کور / شعر / دُنيا پۀ تا کښې څۀ دي

دُنيا پۀ تا کښې څۀ دي

 
دَ اوښکو بارانونه نور دُنيا پۀ تا کښې څۀ دي
غمونه دي دردونه نور دُنيا پۀ تا کښې څۀ دي


ډېر خلق دَ سحر دَ رڼاګانو پسې ګرځي
هر خواته تورتمونه نور دُنيا پۀ تا کښې څۀ دي


دَ رزق پسې خلق در پۀ در خاورې پۀ سر دي
بارود او ډېر بمونه نور دُنيا پۀ تا کښې څۀ دي


منم تا کښې خوندونه دي خو مونږ ترې خبر نۀ شو
هر ګوټ کښې دي جنګونه نور دُنيا پۀ تا کښې څۀ دي


اميد دَ خوشحالو باندې بۀ څنګه څوک يقين کړي
دَ شر حکومتونه نور دُنيا پۀ تا کښې څۀ دي


فرياد بۀ چاته اوکړو يا بدل بۀ چانه واخلو
دَ کاڼو نۀ سخت زړونه نور دُنيا پۀ تا کښې څۀ دي


ما عمر پسې تېر کړو يو لمحه مې بيا ونه موند
ورک شوي راحتونه نور دُنيا پۀ تا کښې څۀ دي


خبره دَ فائدې کۀ چاته هم کړے يقين نشته
کمزوري ايمانونه نور دُنيا پۀ تا کښې څۀ دي


حالات به دي مجبور کړي جوړ توبې ته بۀ هم نۀ شے
بې پامه ګناهونه نور دُنيا پۀ تا کښې څۀ دي


پۀ غېږ کښې دَ حالاتو عقيدې کمزوري ښکاري
ټوټکې او تعويزونه نور دُنيا پۀ تا کښې څۀ دي


دَ لويو خلقو لوي لوي محلونه هم کورونه
 دَخوارو وران کورونه نور دُنيا پۀ تا کښې څۀ دي


پوټي دَ انسانانو پاس پۀ ونو کښې بانډه شو
ظلمونه دي ظلمونه نور دُنيا پۀ تا کښې څۀ دي


حرم دَ دُعا ځائے خو څنګ دُعا پۀ کښې قبول شي
تش نوم لره حجونه نور دُنيا پۀ تا کښې څۀ دي


خزان پرې دَ ظلمت جوړې تيارې کړې داسې ښکاري
تالا ټول چمنونه نور دُنيا پۀ تا کښې څۀ دي


حېران پۀ دے خبره يم تپوس څوک دَ چا نکړي
شلېدلي ګرېوانونه نور دُنيا پۀ تا کښې څۀ دي


اميد دَ انتظار مې ختم شوے بيا هم ناست يم
دَ عمر تاوانونه نور دُنيا پۀ تا کښې څۀ دي


سزا نۀ ئې خبر وي خو بيا هم صبرېدے نه شي
دَ يو بل غېبتونه نور دُنيا پۀ تا کښې څۀ دي


غربت کښې چې راګېر شي بيا دَ حال تپوس ئې نشته
تل غواړي به خېرونه نور دُنيا پۀ تا کښې څۀ دي


لګ سوچ چې ژوند ته اوکړي روغ سړے لېونے کيږي
وړل ګران دَ ژوند بوجونه نور دُنيا پۀ تا کښې څۀ دي


رنګ رنګ خبرې اورم واروپار راله خطا کړي
بې شماره مذهبونه نور دُنيا پۀ تا کښې څۀ دي


زاره بۀ درله شنه کړي پۀ خبره نۀ پوهيږي
خراب خراب خويونه نور دُنيا پۀ تا کښې څۀ دي


زما هم طمعه قطعې شوه پۀ طمعه دَ څۀ نۀ يم
نمګړي آرمانونه نور دُنيا پۀ تا کښې څۀ دي


نن مينه دَ انسان دَ زړۀ نۀ چرته ورکه شوي
ږدي يو بل ته دامونه نور دُنيا پۀ تا کښې څۀ دي


دا زۀ تواب پاګل يم چې دَ مينې پسې ګرځم
دَ خلقو بد نيتونه نور دُنيا پۀ تا کښې څۀ دي
                      ٭====٭====٭
                      2003/3/25___ الرياض