په هيواد کې ناسم ولادي شکلونه دتير کال په پرتله په سلوکې شل زيات شوي دي .
دماشوم داندراګندې روغتون ددغه مطلب په څرګندولوسره ويلي دي داميدوارو ميرمنولخوا په خپل سر دبيلابيلو درملو کارول،بي وزلي،تاوتريخوالى اوپرلپسې زيږينونه ددغه ناوړه حالات درامنځ ته کيدو علت شميرل کيږي .
نوموړى خبر دارى ورکوي که دولت ددغه حالات دمخنيو په موخه جدي پاملرنه ونه کړي په هيواد کې به دمعلولينو شمير ورځ تربلې زيات شي .
دا په داسې حال کې ده چې دعامې روغتيا وزارت دروغتيايي مسئلو دخلکو ناخبري اوداميدوارۍ په وخت کې واکسينونو ته دهغوى نه حاضريدل ددغه راز پيښو اصلي لاملونه ګڼي .