې ښځې کولاب ته هم څه نه دې ویلې . او نه مې په دې اړه دهغه څخه مشوره اخستې ده . خو ما پخپل زړه کې دا قصد کړې و چې اوس ستا او د کیتهل ، د کریم الدین او کنپل ودونه کول په کار دي . اوهغه دواړه به د واده کولو وروسته هملته ستا حویلۍ ته منتقلې شي . په دې توګه به معامله ختمه شي او ددې وروسته به شاهین ا و دهغه مور ګلبهشت هیڅکله هم د کیتهل پر خلاف څه سازش و نه شی کولې. د راجکنور ددې وړاندیز په اړه کما ل الدین د لږ څه وخته پورې غلی پاته شو ، د لږڅه شیبې له پاره په فکر کې ډوب شو . بیا یی د راجکنور په لور په کتلو سره وویل :
راجکنوره وروره ! ستا وینا سهي ده . تر هغې چې د کریم الدین او کنپل د واده پورې اړه لري نو دا به انشاء الله ددې عسکرې مهم دپاې ته در سیدو وروسته تر سره کیږي . خو تر هغې چې زما او دکیتهل د واده پورې اړه لري نو په دې اړه اوس لږ څه ځنډ کول په کار دي . راجکنوره ! کیتهل نه ما دپخوا څخه پیژنی او نه زه دهغې دخوی په اړه څه معلومات لرم . کیداې شې دهغې مینه اومحبت زما سره عارضی او په جذبه ولاړ وي .
راجکنور سمدستې د کمال الدین خبره غوڅه کړه او ورته یی وویل :
کمال الدینه وروره ! دا ته څه ډول خبرې کوې ، زما خپله ذاتي رایه داده چې کیتهل له تاسره د زړه له کومی مینه اومحبت لري ، د زړه نه تا غواړي … دهغه په دې خبره کمال الدین وویل :
راجکنوره ! ستا وینا تر دې ځایه سهی ده ، ستا اندازه هم سهي ده ، خو هغه څه چې زه یی ویل غواړم نو هغه په غور اودقت سره واوره ، کله چې د جمنا د دریاب په غاړه شاهین کیتهل ته وویل چې هغه د هغې محسن دې ، او هغه د هغې عزت ،عصمت او ابرو خوندی کړې ده ، نو ته پوهیږې چې کیتهل هم دهغه سره د مینې اظهار کړې و، بې شکه چې هغې به دا کار د حالاتو اوشرایطو لاندې کړې وي ځکه چې د محسن کیدو د اظهار نه وروسته ، شاهین پر هغه خپله مینه ، اومحبت ډاګیزه کړې و . په ځواب کې به یی کیتهل څه نه وی ویلي ، اودهغه د محبت ځواب به یی په محبت ورکړې وي ، خوبیا هم څه داسې وخت هم راغلې و چې دهغې په زړه کې د شاهین سره مینې ټوپونه وهل ، اوس د حالاتو د راڅرګندیدو وروسته هغې زما لور ې ته میلان را پیدا کړې دې . راجکنوره ! زه په دې حالاتو کې د کیتهل سره واده نه شم کولې ،دا معامله به تر یوه وخته ځنډوم ، تر څو کیتهل ما په ښه توګه و پیژنی ، اوزه هغه په ښه توګه و پیژنم . کله چې زه وپوهیږم چې په ریښتیا هم مونږ دواړه یو دبل له پاره پیدا شوی یو نوبیا به زه د کیتهل سره واده کوم . زما په فکر که مونږ همداسې وکړه او بیا واده وکړ و نوزمونږ په غوښتنه او محبت کې به نور هم ډیرښت او ثبات راشي.
کمال الدین تر دې ځایه خبرې وکړې اوبیا لږ څه تم شو ، اوبیا یی په خبرو پیل وکړ ، ویی ویل :
راجکنوره وروره ! زما ددې خبرو څخه مقصد دا نه دې چې ستا زړه مات کړم او یا په کیتهل کې کوم عیب شتون لري ، دا بلکل ډاګیزه ده چې کیتهل ډیره زیاته ښایسته اودښه صورت خاونده ده ، زه دهغې د حذبو او خلوص هم پوره معترف یم . اودهغې تعریف کوم خوددې ټولو سره سره بیا هم دهغه واده د څه مودې له پاره ځندوم . په دې کې زما او د کیتهل بهتروالې دې . زما په فکر چې ته به زما ددې خیالاتو سره اختلاف و نه کړې .
