کور / تازه خبرونه / د ماين چاودني د ناټو دوه عسکر ووژل

د ماين چاودني د ناټو دوه عسکر ووژل

په افغانستان کي مېشتو د ناټو ځواکونو نن د يکشنبې په ورځ د خپلو دوو عسکرو د وژني خبر ورکړئ دئ.
د ناټو د عمومي قومندانۍ څخه خپره سوې خبر پاڼه وايي دغه عسکر نن سهار د افغانستان په جنوب کي د ماين په يوه چاودنه کي وژل سوي دي.
په خبر پاڼه کي د چاودني دقيق ځاى او د عسکرو هويت پټ ساتل سوئ دئ.