کمال الدینه وروره ! هغه پریکړه چې تا کړې ده دا به زما له پاره هم اخري خبره وي . که چیرې ته غواړې چې هغه د څه مودې له پاره تاخیر کړې نوهمداسې وکړه . خو هغه وړاندیز چې تا کړې دې چې د کریم الدین او کنپل واده وکړ و،نو زه په دې اړه ستا د مشورې ملاتړې یم . په دې توګه به ماته د کنپل د لورې یو ډول سکون او ډاډ تر لاسه شي چې زما خور د خپل کور خاونده شوه . خو کیتهل هم ماته له کنپل څخه کمه نه ده. اوزه هیله لرم چې ډیر ژر به تاسې دواړه یو د بل خوې او عادت څخه ځانونه خبر کړئ اویو بل به و پیژنئ ، بیا به مونږ ټول یوځاې ستاسې د دواړو د واده کولوله پاره همغسې انتظام وکړو . لکه څنګه به یی چې کریم الدین او کنپل د واده له پاره کوو .
کمال الدین د راجکنور د خبرو څخه ډیر خوشحاله شو . بیا درې واړو د وخت د تیرولو په خاطر اخوا دیخوا خبرې کولې، لږه شیبه وروسته کولاب او کنپل میلمستون ته را ننوتې بیا کولاب کمال الدین ته وکتل او ورته یی ویل :
کمال الدینه وروره ! ته د آس د اخورې په لور ولاړ شه ، هلته کیتهل ستا انتظار کوي ، هغه غواړی له تاسره ډیر څه ووایی . دهغې په دې خبره کمال الدین وویل :
کولاب خورې ! تا خو په ځانته ځاې کې زمونږ د خبرو اترو له پاره تیارې کړې دې .خو د کنپل او کریم الدین له پاره دې هیڅ نه دې کړي .
دهغه په دې خبره په میلمستون کې ناستو ټولو خلکو په زوره و خندل او بیا کولاب ورته وویل :
تاسې د کنپل او کریم الدین په اړه اندیښنه مه کوئ ، دوې به د شپې تر ډیره وخته پورې کیني او خپله دزړه خواله به وکړی ، تر څنګ یی هغه څه چې دوې یو بل ته ویل غوښتل هغه یی ویلی هم دي ، اوس داسې و ګڼه چې هغوې د الوداعې خبرو څخه فارغه شوی هم دي ، اوس یواځې ستاسې موضوع ده ته اوس ولاړ شه ځکه چې هلته کیتهل په ډیره بې صبرۍ ستاسې انتظار کوي . ددې خبرې سم کمال الدین په خندا شو او د میلمستون څخه راووت او د آس د اخور په لور ولاړ .
د آس اخور ته د رسیدو سره سم کله چې کمال الدین هلته د خپل آس تر څنګ کیتهل ولاړه وکتله ،نو حیران پاته شو ، هغه د هغې ښایسته والې ، د مخ د رنګ ځلیدا ،د وجود نازکوالې … وکوت نو په یوه عجیبه شانه حالت کې را و نغښت .
کله چې کمال الدین هغه ته نژدې ورغې نو کیتهل بې چاره د لاوې په څیر ویلي کیده او په یوه منډه یی دکمال الدین په لور ور وځغاستل ، د هغه څخه یی غیږه چاپیره کړه او د زړه دخلاصه یی وژړل . کمال الدین دهغې ددې حالت په کتلو سره په ډیر عجیب شانته ستونزو کې را لتاړ شو . تر ډیره وخته یی ورته تسلی ورکوله ، کله یی دهغې په شا لاس واهه او کله به یی دهغې په اوږه باندې لاس راښکود، اخر کیتهل خپله ژړا او واویلا و دروله ، هغې د کمال الدین په تسلۍ او تشفۍ باندې خپل ځان را سنبال کړ بیا ترې لرې شوه او په ژړ غوني اواز یی کمال الدین ته وویل :
ستا له مخه ما په خپلې سینې کې د محبت دغه شمعه نه وه سوځولې.، تر اوسه پورې دکوم نارینه په مینه کې زه دومره ریزه ریزه شوې نه وم او نه ددې نه مخته دکوم نارینه سره ما ته داسې بې پردې او د وحشت نه ډک وخت را په برخه شوې و .
کیتهل تردې ځایه د خبرو وروسته غلی شوه ، خپلې لمدې سترګې یی وچې کړې ، لږ څه نور یی هم ځان را سنبال کړ . بیا یی د ارزوګانو په جذبو کې د ژړانه په ډک اواز په خبرو پیل وکړ.
کمال الدینه ! ته زما د مینې اومحبت مرکز یی ، او ستا نه وروسته به بې لباسه ویجاړتیاوې ، نا اسوده کونکې غمونه به زما په رګ رګ کې ځغلې او د نړۍ ټولې ترخې به زما په مقدر کې را څرخي . د رازونو ډکې شپې ، د اسرارو ډکې ورځې ، به په ما ډیرې درنې وي . د فضاو نبض او د هوا ساه اخستل به پر ما باندې د زهرو په څیر تمامیږی.
کیتهل لا په خبرو کې وه چې کمال الدین یی خبرې غوڅې کړې او ورته یی وویل :
کیتهل ! ته خو دومره غمزده او اندیښمنه یی لکه چې زه دتل له پاره له تاڅخه جلا کیږم . دکمال الدین ددې خبرې سره سم کیتهل خپل د خوشبویی نه ډک نرم او ملایم لاس د کمال الدین په خوله باندې کیښود. او ور ته یی وویلې: د خداې له پاره داسې خبرې مه کوه . او که نه همدلته به ستا تر مخه ستا کیتهل په مرګ او مړینه کې ډوبه شي ، ته زما د ژوند لاسته راوړنه ، زما د مینی اومحبت محور یی ، ستا له خولې داسې خبرې زما د زغم نه پورته دي ، زه د خپل خداې نه هیله لرم چې ته دخپل دغه فوځی مشن نه بریالې ، په خیر و خیرت او عافیت سره ،ژر بیرته را ستون شې.
تر هغې چې ته بیرته نه یی را ستون شوې نو تر هغې به زه ستا د سلامتۍ او بیرته سلامت را ستنیدو له پاره لاس په دعا یم . له تا پرته ماته ژوند کول بې معنې ، ستونزمن ، بلکل شونې نه دي . ما تر اوسه پورې هیڅ نارینه ته په خپل زړه کې ځاې نه و ورکړې . که څه هم د شاهین له پاره یوه جذبه را سره وه خو هغه هم بلکل خالی او سطحې وه ، ځکه چې د جمنا ددریاب په غاړه هغه هسې په هسې خپل ځان راته زما د عصمت او عفت ساتونکې وپیژانده او له ماسره یی د مینې اظهار وکړ او ما هم دهغه ددې میړانې په خاطر دهغه زړه مات نه کړ. خو په خداې سوګند چې هیڅکله هم زما په زړه کې هغه ته میلان ، دهغه په اړه مینه او د هغه لورې ته زړه راښکل نه دي پیدا شوې .
ته لمړۍ نارینه یی چې په ریښتونې توګه زما د بدن خوشبو ، زما د ساه ګانو تسلسل ، زما دسترګو سکون ، زما دمینی دژوندیو الفاظو د خوشبوی د محسوسولو سره یوځاې زما مخته راغلې یی. کمال الدینه ، ګوره ! هیڅکله ما له یاده و نه باسې ، ما هیڅکله هم هیره نه کړې ، دهغې په دې خبره باندې کمال الدین په ډیره مینه کیتهل دخپل ځان سره را ونغاړله او ورته یی وویل :
کیتهل ! ایا ته زما څخه دا امید کولې شې چې زه به تا له یاده باسم ؟ تابه هیروم ؟ دهغه په دې خبره باندې کیتهل وویل چې : نه . ځکه زما زړه وایی چې هیڅکله به هم داسې و نه شي . خوبیا هم مې د زړه د تسلۍ او دخپل روح د تشفۍ له پاره داسې یادوونه وکړه .
کمال الدین هم ورسره د ډیرې زیاتې مینی اظهار وکړ او ورته یی وویل : کیتهل ! واوره : زه به هیڅکله هم تا له یاده و نه کاږم او نه به دې هیره کړم . ځکه چې زه تا د خپل ژوند محور ګڼم . اوس خو له تانه جدا کیدل هم زما د زغم نه وتلی ښکاری. زما په فکر راځه چې اوس د میملستون په لورې ولاړ شو هلته به ټول زمونږ منتظر وي .
دهغه په دې خبره کیتهل خپل ځان ترې جدا کړ او ورته یی وویل چې ما ستا د آس په خورجین کې د ضرورت ټول شیان اچولي دی، د وچو او تازه میوو ترڅنګ د لارې اذوقه هم په کې شته ، د اوبو پتک مې هم درته ډک کړې دې ، او .. له یاده مې وتلې و چې درته مې ویلې واې ، او یا مې نه غوښتل درته ووایم چې ما ستا له پاره څو جوړه کالی تیار کړې دی او غوښتل مې چې کله چې ته د جنګ په وخت زما څخه الوداعی کوې نو په همغه ورځ به زه تا ته دا ډاګیزه کوم چې د اس د خورجین په ښي لورې کې ماتاته هلته څه اضافی لباس هم ایښودې دې ، هغه ما پخپله تا ته تیار کړي دی . دهغې په دې خبره باندې کمال الدین کیتهل یو ځل بیا په خپله مینه ناکه غیږ کې را ونغاړله، محبت یی ورسره وکړ اوبیا یی وویل چې اوس نو مونږ باید ولاړ شو . د اصطبل نه د راوتلو څخه سمدستې وروسته کمال الدین کریم الدین ته هم ورغږ کړ .
دکمال الدین د غږ سره کریم الدین هم د میلمستونه په یوه منډه را ووت ، کله چې د آس اخورې ته را نزدې شو نو کمال الدین ورته وویل :
کریم الدینه ! خپل آس دې را پرانزه چې همدا اوس له دې ځایه روانیږو . دهغه په دې خبره کریم الدین په خندا شو او دخپل آس په لور ورغې . خپل آس یی را پرانیست ، دواړو د خپلو آسونو واګې په لاسو کې نیولې وې او د حویلۍ تر مرکزي دروازې پورې راغلل ، کیتهل هم ورسره وه. په همدې وخت کې د میلمستون څخه کولاب ، کنپل او راجکنور هم را ووتل . ددې وروسته کمال الدین او کریم الدین ټولو ته الوداع وویله او په ډیره بیړه ددرواز څخه ووتل . لږ ساعت وروسته کمال الدین او کریم الدین دواړه د خپل لښکر سره د تلنګانه په لور روان شول .
۲۶
کله چې کمال الدین د تلنګانه مشهورې کلا وارنګل ته ور نژدې شو نو هغه وکتل چې د هغه د را تلو تر مخه د وارنګل د کلا نه بیرون یو ستر لښکر ددوې سره د ټکر کولو له پاره تیار ولاړ دې او دوارنګل حاکم پخپله دده د لښکر سره د ټکر کولو له پاره د خپل لښکر قومنده په غاړه لري . د کمال الدین له پاره دغه حالات نه نوي و او نه دهغه د امیدونو خلاف . هغه دا ګڼلې وه چې دکومو ځواکونو سره د ټکر له پاره چې هغه تلنګانه ته ورځي نو هغه ځواکونه به خامخا ددې د مقابلې لهپاره را مخته کیږی او خبریږي به . نو په دې خاطر هلته د اوارنګل کلا ته د ور نزدې کیدو سره سم کمال الدین د دښمن د لښکر په مقابل کې د پړاو کولو حکم وکړ .
کله چې د وارنګل را جه د کمال الدین د لښکر جایزه واخسته ، نو هغه ته تر یوه حده پورې ډاډ ور په برخه شو،ځکه د کمال الدین سره چې کوم لښکر و نو دهغو شمیره دهغه لښکر څخه پوره لږه بریښیده چې د وارنګل شهزاده دده د مقابلې له پاره تیار کړې و . همدا خبره د وارنګل د شهزاده له پاره د ډاډ وړ وه چې هغه لښکر چې علاؤالدین دهغه دمقابلې له پاره را استولې دې ، نو هغه د شمیرې له اړخه دده د لښکر څخه ډیر کم دې .نو په دې خاطر به نوموړې د کمال الدین دلښکر په ماتولو او بیرته په شاکولو باندې بریمند و ګرځي .
دهمدې حالاتو په رڼاکې د وارنګل شهزاده په ډیر اطمینان او ډاډ سره کمال الدین ته دخپل لښکر مخامخ د پړاو کولو اجازه ورکړه . او کله چې هغه وکتل چې اوس نو کمال الدین پړاو کړې دې بیایی نو په خپل لښکر کې د جنګ ډول وواهه،
د راجه دحکم سره سم دهغه په لښکر کې تر لرې لرې پورې د ډولونو ، تورومونو او ښکرونو غږونه پورته شول او دا ددې خبرې علامه وه چې را جه د جنګ پیلونکې دې.:
دکمال الدین لښکر د ډیرې زیاتې فاصلې د پلې کولو په خاطر پوره ستومانه و . خو خپل همت یی له لاسه ور نکړ ، کله چې ددښمن په لښکر کې د جنګ ډول ووهل شو نو کمال الدین او کریم الدین هم دخپلو لښکرو صفونه منظم کړل ،
د خپلو لښکرو د صفونو د منظمولو نه وروسته ، کمال الدین او کریم الدین د هغوې د لیکو تر مخه ولاړ و چې کمال الدین کریم الدین ته وویلې :
کریم الدینه وروره ! دجنګ هغه پلان چې مونږ پرې په لاره کې خبرې کړې وې نو دهمغې مطابق به مونږ خپل کار پیلوو . مونږ به دنیمایی لښکر سره یوځاې ددښمن په ښي اړخ باندې ضرب لګوو ، او نور پاته نیمایی به یی د چپ اړخه نه په دښمن باندې ور لویږی. نو په دې توګه به مونږ د وارنګل د کلا نه بیرون دښمن د ماتې سره په مخ کولو باندې بریالی شو. کریم الدین د کمال الدین د خبرې په ځواب کې هو وویلې ، بیا دواړه سره جدا شول او دخپل خپل لښکر مخې ته ودریدل . ځکه چې د وارنګل راجه په همدې وخت کې د حملې د پیلولو غږ کړې و.
د وارنګل راجه خپل لښکر و نه ویشه ، بلکه یو ځاې او دیوه لښکر په شکل کې یی د جنګ کولو اراده درلوده . په همدې وخت کې د وارنګل د راجه لښکر د یو توپان په څیر را مخته شو اوبیا د وارنګل راجه د کمال الدین په لښکر باندې لکه د مچیو په څیر را ونښت .
کمال الدین او کریم الدین د وارنګل د کلا نه د باندې دپوره عقل او هوښیار تیا نه کار واخست . او د وارنګل د راجه دغه بې دریغه توپانې یرغل یی د خپلو ځان ځاریو او فداکاریو په واسطه تم کړ . هلته د وارنګل نه بیرون دمرګ تورې شپې خورې شوې وې ، شپې هم خپله تیاره لمن را خپره کړې وه . د اوازونو او چیغو ، فریادونو او مرګونې ګذارونو ټوله فضا په خپل ځان کې را لتاړه کړې وه ، په داسې حال کې چې د آندونو په غبار کې د فنا دنڅااورقص شور او ځوګ پیل شوې و.
کریم الدین اوکمال الدین دخپلو مخکینیو پلانونو په اساس خپل ځانونه تر دفاع پورې را و نه نغاړل بلکه دجنګ په هماغه پیل کې یی خپل جارحیت پیل کړې و . هغه وخت چې د وارنګل راجه پر هغوې باندې دخپلې حملې لمړۍ پړاو تکمیلاوه نو په هماغه وخت کې کریم الدین او کمال الدین هم د خپل کار پیل کړې و . د ښي اړخه کمال الدین دخپل لښکر سره یو ځاې د فضا د نفس کنګل کونکي یخو هواو او د ګردونود سنیه څیرونکې لمرد خپور وور جلال په څیر په دښمن باندې ور پریوت . په داسې حال کې چې په چپ اړخ کې کریم الدین هم دکمال الدین نه وروسته پاته نه شو ، هغه هم ددښمن په چپ اړخ باندې په هر ګام او هر قدم کې د یوه ازمیښت په څیر ، او په هر ه لمحه کې په فریادونو کې دغبرګیدونکې ژوند د لیونتوب په څپو کې را نازل شوي و.
د وارنګل نه بیرون تر ډیره پور ې د وارنګل د شهزاده اوکمال الدین تر منځ سخت وینه تویونکې جنګ روان وو . د وارنګل راجه غوښتل چې په هر قمیت باندې باید کمال الدین په شا و تمبوی ، خو کمال الدین هم غوښتل د وارنګل د راجه سرکشي اوبغاوت ورمات کړی او په خپل مخ کې یی بې وسې او تسلیم کړي .
خو په دې جنګ کې کما ل الدین د وارنګل د راجه د لښکر په مخکینو لیکو کې پوره تباهی خپره کړې وه، کله چې د وارنګل راجه وکتل چې دهغه دلښکر مخکینی لیکې بلکل کمزورې شوې دي نو دخپل لښکر منځنۍ برخه یی را مخته کړه ، خو تر دې دمه د کمال الدین او کریم الدین حوصلې ډیرې پورته شوې وې. نو په دې خاطر هغوې د دښمن په منځ کې ور ننوتل او دهغوې عامه وژنه یی پیل کړه . دا عامه وژنه د وارنګل راجه ته ډیره ګرانه تمامه شوه . ځکه دهغه لښکر ته ډیر زیات زیان ورسید او دهمدې په واسطه یی لښکر د مخکې تګ په ځاې په شا روان شو .
کله چې د وارنګل راجه دخپل لښکر دغه حالات وکتل نو هغه ته دا یقین پیدا شو چې که چیرې جنګ نور هم اوږود شي نو هغه به د وارنګل نه بیرون د ډیر ې بدې ماتې سره مخ شي . په دې خاطر یی خپل فوځ ته د په شا کیدو حکم وکړ او په دې ترتیب یی غوښتل چې د وارنګل کلا ته ورننوځی او هملته ځان محاصره کړې او د کمال الدین مقابله وکړي .
د بله اړخه کمال الدین هم په دې پوهیده چې که چیرې راجه یو ځل و تښتید اوپه کلا کې ور ننوت نو دا به ددې له پاره ډیره ستونزمنه وګرځی . په دې اساس کله چې د وارنګل راجه خپله ماتې و منله او د کلا په لور ولاړ نوکمال الدین او کریم الدین هم په پوره ځواک سره دهغوې پسې ولاړل اود راجه په لښکر کې یی عامې وژنې ته دوام ورکړ . کمال الدین او کریم الدین د راجه په لښکر پسې پوره ډیر ولاړل ، کله چې د راجه لښکر د وارنګل کلا ته ور ننوت نو دکمال الدین او کریم الدین لښکر هم دهغوې پسې ښار ته ور ننوتل . هلته د ورننوتلو سره سم یی د شاهې کلا ساتونکې له منځه یوړل اویو ځل بیا یی د راجه په لښکر باندې د شا له لورې یرغل وروست .په دې ترتیب د وارنګل د کلا په داخل کې یو ځل بیا وینه تویونکې جنګ و نښت . اما دا د راجه بدقسمتی وه چې هغه د کمال الدین او کریم الدین په لاسو یو ځل بیا ماتې وخوړه ، په دې جنګ کې د وارنګل راجه ژوندې و نیول شو ، دهغه وسله وال ځوانان ټول د تیغه تیر کړل شول . او ټولو هغوې چې په وارنګل کې یی د کمال الدین پر خلاف وسله را خستې وه له منځه ولاړل . په دې توګه کمال الدین په وارنګل باندې قبضه وکړه اوهلته را پورته شوې بغاوت یی کیناوه ، د وارنګل راجه بښنه و غوښته او په راتلونکې کې یی د اطاعت او فرمانبردارۍ ژمنه وکړه .
دخپل کار د پوره کیدو نه وروسته کمال الدین څه کسان دسلطان علاؤالدین دربار ته ور واستول اوهغه ته یی د وارنګل د فتحې کولو زیرې ورکړ. په داسې حال کې چې پخپله یی د وارنګل دښار انتظامات منظم کړل . هغه څو ورځې هملته په وارنګل کې پاته شو او بیا یی د وارنګل څخه د چتوړ په لور حرکت وکړ.
پرلپسې لري …….